له گوگړو سره وړوکې نجلۍ

لیکوال: هانس کریستین اندرسن (۱) C. Andersen

ژباړونکی: آصف بهاند

(SVOVLSTIKKERNE)

د کال د وروستۍ ورځې ماښام و او نوی کال هم را روان و. تیاره په غوړیدو وه، واوره وریده، هوا په ډارونکې بڼه سړه وه. په همداسې سړو او همداسې تیاره کې یوه وړه بیوزلې نجلۍ بې له ژمنیو جامو او بوټو کوڅې ته ووته او سر گردانه روانه شوه.

کله چې له کوره راوتله، داسې یوه جوړه زاړه سوري، سوري بوټان یې په پښو وو چې له موره ور ته پاتې وو او مور یې د ژوند تر پایه کارولي وو. دا بوټان یې په پښو کې دومره لوی وو چې د تگ په وخت کې کړپیدل، خو له دې سره یې د نجلۍ پښې یو څه ور تودې کړې وې، خو کله چې نجلۍ غوښتل په بیړه د دوو لویو گاډیو له منځ نه تیره شي، بوټونه یې له پښو و وتل او لرې ولویدل، یو بوټ هیڅ پیدا نه شو او بل بوټ یوه هلک د دې له پاره وتښتاوه چې بیا کله غټ شي او خدای کوم ماشوم ورکړي، بیا به د هغه له پاره زانگو ترې جوړه کړي.

جلۍ پرته له بوټو لوڅې پښې روانه وه او پښې یې له ډیرو سړو نه تکې شنې او سرې اوښتې وې. د جامو د پاسه یې چې د شیانو د ایښودلو له پاره د لوی جب لرونکي څه اغوستي و، د هغه په جب کې یې د گوگړو څو کوتۍ ایښې وې او یو کوتی گوگړ یې په لاس کې نیولی و، خو په ټوله ورځ کې چا لا یوه کوتۍ هم نه وه ور نه پیرودلې او حتی یوه نیمکه یې هم نه وه تر لاسه کړې. خوارکوټې جلۍ وږې وه او له سړو داسې ریږدیدله چې د درد او بدمرغۍ ژوندی تصویر گڼل کیده.

اوږده زرین ویښتان یې چې پر غاړه باندې کړۍ، کړۍ را خپاره وو، د واورو دانو سپین کړي وو، خو نجلۍ د دې شیانو په باب فکر هم نه کاوه.

د کورونو له کړکیو نه د څراغونو وړانگې د باندې را وتلې او کوڅه د سرو کړو مرغاویوو په ښکلي بوی ډکه وه. د نوي کال شپه وه او اورلگیت خرڅونکې نجلۍ هم یوازې د همدې شپې په باب فکر کاوه.

د کوڅې په یوه برخه کې دوه کورونه داسې سره څنگ په څنگ جوړ شوي وو چې د یوه کور یوه برخه لږ وړاندې را وتلې وه او د یوې پناهځي په ډول یو ځای په کې جوړ شوی و. جلککۍ چې ډیره ستړې شوې وه، په دې پناهځي کې داسې کیناسته چې دواړه پښې یې د تنې لانې پټې شوې. ساړه یې کیدل، سوچ یې وکړ چې کور ته لاړه شي، خو پښیمانه په دې شوه چې د اورلگیت یو کوتی یې هم نه و خرڅ کړی، که کور ته دغسې تللې وای، پلار به یې ښه په مړه خیټه وهلې وای او کور هم لکه د باندې ځای سوړ او تیاره و.

په کور کې هم نه کومه توشکه وه او نه هم کومه بړستن چې پر ځان یې اچولې وای. د کود دیوالونه او دروازه سوري، سوري وو، له سوریو نه باد لکه سندرې چې وايي، پر کور یرغل کاوه. سره له دې چې سوري په زړو شیانو یو څه بند کړای شوي وو، خو بیا هم ساړه باد د کور منځ ته لاره کوله او کور یې سړاوه.

د نجلۍ واړه لاسونه سړو کرخت کړي وو، څومره به ښه وای چې یوه پلته یې لگولې وای او خپل لاسونه یې ورباندې تاوده کړي وای. یوه پلته یې را وایسته، پر ښوی دیوال یې را کاږله، پلته شغ ولگیده، داسې وړه شغله یې درلوده، لکه د وړې شمعې. جلککۍ خپل واړه نازک لاسونه د تودیدو له پاره ورته ونیول.

د سترگو رپ او خیال کې یې ځان د یوې داسې تودې، لویې او ښکلې بخارۍ په اړخ کې احساس کړ چې برونزي پايي یې درلودې او په زړه پورې اور په کې داسې بلیده چې شنې شغلې یې لکه د الوتونکو مرغانو د وزرونو په څیر خوځیدې او پورته تللې، هغې و انگیرله چې توده او په زړه پورې کوټه له شنو الوتونکو مرغانو ډکه ده. غوښتل یې خپلې پښې د دې له پاره وغځوي چې تودې شي، خو د پلتې اور مړ شو. خوارکوټې نجلۍ د خیال نه را په خود شوه، له دې سره توده بخارۍ هم ورکه شوه، که گوري په لاس کې یې سوې پلته ده او بس، نو پوه شوه چې دا یو تش خیال و.

بله پلته یې را وایسته او وېلگوله، کله چې د پلتې رڼا پر دیواله ولویده، د جلۍ په نظر له دیوال نه نازکه پرده جوړه شوه او دې ولیدل چې د تالار په منځ کې یو میز ایښودل شوی او لکه سپینه واروره یو دسترخوان ور باندې غوړول شوی او د دستر خوان پر سر نازک چیني لوښي لیدل کیدل، د سرې کړې مرغاوۍ نس په نورو خوراکي توکو ډک کړای شوی و او زړه وړونکی بوی ور نه جگیده. سره کړې مرغاوۍ چې په نس کې یې چاړه او پنجه ټومبل شوي وو، نا څاپه له لوښي نه د باندې خیز کړل او په گوډو قدمونو یې د کوټې له منځ نه ځان جلۍ ته ور ورساوه، جلۍ په ډیرې خوښۍ سره لاس ور وغځاوه چې را وایېخلي، خو ناڅاپه یې لگولې پیلته مړه شوه او د خوارکوټې نجلۍ په مخ کې یوازې یو ډبل ډیوال و او بس.

بله پلته یې ولگوله او بیا یې په خیال کې ولیدل چې د کرسمس تر ښکلې ونې لاندې ناسته ده. دا ونه تر هغې ونې ډیره لویه، ښکلې او ځلیدونکې وه چې دې د تیر کال د کرسمس په جشن کې د یوه شتمن سوداگر د کړکۍ او دروازې  له شانه لیدلې وه چې بیشمیره شمونه یې په شنو څانگو کې بل کړای شوي وو، شاوخوا ځایونه یې روښانه کړي وو او بیشمیره رنگینې پټۍ او تارونه په کې را ځړیدل چې دې د دکانونواو مغازو د شیشو په شا کې لیدلي وو، وړوکې خوارکوټې نجلۍ خپل وړوکی لاس د هغو په لوري ور وِغځاوه… پلته مړه شوه او په ونه کې د لگیدلو شمونو شغلې پورته لاړې او نورې هم پورته لاړې، دومره پورته چې آسمان ته ورسیدې او خوارکوټې نجلۍ ولیدل چې له ټولو ډیوو نه ځلیدونکي ستوري جوړ شول. نا څاپه یو ستوری لاندې را ولوید او په آسمان کې یې یوه اوږده نوراني کرښه وایسته. نجلۍ له ځان سره سوچ وکړ:

اوه! یو بل تن ومړ.

نیا یې چې دا ډیره ورباندې گرانه وه، کله چې ژوندۍ وه، دا یې ورته ویلي وو چې:

کله چې یو ستوری له آسمان څخه را لویږي، یو تن خدای ته ورځي.

جلککۍ له سړو نه په کرختو لاسونو بله پلته پر ښوی دیوال راکش کړه، بیا ټول ځایونه روښانه شول او جلۍ خپله نیا ولیده، نیا یې په مهربانه او نوراني څیرې ورته کتل. نجلکۍ په جگ آواز سره ور غږ کړل:

نیا جانې! ما هم در سره بوزه!

پوهیږم چې ته هم د دې پلتې له مړه کیدو سره لکه د بخارۍ تود اور، د کرسمس ونه او سرې کړې مرغاوۍ غوندې ځې او ما یوازې پریږدې.

نیا یې له خندا ډکه خولگۍ، ورو ـ ورو لرې کیدله، جلۍ ور چغې کړلې:

نیا جانې مه ځه… مه ځه…!

جلۍ په ډیره بیړه، په کوتۍ کې ټولې پلتې را وایستلې او وې لگولې، غوښتل یې چې د پلتو په روښانولو سره نیا راستنه کړي. پلتې په داسې حیرانونکې بڼه وځلیدې او ټول ځایونه یې لکه د ورځ په څیر رڼا کړه چې جلۍ لا په خوب کې هم نه وې لیدلې. هغې خپله نیا هیڅکله داسې ښکلې او داسې آرامه نه وه لیدلې. نیا خپله لمسۍ په دواړو لاسونو پورته کړه، دواړه هوا ته پورته شوې، پاس او لا پاس لاړلې او هلته ورسیدې چې نه ساړه وو او نه لوږه، نه وهل وو او نه هم در به دري.. اوس هغوی له خدای سره وې.

سبا سهار په سهارنۍ سړې هوا کې، د خوارکۍ جلۍ پر شونډو پسته موسکا خپره وه، د کوڅې په څنډه کې یې یوه دیوال ته ډډه لگولې وه، هغه د زاړه کال په وروستۍ شپه کې یخ وهلې وه.

د نوي کال په لومړۍ ورځ کې لمر د هغې وړې جلۍ پر بې حرکته او ساړه مړي ځلیده چې له سوځیدلو پلتو سره هلته ناسته وه. لارویان چې په ګړندیتوب سره هلته تیریدل، د هغې په لیدلو سره یې سرونه ښورول او ویل یې:

خوارکوټې نجلۍ!

غوښتل یې ځان تود کړي.

خو هغوی کې هیڅ یوه هم دا سوچ نه شو کولای چې وړې نجلۍ څه ښکلي شیان ولیدل او په څه پرتم له خپلې نیا سره د نوي کال د خوشالتیا هرکلي ته ورغلې وه.

پای

منبع:

H.C.ANDERSEN, EN EVENTYRLIG DIGTER,2004, 96-97-98 S

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...