د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي څونامي

پوهندوی آصف بهاند||

تاو تریخوالی لکه تندر له بل ځای څخه نه را پریوزي، بلکې همدا ټولنه ده او همدا مشران دی چې له کوچنیانو او ماشومانو سره یې په پوهیدنه یا نه پوهیدنه کې، په رنگارنگ بڼو سره کوي.

زموږ د ګلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترګې او څیرې موږ ته وایي:

موږ د ژوند په هغه پړاو کې یو چېنه غواړو د خبرو اوریدو

په ځای مو پر مخ څپیړې ولگیږي، موږ نه غواړو چې د مثبتو

لوستونو او موزیک د اوریدو پر ځای د ټوپک او بمونو درزا واورو.

*****

د ماشوم د حقونو اړوند، که د افغانستان ټولنه، په ټول کې و ارزول شي،

داسې باید و ویل شي چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره

د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

د کوم دلیل او قانونه له مخې دا کوچنیان وهل شوي او ربړول شوي دي؟

په ټوله نړۍ، په تیره زموږ په هیواد افغانستان کې تجربو ښودلې ده چې له ماشومانو او کوچنیانو سره تاو تریخوالی، د یوې ټولنې د بربادۍ اساس جوړوي. زموږ په ټولنه کې دا منفي کار د سواد، تعلیم او پوهې د نشتوالي یا ضَعف په وجه، له ډیر پخوا نه موجود و او لکه میراث، نوېو نسلونو ته هم رسیدلی دی.

همدې ستونزو ته په کتو سره او د نوي نسل د روزلو له نهضت سره د مرستې په پار، ما گڼېمقالېولیکلې چې یوې ته مې د «له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه» سرلیک وټاکه، په څو برخو کې مې خپره کړه او وروستۍ برخه یې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په اوه ویشتمه نیټه (۲۷/۰۴/۲۰۱۷)پرلیکه شوه.

په یاده مقاله کې مې ښودلي و چې تاوتریخوالی یوازې فزیکي زورنه او وهل ټکول نه دي، بلکې نور ډیر ډولونه هم لري چې د نا پوهیدنې په حالت کې یې زموږ ډیری افغانان خپل حق گڼي. لکه ماشوم یا کوچني ته ښکنځلې کول او چغې ورباندې وهل چې ښایي ځینو مشرانو ته دا یوه ساده موضوع ښکاره شي، خو په دې نه پوهیږي چې ماشومانو او کوچنیانو باندې په قهر چیغې وهل او ښکنځلې کول د هغوی رواني ماڼۍ او د شخصیت غر نړوي او داسې یې له ماتې سره مخ کوي چې بیا د رغیدو او ترمیم نه وي او په حقیت کې موږ راتلونکې ټولنې ته یو معیوب غړي ور وړاندې کوو.

زموږ د ټولنې دا او دې ته ورته په لکونو کوچنیان د خپل ماشومتوب له دوه سلنې حقونو هم نه دي برخمن، مسولیت یې چا ته ور له غاړې دی؟

په تیرو مقالو کې ما د تاو تریخواليدغو ډولونو ته نغوته کړې وه:

زموږ د ټولنې عیني ستونزو او تجاربو ته په کتو سره، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی په لومړي ګام کې په دریو برخو باید و ویشل شي:

۱ــ رواني تاوتریخوالی:

(ژبنی تاو تریخوالی، ډارول، ښکنځلې کول، بد رد ویل، تهدیدول او ډول، ډول نور رواني فشارونه)،

۲ــ جسمي تاوتریخوالی:

(وهل ټکول، شاقه کارونه،جګړو ته اړایستل)

۳ــ جنسي تاوتریخوال.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي دغه ډولونه چې ما په نښه کړي دي، ښايي نیمگړي به وي، خو اساسي برخې یې همدا دي چې هره برخه یې بیا ښايي په څانگو هم و ویشل شي چې له بده مرغه موږ ته او زموږ ټولنې کې یې میراثي بڼه غوره کړې ده او ما یې د حل یوه لار په خپلو تیرو مقالو کې ښوولې وه  چېلنډیز یې دلته بیا را اخلم:

1«د عیني محسوسو تجاربو له مخې چې زموږ ټولنه مطالعه شي، دا ثابتیږي چې هر هغه مشر چې له کوم کشر سره تاوتریخوالی کوي، خامخا له هغه مشر سره د ماشومتوب او کوچنیوالي په دوران کې دې ته ورته تاوتریخوالی شوی دی، چې دی یې اوس په شعوري یا غیر شعوري توګه، په عقدوي ډول له خپلو کشرانو سره کوي.موږ مشران باید دغې ترخې تکراریدونکې تجربې ته او دې ترخه حقیقت ته په کتو سره دې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدو، هغه داسې چې دا قرباني ورکړو چې له موږ سره په شوي تاوتریخوالي سترګې پټې کړو، ور نه تیر شو، څو دا عقده او دا ترخه تجربه چې له نسلونو، نسلونو تر موږ پورې را رسیدلې ده، بل نسل ته و نه لیږدول شي او که یې لکه د تیرو نسلونو په شان چې موږ ته یې را سپارلې ده او موږ یې راتلونکي نسل ته وسپارو، نو له راتلونکي نسلونو سره به مو له دې نه هم ستره جفا کړې وي، لکه تیرو نسلونو چې له موږ سره کړې ده.

کله چې موږ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي له لارې عقدوي چلند کوو، نو په حقیقت کې موږ د هغوی د ذهن په کرونده کې د عقدو او ستونزو تخم کرو چې په زلمیتوب او له هغه نه وړاندې په ژوند کې د هغوی هر څه په زهرو لړي.»

په لومړي سر کې ما په لنډه توگه خپلې لوستلې، په سترگو لیدلې او اوریدلې تجربې درنو لوستونکو سره شریکې کړې او موضوع مې نوره اوږده نه کړه؛ خو اوس یې چې گورم، له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه د یوې سونامي په شان راته ښکاریږي.

په نړیواله، سیمه ایزه او ملي کچه سیاسیون هڅه کوي چې د خپلو شخصي، وطني، گوندي گټو او د خپل قدرت د ساتلو په موخه، د مډیا له لارې د خلکو پام په بل لوري واړوي او په ټولنه کې د شته اساسي ستونزو په باب څوک فکر هم  و نه کړي، چې په یادو هیرو شوو ستونزو کې یوه «له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه» ده. دا داسې ستونزه ده چې که دولتونه، ډلې ټپلې او اشخاص یې هر څومره هیره یا پټه کړي، خامخا یوه ورځ لکه ستره بلا سر راجگوي لکه اوس یې چې زموږ په ټولنه کې سر را اوچت کړی دی.

همدې ستونزو ته په کتو سره په دې نږدې ورځو کې بي بي سي د «سیف د چلډرن» نومې نړیوالې ادارې د مالوماتو له مخې، د افغانستان له ماشومانو سره د تاو تریخوالي په برخه کې یو راپور خپور کړی دی او دا یې لیکلي دي چې «یو نوي سلنه افغان ماشومان له روحي یا فزیکي زور زیاتي ځوریږي»، د بي بي سي د رپوټ په یوه برخه کېداسې راغلي دي:

«یوه نړیوال مرکز ویلي، له ۱۰۰ نه ۹۱ افغان ماشومان د ټولنې یا کورنیو له لوري له یو نه یو ډول فزیکي یا روحي زور زیاتي سره مخامخ دي.

سیف د چلډرن نومې نړیوالې ادارې ویلي دي، نژدې ۵۱ سلنه افغان ماشومان په کورونو کې له روحي زور زیاتي ځوریږي، چې په خبره یې پر ماشومانو چیغې وهل، کنځل یې، د والدینو د بدمرغۍ لامل بلل، له کوره شړل او یا د خوشي کولو ګواښونه په دغو ځورونو کې شامل دي.

د دغه رپوټ چمتو کولو لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون ننګرهار، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو کې له ۱۰۰۰ ډېرو ماشومانو سره مرکې شوې دي. دغو مرکو کې ۱۱ سلنه ماشومانو ویلي چې نامناسب یا لوڅ تصویرونه پرې کتل شوي دي.

اووه سلنه ماشومانو ویلي، چې د لویانو د بدن حساسو برخو لیدو ته اړ کړل شوي دي او یا لویانو د دوی د بدن حساسو برخو ته کتلي دي. نژدې ۵ سلنه مرکه کونکو ماشومانو دا هم ویلي، چې جنسي اړیکو ته اړایستل شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ مرکز سلاکار صفي الله امر خېل له ماشومانو سره جنسي زور زیاتی د دغه رپوټ تر ټولو بوږنوونکې برخه بللې ده.

د نوموړي په وینا د نامناسبو فلمونو لیدو ته د ماشومانو اړ ایستل، د هغوی د بدن حساسو برخو ته کتل د هغوی د جنسي ځورونې لپاره لار هواروي. ښاغلی امرخیل وايي، دغه ډول پېښو کې ډېر مهال بیوزله ماشومانو ته زیان رسېږي.

هغو ماشومانو چې دغه ارزونه کې یې برخه لرله، ویلي، چې ډېری مهال پلرونو، خپلوانو، زورواکو، پولیسو، وسله والو، روحانیونو او د ټولنې یو شمېر نورو کسانو له جنسي پلوه ځورولي دي.

ماشومانو دا هم ویلي، چې د مور، پلار، نژدې خپلوانو، د ښوونځي یا ټولګي مشرانو او صفا کارانو وهلي ټکولي دي، تر ستوني یې نیولي او ان سوځلي یې دي.

ارزونه کې ماشومانو ویلي، چې د مور پلار له لوري نه پاملرنې، د مناسبو خوړو، کالیو او درملو نشتوالي او ناروغیو هم ځورولي دي.

د ارزونې ګډونوالو ماشومانو ویلي، کله چې دوی مېندې، پلرونه شي له خپلو اولادونو سره به هېڅکله داسې چلند و نه کړي، چې دوی سره شوی دی.

ارزونه کې معلومه شوې، چې د ښاري ماشومانو پرتله کلیوال ماشومان له زور زیاتي ډېر ځورېدلي دي.»

ما د تاوتریخوالي په باب د خپلو مقالو (له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه) په لومړۍ برخه کې له دې ستونزې سره د څه کولو په برخه کېداسې لیکلي وو:

«که موږ غلي کینو، چوپتیا او ځان غلی نیول خپله له نوي نسل سره جفا ده، دا په خپله یو ډول تاوتریخوالی دی چې په رڼو ورته ګورو، نوی نسل مو د همدې تاوتریخوالي په پایله کې د بربادۍ کندې ته ور لویږي، که د مخنیوي له پاره یې څه ونه کړو، دا په خپله له هغو سره د تاوتریخوالي یوه ښکاره بیلګه ده.

له کوچنیانو او ماشومانو سره دغه یاد تاوتریخوالی څوک کوي؟ البته چې مشران یې کوي او مشران یې هغه وخت کوي چې په هغوی کې د بې سوادۍ او نا پوهۍ مرض شایع وي. که د عادي لیک لوست په کچه سواد ولري، هغوی بیا مطالعه نه کوي او د سواد لوړې کچې ته، یعنې علمي سواد ته چې هغه د ماشومانو او کوچنیانو او تنکیو ځوانانو روزنه ده، ځان، کورنۍ او ټولنه نه شي ور لوړولی. نو په دې صورت کې نه ماشوم، نه کوچنی، نه نوی نسل او نههم د هغوی حقوق پیژني. په دغسې یو حالت او په دغسې یوه ټولنه او چاپیریال کې چې د بیسوادۍ او ناپوهۍ بلا ور باندې حاکمه وي، بیا نو د مینې او محبت ځای تاو تریخوالی نیسي او کله چې له ماشوم او کوچني سره تاوتریخوالی وشو، پایله به یې دغسې وي لکه زموږ ټولنه او زموږ دا اوسني نسلونه چې د هرې ستونزې د حل لاره په وهلو ټکولو یا ژبني تاو تریخوالي کې لټوي.»

نور ولسونه په څلورو لسیزو کې، د څلورو نسلونو په زدکړو او کړاوونو سره؛ د ښه ژوند، پرمختگ او اقتصاد لوړو پوړیو او د کولتور یو عالي پړاو ته ځانونه رسوي؛ موږ په څلورو لسیزو کې، د څلورو نسلونو په قربانۍ او د سلگونو زرو لیترو وینو په تویدو سره، په ټوله نړۍ کې د تور او بد نامه خاوندان یو او په نړیواله کچه د هر منفي اوبد لست په پیل کې مو د هیواد نوم لیکل کیږي، د جگړې او بدمرغۍ داسې کندې ته ور لویدلي او په داسې مرض اخته شوي یو چې اوس یې علاج له موږ نه څه چې له ټولې نړۍ څخه ورک دی.

ښه!

اوس باید موږ خپله سر په گریوانه کې ښکته کړو او و وایو چې زموږ ټولنه او خلک د فکري او اخلاقي ابتذال دې برید ته رسیدلي دي چې پلار، خپلوان، پولیس او مذهبي مشران پر ماشومانو او کوچنیانو جنسي تیری کوي، له نورو نه بیا څه گیله په کار ده.

د دې ټولو ستونزو له لوستلو او پوهیدووروسته دا پوښتنې پیدا کیږي چې:

ــ پر دې ټولنې او خلکو باندې د فکري او اخلاقي ابتذال دا حالت چا او څنگه راوست؟

ــ دا حالت له کوم رژيم او کومو خلکو سره څنگه راوړل شو؟

ــ دا حالت پر دې ټولنه باندې څنگه حاکم کړای شو چې اوس یې بیخي د یو دود بڼه خپله کړې ده؟

ــ د دې ستونزې د حل لارې یې څنگه پیدا کولای شو؟

ــ تر څو به د دې تباه کونکي سونامي په څپو کې زموږ نسلونه پرله پسې د تباهۍ کندې ته ورلویږي؟

د دې پوښتنو د ځوابونو په باب باید فکر وشي، دولتي مقامات ایله یو پر بل تورونه ولگوي او د یو بل گریوانونو ته لاس واچوي.

دا وسلې که اصلي وي که پلاستکي، خو له کوچنیانو سره د کارولو فکر اصلي او د دوی د ذهن په کرونده کې د زهروړ د تخم په څیر کرل شوی دی، دا تخم د دې کوچنیانو د ذهن په کرونده کې چا او ولې وکاره؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...