د یو باثباته افغانستان لپاره د باسواده ښځو ونډه څومره مهمه ده؟

عبدالقدوسن مقدس ستانکزی ||

حقیقت دا دی چې یو با سواده انسان ته دنیا رڼا ښکاري او د ښه او بد ترمنځ د تفکیک ښه وړتیا لري. او هر هغه څوک چې سواد و نه لري دنیا ورته تیاره او د ښه او بد ترمنځ د ښه تفکیک وړتیا نه لري.

که چیرې افغان میرمنو په تیرو۷۰ کلونو کې زده کړې کړی وای نن به یې اغیز څه وه؟ که چیرې افغان میرمنو په تېرو ۷۰ کلونو کې زده کړې کړی وای نن به د افغانستان وضعیت دومره کړکیچن نه وای. یعني څه؟

مطلب دا چې د قتل او قتال، انسان تښتونې، دښمنۍ او داسې نورو په لسګونو مثالونو او په ټوله کې د افغانستان د غمیزي عمده لامل د ښځو بي سوادي وه او ده. خو باید ووایم چې له بده مرغه زمونږ په هیواد کې تر اوسه پورې په سلګونه زره نجونې نشي کولای زده کړې وکړي او یوازینې علت یې دا دی چې زموږ خویندي نارینه نه دي. که چیرې افغان میرمنو ښې زده کړې کړی وای نو ټولني ته به يې خادمان وړاندي کړی وای نه تروریستان او داسې نور کوم چې ټولنې ته زیان رسوي.

معلومه خبر ده چې د ٪۹۵ تروریستانو او ورانکارو میندي بي سواده دی.

آیا تر اوسه پورې مو د کومې ډاکترې یا کومې مسلکي او با سواده ښځې زوی یا لور لیدلی چې د ټولنې په زیان واقع شوي وي؟ ځواب مو نه دئ او یا هم ډیر کم داسې پیښیږي چې د یوې با سواده ښځې زوی یا لور دې د ټولنې عذاب شي.

د یوه ماشوم د ښې تربيې لپاره د مور رول ډیر مهم دئ خو هغه مور چې بې سواده وي فکر کوي چې هغه به خپل ماشوم ښه تربیه کړي؟

مخکې له دې چې دا سوال ځواب کړم غواړم يو څه ته اشاره وکړم هغه دا چې یوازې مور د ماشوم د تربیې مسؤله نه ده بلکې پلار هم د ماشوم د تربیې مسؤلیت لري خو زموږ د ټولنې په فرهنګ کې ډیر مسؤلیت د مور په اوږو دئ او دا یو غیر عادلانه کار دئ. باید هر پلار د زوی یا لور په روزنه کې پوره ونډه واخلي.

بیرته را ګرځم د پورتني سوال ځواب ته ځواب مو حتمن نه دئ. ځکه چې د ماشوم مور ته دنیا تیاره ښکاري او د ښه او بد تر منځ د تفکیک ښه وړتیا نه لري نو دا ډول مور به څنګه پدې وتوانیږي چې ټولني ته یو خادم وړاندې کړی؟؟؟ د یوي ټولني د پرمختګ اساسي لامل د میرمنو تعلیم دئ! د افغانستان د ۳۸ کلنې غمیزي عمده لامل د ښځو بي سیوادي وه او ده. بالاخره که د افغانستان ولسونه غواړي دی غمیزي ته د پای ټکئ کیږدي او د راتلونکو نسلونو راتلونکې (اینده) تضمین کړی نو د نارینوو د تعلیم تر څنګ دی د نجونو پر تعلیم خاص تمرکز وکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...