د ماشومانو ولسي لوبې- لومړی برخه/ شکرالله لېوال

په پټو سترګو حرکت

په دې لوبه کې لومړی باید ټول ماشومان یو بل ته مخامخ د قطار په ډول ودرول شي. د ولاړو ماشومانو په منځ په ځمکه کې بیاید یو څو توکي په نامنظمه توګه کېښودل شي. وروسته له دې چې ښه ډیر شیان یا توکي په نامنظمه توګه د ماشومانو په منځ کې کېښودل شول، د یو تن ماشوم سترګې دې په ټوګر باندې کلکې په داسې ډول سره وتړل شي چې د هیڅ شي د لیدلو توان ونلري، او همدې ماشوم ته وویل شي چې اوس د ولاړو ماشومانو په منځ کې د نامنظمو توکو په سر په داسې ډول حرکت وکړه چې هیځ کوم شی یا توکی دې تر پښو لاندې نه شي. په دې لوبه کې مهم داده چې کله د ماشوم سترګې وتړل شوې، باید یو تن ماشوم له ځمکې نه هغه نا منظم اېښودل شوي توکي بیرته ټول کړي، خو هغه ماشوم چې سترګې یې تړلې دي؛او غواړي چې حرکت وکړي په دې نه پوهیږي چې له ځمکې نه توکی ټول شوي او لاره د حرکت لپاره صافه ده.

د لوبې اهداف
ماشومانو ته جرأت او فکري متانت ورکول.
لارښوونې

ننداره چیانو ماشومانو ته دا ډیر جالبه لوبه ده، او په دې لوبه کې د ماشومانو کډون باید اختیاري وي.تسهیلوونکی
باید مخکې له دې چې ماشوم سترګې پټې کړي او حرکت کولو ته چمتو شي، دهغه د سترګو په وړاندې یو شمېر قیمتي توکي ( مبائیل، قلم، عینکې، هیندارې…) د ځمکې په سر خواره واره کیږدي، ترځو ماشوم د حرکت کولو په وخت کې زیات احتیاط ته متوجې کړي. هر کله چې ماشوم خپلې سترګې دی ټوکر په واسطه پټې کړې نو تسهیلوونکی باید بیرته خواره شوي توکي له ځمکې ټول کړي. له ولاړو ماشومانو باید سترګه پټې ماشوم ته څه ونه ویل شي چې ګڼې په ځمکه خواره شیان بیرته ټول شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...