خپل کشران له جنسي تېري وژغورئ! || مبارز ځیرمن

فکر کېږي چې په دا وروستیو کې پر ماشومانو د جنسي تېریو پېښې ډېرې شوي، خو داسې نه ده. پر ماشومانو جنسي تېري پخوا هم و او اوس هم شته؛ بلکې اوس تر هغې څو ځلې ډېر دي چې مونږ ترې خبرېږو. ځکه دا ډول پېښې د بېلابېلو عواملو له امله پټې پاتې کېږي.

مونږ خپلو ماشومانو ته د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د پاملرنې او ځان ساتنې په اړه لارښوونې کوو. تر څنګ یې خپله له هغوی کلکه څارنه کوو، خو پر خپلو ماشومانو د کوم ناځوانه د جنسي تېري په اړه مو فکر نه دی کړی او نه یې کوو. پر ماشومانو د جنسي تېري زیان له لوېدنې، په اور سوځېدو، چا سره له لاس اچولو او نورو پېښو ډېر دی. څېړنې ښیي چې له هرو ۶ وړکو یو او له هرو ۴ جینکیو یوه له بلوغ وړاندې د جنسي تېري ښکار ګرځي.

ډېری والدین او مشران فکر کوي چې له کشرانو ښه ساتنه کوي، خو حقیقت دا دی چې د ماشومانو له جنسي تېري ساتنه دومره اسانه کار نه دی. ماشومان به لږ تر لږه له همزولو سره لوبې کوي، له ګاونډیانو کره به ځي، چېرته به په میلمستوب ځي یا به مونږ کره څوک راځي. دغه راز به هغوی له خپلوانو او د زمونږ له نږدې او لرې ملګرو سره ناسته ولاړه کوي. په دغه هر صورت کې پر هغوی د جنسي تېري شونتیا شته. خو چاره څه ده؟ سړی خپل کشران له دغه مواقعو نه شي منع کولی او نه یې څلورویشت ساعته تر سترګو لاندې ساتلی شي! حل لاره دا ده چې دا چاره تر ډېره خپله کشرانو ته وسپارل شي.

داسې فکر مه کوئ چې له کشرانو سره په دې اړه خبرې مناسبې نه دي. سمه ده، دا کار ښه نه برېښي، خو د ویلو زیان یې تر نه ویلو په ځلونو کم دی. که خپلو کشرانو سره په دې اړه خبرې درته ښې نه ښکاري، ایا په نوموړیو جنسي تېری زغملی شئ؟؟! هغوی نن یا سبا، په دې موضوع په یو ډول پوهېږي، خو هغه وخت به ډېر ناوخته وي. راځئ مخکې له دې چې ناوخته شي، لاندې ټکي په پام کې ونیسو.

۱- خپلو کشرانو ته د هغوی د بدن د غړو نومونه وروښیئ او د هر غړي دنده ورته تشریح کړئ. دا کار به له هغوی سره مرسته وکړي چې د اړونده پېښو په صورت کې پرې تاسې سره واضح وغږېږي.

۲- هغوی ته ووایئ چې د بدن ځینې برخې یې محرمې دي. یواځې مور، پلار او د اړتیا پر وخت ډاکتر کولی شي نوموړې برخې وګوري او بس. له دې درې تنو پرته باید هیڅوک اړونده برخې ونه ګوري.

۳- خپلو کشرانو ته ووایئ چې هیڅوک باید د هغوی د بدن د محرمو برخو سره د لاس وهلو اجازه ونه لري. دغه راز، دوی هم باید د چا د یادو برخو سره لاس ونه وهي. په یاد ولرئ چې جنسي تېری له همدغه دوه لارو پیلېږي: یا به یې څوک له اړونده برخو سره لاس وهي یا به له دوی غوښتل کېږي چې د هغوی د بدن یادې برخې لمس کړي.

۴- خپلو کشرانو ته ووايئ چې د ورته پېښې په صورت کې هیڅ شی راز نه دی. هغوی باید په دې اړه له تاسې هیڅ هم پټ نه کړي. هغوی ته وریاد کړئ چې ښایي څوک ورته ووایي چې دا زما او ستا تر مینځ راز دي، په دې اړه باید هیڅوک پوه نه شي، د خلکو د خبرېدو په صورت کې په ستونزه کې لوېږي یا به د خلکو د خبرېدو په صورت کې خلکو ته ووایي چې دا کار د ده خوښه وه؛ خو هغوی باید داسې ونه کړي. هغوی ته ډاډ ورکړئ چې په دې اړه هر څه له تاسې سره پرته له وېرې شریک کړي.

۵- خپل کشران پوه کړئ چې چا ته د هغوی د بدن له محرمو برخو د عکس اخیستلو اجازه ورنکړي. په اوس وخت کې چې کیمره لرونکي موبایلونه له نږدې هر چا سره شته دی، د دې امکان ډېر دی چې څوک د هغوی د بدن له محرمو برخو عکس واخلي.

۶- خپل کشران پوه کړئ چې څنګه په شکمن صورت کې نه، ووایي او له هغه ځایه پښې سپکې کړي. کشران عمدتاً فکر کوي چې مشرانو ته باید د درناوي په سبب هیڅکله نه، ونه وایي.

۷- خپلو کشرانو ته یو شفر وروښیئ چې هغوی پرې د خطر په صورت کې تاسې په جریان کې واچوي. هغوی باید پوه شي چې په کوم صورت کې له چا او څه ډول مرسته وغواړي.

۸- هغوی وپوهوئ چې ښه سړی او بد سړی څه مانا؟ هغوی باید پوه شي چې په پورته مواردو کې پرته له مور او پلار چې ښایي د اړتیا په صورت کې د هغوی محرم غړي وویني یا یې لمس کړي، ورور، تره، ماما، ترور، خاله، تره زوی، کاکا زوی،ترور زوی، استاد، روزونکی، ملګری او بل هیڅوک مستثنا نشته. ان، که هغوی فکر وکړي چې څوک ښه سړی دی یا مسئولیت لري هم باید اجازه ونه لري.

۹- د خپلو کشرانو په ژوند کې د دخیلو خلکو په اړه معلومات راټول کړئ. د بېلګې په توګه د هغوی ملګري، د ملګرو والدین، استادان، روزونکي او… د دې خلکو په اړه له خپلو کشرانو اذادې پوښتنې وکړئ او په تفصیل ورسره وغږېږئ. د تاسې کشران باید له ځانه دفاع ته پاتې نه شي. که د چا په اړه شکمن شوئ، پرته له ځنډه لاس په کار شئ.

۱۰- خپل کشران وهڅوئ چې هر ډول پوښتنې او نظریات له تاسې سره شریک کړي. هغوی باید له تاسې سره د هر ډول پوښتنو او موضوعاتو د مطرح کولو جرآت او اجازه ولري، څو په موقع پوه شي.

۱۱- تاسې ښایي د مسئولیت منونکو مشرانو په توګه هغوی ځینې ځایونو ته له تګ او ځینې خلکو سره له ناستې ولاړې منع کړئ یا مشکوکو خلکو ته له خپلو کشرانو سره د ناستې ولاړې موقع ورنکړئ. ښه ده چې د خپلو کشرانو د ذده کړې، لوبو او ناستې ولاړې چاپېریال له نږدې وګورئ او په اړه یې پوښتنې وکړئ.

۱۲- کشرانو ته ځیرک تلیفونونه، کمپیوټر او نېټ پرته له اړتیا او بې له دې چې محفوظ شوي وي په واک کې مه ورکوئ. د هغوی فعالیتونه او بوختیا په ځیرک تلیفونونو، کمپیوټر او نېټ کې وڅارئ.

۱۳- خپلو کشرانو ته اړونده موارد د بېلګې په توګه او د کیسې په شکل واضح کړئ. هغوی باید پوه شي چې څه، څه وخت او څنګه پېښېږي.

۱۴- که مو کشرانو چا سره له روغبړ او ناستې ولاړې ډډه کوله، په هغوی ټینګار مه کوئ چې دا کار وکړي. هغوی ته نورو ته د درناوي او چال چلند محفوظې لارې چارې وروښیئ. د بېلګې په توګه، هغوی اړ نه دي چې له چا سره په غېږ ستړې مشې وکړي. په ځینې مواردو یا له ځینې اشخاصو سره په لاس یا یواځې په خوله ستړې مشې بسنه کوي. په دې اړه بل چا ته هم د مداخلې اجازه مه ورکوئ.

 ۱۵- خپل کشران د هغوی د عمر او پوهې مطابق وپوهوئ چې ولې باید پورته مواردو ته پام وکړي. که داسې ونه کړئ، هغوی ښایي دا کار هسې وازمایي یا د خوند د احساس په صورت کې پرې خوله پټه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...