په ماشومانو کې د قی او نس ناستي ناروغي

وصیل الرحمن بصیری اوریاخیل –

 هرکال په وروسته پاته نړۍ کی په ملينونو ماشومان د اسهال یا نس ناستي او استفراق چې په طبي ژبه ورته gastroenteritis  ويل کيږي، له کبله مري.

 زموږ په هيواد کې دا نارغۍ د اوړي په موسم کي زياته ليدل کيږي.

 لاملونه

  په فقيرو ټولنو کی ميکروبي ناروغۍ د قی او نسناستې عمده سبب دي. او دا پخپل وار د محيط، خوړو او څښاک د ناولتيا په وسيله رامنځ ته کيږي٠ که څه هم په ماشومانو کی هره ميکروبي ناروغي لکه د غوږ، ستوني ناروغۍ، د سږو ناروغۍ سکاروی (سينه وبغل) او ورته نورې ناروغۍ د اسهال او استفراق سبب کيدی شي، مګر په بېوزلو کورنيو کي ميکروبونه د ناولو يا چټلو اوبو او خوړو له لارې بدن ته لاره مومي.

ناروغ ماشوم د بدن اوبه او مالګه ضايع کوی. نتيجه دا شي چې ماشوم خورا ضعيف او ناتوانه شي. که د ماشوم د بدن مايعات او مالګې معاوضه نشي خدای مکړه د مرګ سبب کيدی شي.

 تداوي

که ماشوم د مور په شیدو تغذیه کيږي، نو بهتره ده چې د تي رودل دوام ومومي. ټول ماشومان اوبو اومالګو ته اړ دي. ترټولو مناسب محلول (ors(oral rehydration salt په نامه ياديږي چې د مالګو او قند نه ترکيب شوی او له اوبو سره ګډيږي.

 ناروغ ماشوم بايد په تدريجي ډول اوبه وڅښي، یعني کوشش مه کوئ چې د استفراق نه وروسته سم دم ناروغ ته ډيرې اوبه ورکړئ، دا ځکه چې ناروغ ماشوم ډيرې اوبه نشي تحمل کولی او د ډيرو اوبو ورکړه د قي يا استفراق د تکرار باعث کېږي.

تر ټولو ښه لاره دا ده چې ماشوم ته صرف د اوبو غوړپ ورکړل شي او لږ صبر وشي او بيا دويم٠٠٠٠٠غوړپونه ورکړو. که وغواړو چې په علمي ډول د ناروغ ماشوم د اوبو ورکړه محاسبه کړو نو د ماشوم د بدن د هر کيلو ګرام وزن په مقابل کې ml 0.5 اوبه په هرو 5 دقيقو کی ورکول کيږي.

د بيلګې په ډول يو کلن ماشوم چې معمولا 10kg وزن لري، که د اسهال او استفراق په ناروغۍ اخته وي نو په هرو 5 دقيقو کې 5 ml اوبه ورکولی شئ.

البته که ماشوم وکړی شي چې همدومره اوبه تحمل کړي، په متوسط ډول په هرساعت کي د اوبو ors  محلول يا د هغه معادل چې په درملتون يا درملځي نه ترلاسه کيږي) مقدار دوه چنده او د څښلو ترمنځ وقفه هم دوه چنده شي٠ که ناروغ ماشوم په دې ډول تداوي شي، تر 6 ساعتو وروسته به وکړای شي چې جامد غذايي مواد يا خواړه لکه وچه ډوډۍ يا وريجي وخوري او تحمل یې کړي.

کوښښ وکړئ چې ماشوم ته غوړ خواړه تر٢٤ ساعتو پوری ورنه کړئ. که بیا هم ماشوم ښه نه وي ژر تر ژره یې روغتون ته ورسوئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...