د لوحې پیشۍ/ ژباړه:عزت الله زاهد

 ټول ځای له ماشومانوڅخه ډک و، ماشومان څوک تنها، څوک یې له مور اوپلار سره درسامۍ دسیل ځای ته راغلي وو.دماشومانودنمانځنې ورځ وه او دماشومانو لپاره اثار اېښودل شوي و.

د ګلشید رسامي ترټولو ښکلې وه، ګلشید یوه رنګه پیشۍ رسم کړې وه، چې ټولو یې ستاینه کوله:

– څومره ښکلې رسامي ده، داسې ښکاري لکه یوه درښتیا پیشۍ.

– یوه پیشۍ هم دومره نه ده ښکلې، په ښایست کې مرغانو اوګلانو ته ورته ده. دغه پیشۍ له رنګا رنګ شاپرکونه هم ښکلی رنګ لري. دپیشۍ لور(پشونګورې) چې دغه ستاینې واوریدلې له ځان سره یې وویل: – ولې ټول دګلشید دکارستاینه کوي؟

ولې یوڅوک زما له ښایست نه یوه خبره هم نه کوي؟ له ټولونه ښه دغه ده چې په لوحه(کاغذ) کې پاتې نه شم، باید ښارته ووځم چې ټول مې دښایست ستاینه وکړي. یوه ورځ پشونګورې له کتلو ورسته تصمیم ونیو، چې له لوحې را ووځي او ښارته ولاړه شي.غوښتل یې چې ټول یې وویني چې هغه ددنیا ترټولو ښکلې پیشۍ ده. څوقدمه نه وه تللې چې یوه موږک ته ور ورسېده. موږک له پشونګورې دومره وډارشو چې ژبه یې بنده شوه پیشۍ وویل:

– ته له څه شي وډار شوې! زرمې له مخې لرې شه. ته نه پوهېږې چې زه دنړۍ ترټولوښایسته پیشۍ یم. هیڅکله تاغوندې نابود شی نه خورم. موږک داسې باورنه کاوه، چې زه به دومره هوښیاروم چې له پیشۍ به یوه ورځ خلاصېږم. موږک په بېړه دپیشۍ خواته ورغئ، چې ولیده چې نه یې پشم شته اونه یې نوکونه شته، فقط رنګ اوکاغذ دي.موږک وویل:

– څومره ښکلې! ته یوه رسامي یې له تاڅخه باید ونه ډارشو. موږک چې ډار وغورځاوه، له ځان سره یې وویل: – پشونګورې! ته یې ډېر ښایسته. زه څومر خوشحاله یم چې نن مې ته ولیدې. باورلرم چې ټول به ستا دلیدوتږي وي. ښه به داوي چې ټول ته ځان وروښیې. زما له نظره ترطاووس هم یې ښکلې ؟

وړوکې پیشۍ چې دموږک په خبرو باور وکړ وویل: – زه غواړم چې ښارته ولاړه شم، ټولو دوستانوته دخبر ورکړه، چې راشي مخکې له دې چې ولاړه شم، ما وویني. موږک له موقع څخه استفاده وکړه په دې پلمه چې دپیشۍ امر پرځای کړي ولاړ. پشونګورې ډېر وخت په دې انتظار ناسته وه، چې اوس به لسګونه موږک زما د لیدلولپاره را شي. پشونګورې ډېروخت انتظاروه، یو موږک هم رانه غئ. پشونګوري له ځان سره وویل:

– موږک ډېر بدرنګه دي، ټول له ماسره کینه کوي، ښه به دا وي چې په خپله لاره ولاړه شم. چې لږ ولاړه، دګلانو یوه ډک باغ ته ورسېده. وړوکې پیشۍ له ځان سره وویل:

– ګلان ډېر ښکلي دي خویو هم دما په شان نه دی ښایسته. ناڅاپه یې غږ واورید: – چیرته ځې؟ پشونګورې کارته پورته وکتل، وړوکی شاپرک یې ولید، چې په ګلونوکې زانګي. سر یې له نازه پورته ونیو، دځان دخوښۍ لپاره یې وویل:

– شاپرکه! ته یې؟ زه په تاپسې ګرځېدم، وایي چې ته يې ډېر ښکلی، ستا په نظر له ماسره په ښکلاکې ځان مقایسه کوې؟ وبه پوهېږې چې زه دنړۍ ترټولو ښکلې پیشۍ یم. شاپرک په مسخروسره وویل:

– څومره بې عقله غږېږې! ته څنګه کولی شې له ماسره ځان مقایسه کړې؟ ستاښکلا درسامۍ له رنګوڅخه ده اوزه په طبعي ډول ښکلی یم. دپشونګورې چې ډېر وخت یې تریخ شوی و، په قهر یې وویل:

– ته څومره کینه کښ یې. مهمه دا ده چې زه له تا څخه ښکلې یم اوزما ښکلا تاته زور درکوي. زما رنګونه چې له کومه شوي هغه په تا پورې اړه نه لري. ته له ماسره کینه کوې او رسامي دپلمه کړه. پشونګورې په شاپرک پسې ټوپ ورواچاوه؛ خوپه بیړه له هغوځایه لرې شو. ولاړه تریوې کرهڼې پورې ورسېده، یوشین ځنګل یې په مخکې و، پرته له وریځې شین اسمان یې په سره و، زیړ غنم باد ښورول، رنګارنګ ګلونه په پولو اولښتیوځلیدل، شاوخوایې خړغرونه ولاړوو، ددغو یې سیل کاوه. پشونګورې له ځان سره وویل:

– دغه ټول ښکلي دي؛ خوزما په شان یوهم ښایسته رنګ نه لري. وړوکې پیشۍ په خپله لاره روانه شوه، چې یوه واړه ډنډ ته ورسېده چې ټول دنیلوفر له ګلانوڅخه ډک و، دخپل انځور په لیدو مصروفه شوه. ناڅاپه یوه تیږه په اوبوکې ولویده، په اوبو کې یې ګرګډولي جوکړل، د پشونګورې عکس پکې ورک شو. پشونګوريې چې سر پورته کړ، په ونه کې یې مرغۍ ولیده. مرغۍ وویل:

– څه خبره ده چې دومره ناز اونخرې کوې؟ پیشۍ چې ډیره په قهروه، زړه یې غوښتل چې مرغۍ ونیسي په حساب یې خبره کړي؛ خو دا اسانه کار نه و. دځان دخوشحالۍ لپاره یې وویل:

– ښه فکر وکړه، زه دماشومانولپاره رسامي شوې پیشۍ یم، ښه راته وګوره، دمرغیانو ملکه نه شي کولی چې په ښایست کې له ماسره ځان مقایسه کړي. مرغۍ ځواب ورکړ: – که ته ښایسته لرې دا کمال درسام دی، که د رسام، کاغذ، بورس اورنګ نه وی ته به هم نه وی، ښه به داوي چې لږ هوښیاره شې. پشونګورې له قهره پر مرغۍ حمله وکړه. هوښیاره مرغۍ په تېزۍ سره د ډ نډ په منځ کې دنیلوفرپه پاڼه کې کېناسته. پشونګورې هم په مرغۍ پسې ډنډ ته ور روانه شوه، چې څنګه یې په اوبوکې پښه کېښوده چمبه یې چوملکه اوککړه شوه.

پیشونګورې چې ډېره وډاره شوه، په بیړه دونې څنډې ته ولاړه اوچملکه چمبه یې په ونه کې برسېره کېښوده چې لمر یې ګرمه او وچه کړي. چې لږ ګرمه شوه له ځان سره یې وویل:

– څومره بدنصیبه یم، چې ښکلې یم او مرغیانې هم کینه راسره کوي، دازمانیمګړتیا نه ده چې ترټولوښکلې یم، په هرصورت زه دځمکې په سر ترټولوموجوداتو ښکلې یم. وړوکې پیشې څوشېبې دمه وکړه. چې چمبه یې وچه شوه بیا په لاره روانه شوه، څو قدمه وړاندې نه وه تللې چې دشاتومچیوته ورورسېده، چې دلارې په ګلانوکې مصروفې وې. پشونګورې ترې وپوښتل: – تاسو څه شی کوئ؟ یوې وړې مچۍ ځواب ورکړ:

– کارکوو! پشونګورې ته ډېره عجیبه ښکاره شوه: کارکړئ؟ ما په ټول وخت کې کار نه دی کړی؛ خودسیل په ځای کې ټول خلک زما ستاینه کوي. ولې ځان په زحمت کوئ چې کار کوئ؟ یوې مچۍ وویل:

-موږ دژوند ددوام لپاره کارکو. ستا په شان نه اوسېږوو، چې ول ورکوې بې مانا خبرې کړې. شرمېږې هم نه!

که ته ښکلې یې په دې خاطر چې ته یې رسم شوې، ته له هغوچاڅخه مننه وکړه، چې ستا تصویر یې جوړکړی. پشونګورې دمچۍ خبرې تحمل نه کړې، نو په دې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...