له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه

پوهندوی آصف بهاند

لسمه برخه

د ماشوم د حقونو اړوند،

که د افغانستان ټولنه، په ټول کې

و ارزول شي، داسې باید و ویل شي

چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له

پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

جګړه او  د تاوتریخوالي نور ډولونه به په ځانګړو ټولنو پورې اړه ولري، خو له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی په ټوله نړۍ کې یوه عامه ستونزه ده، یوازې په دې توپیر چې د تاوتریخوالي درجه او څرنګوالی به فرق کوي.

دا خبره سمه ده چې ماشوم زورونه کومه نوې پدیده نه ده او په ځانګړو ټولنو پورې محدودیږي هم نه، خو د ټولنې د جوړښت او په هغو کې د قوانینو موجودیت یا نشتوالی او بیا که قانون وي هغه څومره او څه ډول تطبیقیږي، هم د تاوتریخوالي په کچې او څرنوالي باندې تاثیر لرلای شي.

ډیر ځلې داسې هم شوي او کیږي چې میندي پلرونه د اولاد راوړلو پروګرام نه لري، خو ماشومداره کیږي او یا یې عمر او تجربه د دې مرسته نه ور سره کوي چې د نوي دنیا ته راغلي ماشوم پالنه او روزنه دې په سمه توګه وکړای شي، کله چې داسې میندي پلرونه نه شي کولای چې خپل ماشوم او کوچني ته په سمه توګه و رسیږي، دا په خپله  له ماشوم او کوچني سره د تاو تریخوالي یو ډول دی.

په پرمختللو ټولنو کې دا یوه منل شوې او عامه خبره ده چې ماشوم دنیا ته راوړل یا ماشوم زیږول یوازې دا نه دي چې وې زیږوه او نور یې په دې ناسمه عقیده پریږده چې: «روزي یې خدای ور رسوي او وزن یې مځکه جګوي»

مخکې له دې چې ماشوم دنیا ته راوړل شي باید کورنۍ (میندې پلرونه) د نوي زیږیدلي ماشوم د جسمي او فکري ودې او روزنې له پاره ټاکلي امکانات او شرایط په نظر کې ونیسي.

ما د دې بحث په تیرو برخو کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي ځینو مهمو برخو ته اشاره وکړه او دا هم و ویل شول چې د تاوتریخوالي یو ډیر ظالمانه ډول چې د ماشومانو او کوچنیانو پر ټول عمر منفي اثر ایښودلای شي، هغه د کم سن ودونه دي او دا کار زموږ په ټولنه کې ښه په درز روان دی. سره له دې چې ټاکلي اړوند ارګانونه کله، کله د دې ستونزې په برخه کې خپل غږ جګوي او د ځینو تصویب شوو او نا تصویب شوو قوانینو یادونه هم کوي، خو دا قوانین څوک په چا تطبیق کړي؟

د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، په افغانستان کې د کم سنه ماشومانو د ودونو د ډیر والي په برخه کې خپل غږ اوچت کړ. په کابل کې د بي بي سي خبریال خوشحال تایب په هغه وخت کې دا موضوع د یوه رپوټ په ترڅ کې داسې څیړلې وه:

«د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په وروستیو کلونو کې په دغه هېواد کې د ماشومانو ودونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون چارواکي په ټیټ عمر کې د ودونو لامل جنګ جګړې، نا امني، د قانون نه پلي کېدل، بېوزلي او ناوړه دودونه په ګوته کوي.

ویل شوي د قربانیانو ډېری یې نجونې دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي سیمه ییزو ادارو ته د رسېدلو شکایتونو پر بنسټ له تېرو څلورو کلونو راهیسې په ټيټ عمر کې د نجونو او هلکانو ودونو د پېښو قربانیانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ ته رسېږي.

د چارواکو په وینا د دغه راز پېښو د قربانیانو شمېر تر دې ډېر زیات دی او په تېرو پنځلسو میاشتو کې ټولې ثبت شوې پېښې د کوچنیو نجونو په زور د ودولو په تړاو وې.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د جنوبي آسیا د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د ماشومانو جبري ودونو شمېر لوړ دی.

نوموړې وايي “په خواشینۍ سره ځینې وخت د ماشومانو حقونه د هغوی د نژدې کسانو لکه مور او پلار له خوا تر پښو لاندې کېږي. چې له هغې ډلې په زور د ماشومانو ودونه دي”

د اغلې سمر په وينا “دا د افغانستان په ګډون په جنوبي آسیا کې د بشري حقونو یوه ستونزمنه موضوع ده. خو په افغانستان کې د جنګ جګړو او تاوتریخوالي دود له امله دا قضیه تر بل هر ځایه ډېره ده”. د ماشومانو حقونو د نړیوالو تړونونو له مخې په ټیټ عمر کې د ماشومانو ودول د ماشومانو له حقونو څرګنده سرغړونه ده.

د افغانستان د مدني قانون له مخې په افغانستان کې د هلکانو لپاره د واده قانوني عمر ۱۸ کاله او د نجونو لپاره ۱۶ کاله ټاکل شوی دی. چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د مشرې په وینا د نجونو لپاره دا عمر ټاکل خپله “جنسي تبعیض” دی. او د دغه قانون د سمون غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي په ځینو برخو کې خپله د قانون جوړونکي قانون ماتوي.

دوی وايي په افغانستان کې د ورته پېښو ډېروالی د قانون منګولو ته د عاملینو نه سپارل دي.

دوی د افغانستان د پوهنې، لوړو زده کړو، ښځو چارو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او عدلي او قضايي ادارو وغوښتل په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي لپاره مرستې وکړي.»

په پاسني رپوټ کې ډیرو مهمو مسایلو ته اشاره شوې او مسولین یا مسولې ادارې هم په نښه شوې دي، خو وروسته له هغه وخته بیا تر نن پورې نه یوازې هیڅ چا یا هیڅ ادارې، هیڅ ډول څه نه دي کړي، بلکې لیدل شوي دي او لیدل کیږي چې د ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په کچه او ډولونو کې نه یوازې کمی نه دی راغلی، بلکې ډیر شوي هم دي، خو د ځواب ویلو څوک نه شته.

زما یوه شاعر دوست، دعاطفي کلماتو په چوکاټ کې، له یوه کوچني سره شوی تاوتریخوالی انځور کړی دی او په پای کې یې ویلي دي چې له دې او دې ته ورته په زرګونو نورو کوچنیانو سره، د شوي تاوتریخوالي د ځواب څوک شته؟ البته چې نه.

د شاعر دوست توري په لاندې ډول دی:

«د هېلمند په اېمرجينسي روغتون کې مې د ټپیانو پوښتنه کوله، ناڅاپه یې د دې ګلالي کټ ته ودرولم، ورلنډ سوم، ما ویل:
بچی څنګه یې؟
ماشوم خپلې رنځورې سترګې په سترګو کې راخښې کړې، شونډې یې مرۍ مرۍ شوې، هېڅ یې ونه ویل، یوازې یې په ځیر، ځیر راته کتل.
د خولې پرشا وخوا یې د درد له لاسه پولۍ ولاړې وې، په ډېره خوارۍ لږ وځګروېده، خو سترګو یې هماغسې زما په سترګو کې ځوابونه لټول. په سترګو کې یې یوه پوښتنه دا وه:
کاکا زه یې ولې داسې کړم؟
دا پوښتنه به څوک ځواب کړي؟
د نړۍ کوم سیاستوال؟ د سیمې کوم استخبارات او د ماینونو جوړولو او خښولو کوم واستاکار؟
د هغې ورځې په سهار مې ګڼ بې لاسو او بې پښو افغانان ولیدل، چې د بېرحمه دوښمن خښو کړیو ماینونو خوړلي وو، خو د دې ماشوم دردمنې سترګې بل ډول وې، دا سترګې حیرانې وې، یوه یوه کمزورې اوښکه په کې ډنډ وه، چې د راوتلو وس یې نه درلوده. د ماشوم شونډې رپېدې، خو هېڅ یې نه ویل، سترګو یې ماته کتل او همدا یوه پوښتنه یې کوله:
د څه لپاره یې داسې کړم؟
ولې؟
ما خو چاته هيڅ نه و ویلي؟ ….
له ما سره د دې پوښتنو ځواب نه و، آیا له تاسو سره شته؟»

زه یې بیا په تکرار سره وایم چې که پر ټولنه باندې د حاکمو ناوړه قوانینو مخنیوی و نه شي، دا قوانین  ونه درول شي یا بدل کړای نه شي، نو به د نورو نا خوالو تر څنګ، له ماشومانو او کوچنیانو سره اوسنی تاوتریخوالی همداسې پسې روان وي او څو نسلونه به بیا، بیا د همدې ناوړه دودونو قرباني وي.

د لسمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...