له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه

پوهندوی آصف بهاند

نهمه برخه

د ماشوم د حقونو اړوند،

که د افغانستان ټولنه، په ټول کې

و ارزول شي، داسې باید و ویل شي

چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له

پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

زموږ په ټولنه کې اقتصادي فقر او فرهنګي فقر لاس سره یو کړی او له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په برخه کې یې داسې غمیزه رامنځ ته کړې ده چې مخنیوی او اصلاح یې لویه حوصله او ډیر وخت ته اړتیا لري.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په پایله کې د ماشوم او کوچني چغې او نارې لکه د اور لوګی پاس خیژي ، خو زموږ په ټولنه کې دغه نارې سورې مشران نه اوري، د تاوتریخوالی عاملین خو یې بیخي نه اوري، هیڅ څوک یې نه اوري، دا ځکه چې زموږ په ټولنه کې، له ماشوم سره تاوتریخوالی تقریباً په یوه قانون بدل شوی دی او دا حالت اوس د یوې سترې غمیزې تر بریده پورې رسیدلی دی.

زموږ په هیواد افغانستان کې  او په تیره بیا زموږ پر ټولنه باندې د ناوړه سنتي دودونو او رواجونو په سیوري کې، د ماشومانو او کوچنیانو د حقونو د تر پښو کولو زمینه ډیره ښه مساعده ده او د اشخاصو او کورنیو د آبرو د ساتلو په غرض، هغه څه چې په ماشومانو او کوچنیانو باندې، په تیره نجونو باندې کیږي؛ اصلا د هیڅ ډول تورو او جملاتو په چوکاټ کې نه شي تشریح کیدلای. د ننګ، غیرت، آب آبرو او… د ساتلو په غرض د ماشومانو او کوچنیانو ټول ژوند د بربادۍ سوځیدونکي اور ته اچول کیږي.

دا هغه خاموش تاوتریخوالی دی چې له کلونو او پیړیو پخوا زموږ پر ټولنه حاکم دی او دا اوسني نسلونه او چیز فهمه خلک که د دې دودونو د له منځه وړلو له پاره څه وکړي ښه تر ښه، که نه په کلونو او پیړیو به راتلونکي نسلونه هم په دې اور کې وسوځي.

د جګړې د قانون د حاکمیت له کبله، په نجونو باندې د زورواکو د نه تیري په خاطر؛ ډیری کورنۍ حاضریږي چې خپلې نا بالغه لوڼې په ډیر کم سن کې په میړونو کړي او په اصطلاح؟ خپله آبرو په ځای کړي، دا چې هغه ماشومه یا نا بالغه نجلۍ ټول عمر ژوند په خپله نه، بلکې لکه مریی د نورو په خوښه تیروي، خیر دی، مقصد دا چې د هغې د کورنۍ آبرو پر ځای وي. مانا دا چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ډیره سلنه، پر ټولنه باندې د ناسمو او ناوړه دودونو د حاکمیت له کبله او د همدې دودنو د سیوري په دایره کې تر سره کیږي.

زموږ په هیواد کې د یوه سالم او قوي حکومت د نشتوالي له کبله د هر ډول قانون مراعات او طرح ناشونې بریښي، ځکه چې د ټوپکي واکدارۍ په رامنځ ته کیدو سره، په لومړي ګام کې د هر ډول قانون د ناکامۍ وجه همدا ټوپکیان دي او بیا هغه کسان دي چې د میډیا په مخ کې د قانون او قانوني ژوند او کار چغې وهي، خو په عمل کې همدا د قانون رامنځ ته کونکي دي چې خپل وضعه کړي قوانین تر پښو لاندې کوي.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي کار هغه وخت شونی دی چې په لومړي ګام کې په ټولنه کې د رایجو ناوړه دودونو او رواجونو ټولنیز بستر کې د دې دودونو ریښې وچې کړای شي. که دا نا وړه دودنونه بدل نه کړای شي، ډیر نور نسلونه به هم د همدې بلاوو خوراک شي.

زموږ د ټولنې د هر قشر کور او ژوند ته چې ور نږدې شې، د ماشوم زورونې او له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي یوه نه، څو ـ څو بیلګې هره ورځ لا هر ساعت لیدلای شئ. له نورو رواني مسایلو نه که ور تیر شئ، د ماشوم او کوچني د بدني او جنسي زورونې بیلګې مو په هر کور او هره کوڅه کې تر سترګو کیدای شي. حتی ماشوم او کوچني ته نه پاملرنه او له هغو سره یوه عادي بې تفاوتي د هغوی ټول ژوند ګډ وډ کولای شي. د ساري په ډول که پر یوې باکره نجلۍ جنسي تیری کیږي، تیری کونکی به خپله وحشیانه جنسي غریزه په ډیرو لنډو شیبو کې ارضا کړي، خو «غم دی د لالي پر سر»، اصلي صدمه هغې نجلۍ ته رسیږي او ټول عمر یې زوروي چې تیری ور باندې شوی وي. هغه نجلۍ بیا نه څوک په کورنۍ کې مني او نه یې له کورنۍ نه د باندې څوک قبولوي، که یې مني یا یې قبولوي، ښايی یوازې د جنسي استفادې له پاره یې وکاروي او بس او هغه څه چې له متضررې سره شوي وي، هغه یې د عمر تر پایه زوروي او لکه دیوال چې ښوره خوري او په پای کې ړنګوي، د همدې جنسي زورزونې او تاوتریخوالي خاطرات هغه متضرر انسان لکه ښوره خوري، روح او روان یې په عذابوي او په پای کې په فزیکي ډول هم له منځه وړي.

ځینې کورنۍ او یا ځینې میندې پلرونه د ماشومانو او کوچنیانو سره خپل کړی یا کیدونکی تاوتریخوالی د «تنبه» تر نامه لاندې توجې کوي، چې دا هم سم کار نه دی. تنبیه، وهل ټکول نه دي، تنبه جسمي زورونه نه ده، تنبیه پرته له جسمي زورونې او وهلو ټکولو هم کیدای شي، مثلاً دا یو ډول تنبیه ده چې ماشوم ته و ویل شي چې: که دې داسې وکړل یاد ې داسې و نه کړل، نو بیا زه هغه وعده کړی کتاب یا پتلون نه در ته اخلم او یا په ورځ یا اونۍ کې چې تا ته یوه یا دوه یا لس روپۍ مور درکوي، هغه به در نه کړل شي.

په ځینو کورنیو کې د وهلو ټکولو په اثر له ماشوم او کوچني نه شین بانجان جوړ کړي، چې بیا و پوښتل شي چې ولې دې ماشوم یا کوچني په ډې ډول و واهه؟ بیا په هسکه غاړه وايي چې: تنبیه هم کله، کله ښه وي.

دلته دی چې له ماشومانو او کوچنیانو سره په چلن او یا تاوتریخوالي په کولو او نه کولو کې د میندو پلرونو او کورنیو د زدکړو کچه، مطالعه او د ماشوم روزنې په باب د دوی مالومات څومره موثره واقع کیږي؟

زموږ د ټولنې د زکړو او پوهې کچه تر دې اندازې ټیټه ده چې همدا اوس هم تر اتیا سلنې ډیرې کورنۍ او مشران د ماشومانو او کوچنیانو د اصلاح له پاره د وهلو ټکولو او بدني تنبیه د نسخې پلویان دي او دوی په خپله دا نسخه پرخپلو ماشومانو او کوچنیانو باندې تطبیقوي.

څنګه چې زموږ په هیواد کې په دې برخه کې کوم قانون نه شته، که وي هم څوک یې نه تطبیقوي، د همدې ستونزو له کبله ټول هغه کسان چې له ماشومانو او کوچنیانو سره عملاً تاوتریخوال کوي، د معافیت د یوه غیر مريي قانون په دایره کې ځان امن احساسوي.

د همدې له پاره د دې برخې کار پوهان په دې نظر دي چې مخکې له دې چې څوک د اولاد خاوند شي باید له ماشومانو او کوچنیانو سره د اړیکو ساتلو او د هغوی د پالنې او روزنې په برخه کې ځینې کورسونه او درسونه تعقیب کړي، خو زموږ په ټولنه کې یې په چا؟ چیرې؟ او څنګه او په کومه بودجه باندې دا کار تر سره کوې؟

دلته «آبۍ ټوله بۍ» ده، دلته میندې پلرونه ځان او ماشوم ته ډوډۍ نه شي پیدا کولای، کورسونه او دا نورې کیسې خو لا په ځای پریږده.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي د غمیزې دایره او لمن دومره پراخه ده چې هر څومره مزل په کې کوي، نه خلاصیدونکې ده او په تیره زموږ په ټولنه کې چې د دې غمیزې په سیمه کې سفر پیل کړل شي، په هر پل کې یې نوې غمیزې او نوې نندارې سره مخ کیدای شې.

د نهمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...