له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه

پوهندوی آصف بهاند

اتمه برخه

د ماشوم د حقونو اړوند،

که د افغانستان ټولنه، په ټول کې

و ارزول شي، داسې باید و ویل شي

چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له

پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

له بده شامته زموږ د ټولنې جوړښت او روابط  له هره اړخه چې وڅیړل شي د اوس له پاره داسې راغلي یا داسې عیار شوي دي چې : پرته له دې چې د ټولنې وکړي پوه شي، د ماشوم زورونې شرایط په کې برابر کړای شوي دي. د ملګرو ملتونونو د روغتیايی سازمان (WHO) د تعریف له مخې: «ماشوم زورونه هر هغه عمل یا نظر ته ویل کیږي چې د ماشوم وجود ته، د ماشوم روغتیا ته، د ماشوم روان ته او د ماشوم نیکمرغۍ ته د تهدید یا ضرر رسولو بڼه ولري چې لومړني او اصلي عاملین یې میندې پلرونه او مسؤل کسان ګڼل کیږي.»

پرته له شکه چې که په افغانستان کې د هرې برخې د وراني دلایل او ریښې ولټول شي، پړه یې پر جګړې او د جګړې پر دوام باندې ور اچول کیږي، له هغو نه یو هم د ماشومانو د حقونو تر پښو لاندې کیدل او له ماشومانو سره تاتریخوال؛ خو له پیل نه بیا تر نن پورې هیڅ چا و نه ویل چې:

ــ دا جګړه چا پیل کړه؟

ــ دا جګړه یې ولې پیل کړه؟

ــ دا جګړه ولې نه بندیږي؟

ــ دڅوک او کوم دلایل د جګړې د دوام سبب دي او ولې؟

ټول هغه کسان، ګوندونه، تنظیمونه او ډلې ټپلې چې یو بل ته د پړه ګوته نیسي، په خپله د چګړې عاملین او د نورو نا روا کارونو تر څنګ د ماشومانو د حقونو تر پښو لاندې کونکي دي. د جنګي ډلو ټپلو په رسمي او غیر رسمي قوانینو کې د ماشوم حقونه هیڅ ډول تعریف او رسمیت نه لري.

هغه عوامل چې زموږ په ټولنه کې د ماشوم زورونې اصلي لاملونه دي، هغه هم له جګړې او جګړه ایزو شرایطو پورې تړل کیږي. د روان پیژندنې کارپوه ښاغلی جعفر احمدی وایي: په افغانستان کې ماشوم رورونه دوه سببونه یا عوامل لري: ټولنیزې ستونزې او د میندو پلرونو د وضعیت څرنګوال.

په عام ډول د هرې ستونزې لکۍ په جګړو پورې نشلول کیږي. همدا اوس په افغانستان کې ګڼ شمیر ماشومان او کوچنیانو د جګړې په پایله کې خپل میندې او پلرونه له لاسه ورکړي دي، دا خپله له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي هغه ډول دی چې له ناورین نه هم اوښتې ده چې د همدې ماشومانو او کوچنیانو ټول ژوند یې ور برباد کړی دی.د افغغانسان رسمي منابع د هغو ماشومانو شمیر چې د جګړې له کبله بې پلاره شوي دي درې سوه زره ښيي. په دې برخه کې دا د وروستي ګزارش لنډیز دی:
«د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي په دغه هېواد کې نژدې ۳۰۰ زره ماشومان بې سرپرسته دي. په دوی کې یوازې څلور سلنو ته دولتي او خصوصي پالنځایونه یا روزنځایونه شته.

اوس چارواکي وايي غواړي د افغانستان په څلورو زونونو کې نوي پالنځایونه جوړوي.»

خو زه فکر کوم چې دا دحل لار نه ده، د حل د لارې لومړی ګام د جګړې درول او د ماشوم د حقونو ته په درنه سترګه کتل او مراعاتول دي.

ښاغلی احمدي د ټولنیزو ستونزو په ډله کې اقتصادي  فقر او فرهنګي ستونزو ته، په علمي او مستندو دلایلو سره اشاره کوي او دا شيي چې له اقتصادي فقر نه را پیدا شوې ستونزې څنګه یو ماشوم ته په ورځني ژوند کې د دې زمینه باربروي چې د ده حقونه دې تر پښو لاندې شي، پر ده دې د جنسي تیري زمینه برابره شي او…

اوس ټول څیړونکي او د ماشوم د حقونو مدافعین او پلویان په دې پوهیږي او عیني شواهدو هم دا ښوولې ده چې زموږ په ټولنه کې د ټوپکي واکدارۍ په حاکمیدو سره  ځینو داسې نا منلي او نا وړه دودونه تقریباً د یوه قانون بڼه غوره کړې ده، چې د نړۍ په هیڅ ځای او هیڅ واکدارۍ کې یې ساری نه شته، لکه «بچه بازي».
د روان پیژندنې کارپوه ښاغلی جعفر احمدی د خپل جالب بحث په لړ کې زموږ په ټولنه کې د «بچه بازي» نا وړه دود ته داسې اشاره کړې ده:

«د افغانستان په ځینو سیمو کې بچه بازي په یوه دود باندې بدله شوې ده چې اصلي عاملین یې سیمه ایز زوراکان دي»

هغه څه چې د «بچه بازي» په ترڅ کې له ماشوم سره کیږي، که له علمي او رواني پلوه  په ژوره توګه وڅیړل شي، په حقیقت کې په ژوندیني د تل له پاره د ماشوم د روان وژل دي، د دې کارونو په پایله کې ماشوم ته دومره رواني صدمه رسیږي، چې د راتلونکي ژوند ټولژ نا خوالې یې له همدې ستونزې نه سر چینه اخیستلای شي.

په افغانستان کې د ماشوم زورونې له پاره بل چاپیریال له کورنۍ نه د باندې د ښوونځي چاپیریال دی.

په افغانستان کې د ښونخي چاپیریال د پرمختللې نړۍ د ښونځیو له چاپیریال سره دومره توپیر لري چې هیڅ د مقایسې وړ نه دی. د افغنستان د ښونځیو په چاپیریال کې د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ اصلي ستونزه د مسلکي او په خپلو رشتو باندې د پوهو او مسلکي ښونکو نه شتون دی، کله چې خپله ښونکي په څه پوه نه شي او ګڼط ستونزې ولري، څنګه کولای شي چې زده کونکي ته څه ور زده کړي. زده کونکي ماشومان د ژوند ډیره وخت د ښوونځي په چاپیریال کې تیروي او د ښونځي په چاپیریال کې له بده مرغه چې تر ښیګڼو بد ګڼې او منفي شیان ډیر دي لکه:

ــ له ګڼو ستونزو نه ډار،

ــ له زده کونکو سره په بیلابیلو نومونو تبعیض،

ــ تحقیر او توهین،

ــ او له ټولو نه مهمه او خطر ناکه مسأله د ماشوم بدني تنبه ده.

د افغانستان د ښونځیو په چاپیریال کې دا او دې ته ورته نورې ګڼې ستونزې د دې سبب کیږي چې د ماشومانو د جسمي او رواني زورونې له پاره زمینه برابره کړي چې په پایله کې یې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي زمینه برابریږي چې د ټولو مسببین مشران دي.

د اتمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...