له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه

پوهندوی آصف بهاند –

اومه برخه

د ماشوم د حقونو اړوند،

که د افغانستان ټولنه، په ټول کې

و ارزول شي، داسې باید و ویل شي

چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له

پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

څنګه کولای شو چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د جنسي تاوتریخوالي مخه ونیسو؟

له هر څه مخکې د دې خبرې یادول اړین ګڼم چې د نورو ټولنو او نورو خلکو په پرتله زموږ ټولنه او خلک په لږ نه، بلکې ډیر ټوپیر کې سره واقع دي. افغانان د ژوند په هره برخه کې له نورو سره په توپیر کې دي، حتی له خپلو ګاونډیانو سره؛ د همدې له پاره که پر تاوتریخوالي خبرې کیږي هم د افغاني ټولنې د ځانګړنو په نظر کې نیولو سره باید خبرې پرې وشي او که له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي پر لارو چارو هم څوک بحث کوي، باید د افغاني ټولنې د ځانګړو رواجونو او نرخونو ته په کتو سره دا کار تر سره شي.

ټولې میندې او ټول پلرونه په کورني چاپیریال کې دننه، باید پرته له ستونزو نه هغه څه تر سره کړي چې له ماشومانو سره د جنسي تاوتریخوالي په مخنیوي کې ډیر اساسي رول لري.

هیڅ کله اړینه نه ده چې میندي پلرونه دې فکر وکړي چې له لویو ستونزو سره مخ دي، دوی کولای شي په ډیرو ساده الفاظو سره ماشومان پوه کړي چې په ورځني ژوند کې باید څه وکړي او له خپلو مشرانو سره څه ډول چلن وکړي، څو د دې زمینه مساعده نه شي چې د ماشومانو او مشرانو اړیکي دې د خړپړتیا تر بریده ورسیږي، البته هغه میندې پلرونه چې سواد لري او د لوړو زدکړو خاوندان دي او د معلوماتو کچه یې لوړه ده، په دې کار کې به ډیر بریالي وي. دوی کولای شي له خپلو لوستل شوو او لاس لرلو معلوماتو نه په استفادې سره، هر کله ماشوم ته ټاکلې او ځانګړې لارښونې وکړي.

دا ډیره اړینه ده چې ماشوم پوه کړای شي چې دوی خوندي دي او په امن چاپیریال کې ژوند لري، او د دې مفهوم لیږدول او ماشوم ته یې ویل په یوه وار نه کیږي، باید د ورځني ژوند په لړ کې څو ځلې ورته و ویل شي او پوه کړای شي.

دا په یاد ولرئ چې که ماشوم د دې خبرو د اوریدو یا پوهیدو له پاره چمتو نه وي، ډیر ټینګار کول هم ښه نه دي، حتی میندې پلرونه کولای شي چې له خبرو نه سوا د ځینو لوبو په ترڅ کې هم دا موضوعات ورته بیا، بیا و وايي او له دې وړاندې په هر ډول چې ماشوم او کوچنی ځان آرامه احساسوي، په هغه ډول او هغه حالت کې دې ور ته و ویل شي.

د دې له پاره چې له جنسي پلوه ماشوم د امنیت او خوندیتوب احساس وکړي، باید میندې پلرونه یې پوه کړي چې د لمبلو په وخت کې مور یا پلار او د صحي معایناتو په وخت کې ډاکتر حق لري چې د ماشومانو په بدن لاس و وهي، خو شرط به یې دا وي چې مخکې له مخکې ماشوم په دې کار خبر کړي او اجازه ور نه وغوښتل شي، د ماشوم له اجازې پرته هیڅ څوک حق نه لري چې د ماشوم بدن لمس کړي، په داسې مواردو کې ماشوم د «نه» ویلو حق هم لري.

د میندو پلرونو دنده ده چې ماشوم ته د «نه» ویل ور زده کړي، «نه» ویل د ماشوم حق دی، څو چې د یوه کار کولو ته ماشوم ذهناً چمتو نه وي، په جبر او زور ورباندې د څه منل سم او علمي کار نه دی. زموږ په ټولنه کې ښايي داسې و انګیرل شي چې: هر هغه ماشوم چې «نه» وايي بې تربیه او بد ماشوم دی، په داسې حال کې چې د متمدنو او پرمختللو ټولنو مثبتو تجربو دا ثابته کړې ده چې میندې او پلرونه باید ماشوم ته په ځینو مواردو کې د «نه» ویل ورزده کړي. «نه» ویل د ماشوم حق دی. که څوک په ماشوم د جنسي تیري تکل وکړي او ماشوم «نه» ورته و وايي، دا څه بدي لري؟ په دې ډول ماشوم دا زده کوي چې د خپل بدن او د خپلو احساساتو اختیار په خپله لري.

میندې او پلرونه دا باید ماشوم ته ور زده کړي چې راز باید راز پاتې نه شي، هر هغه څه چې دی رنځوي او د راز په ډول یې ذهناً په عذابوي، باید خپلو میندو او خپلو پلرونو ته یې و وايي. میندې او پلرونه باید په دې پوه شي چې د ماشوم زورونې تر ټولو اصلي عامل د رازونو پټول دي. ماشوم باید په دې پوه کړای شي: هر هغه څه چې د ده په خوښه نه وي او د ده د آزار سبب کیږي، باید پټ پاتې نه شي.

ماشوم باید پوه کړای شي چې که ډار، پریشاني او منفي احساسات د ده ګناه نه ده او د هغو ویل به دوی ته کومه ستونزه نه جوړوي. ماشوم باید پوه کړای شي چې داسې رازونه او ستونزې له میندو پلرونه نه علاوه، دوی کولای شي له خپلو خویندو ورونو، نږدې کورنیو دوستانو، ښوونکو، روان پیژندونکو  او ډاکترانو سره هم شریک کړي.

له مور پلار او ډاکتر نه پرته، هر چا چې د ماشوم د بدن د لمسولو تکل وکړ، ماشوم حق لري چې شکایت وکړي او د اعتماد وړ شخص ته راپور ورکړي او خپل شکایت ور ورسوي.

د ماشوم د بدن د لمسولو په برخه کې باید و ویل شي چې د ماشوم ډارول او تهدیدول هم جُرم ګڼل کیږي، خو له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې د یوه قوي حکومت او په دې برخه کې د یوه ټاکلي قانون د نشتوالي او د ماشوم د حقونو د نه مراعاتولو له کبله، ډیر ځلې د ډارولو او تهدید نه په استفادې سره د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي او حتی د همدې ډارولو او تهدید نه په اسفادې سره پر ماشومانو جنسي تیري هم شوي دي چې د ځینو شکایتونه او غږونه تر میډیا پورې هم رسیدلي دي.

لکه مخکې چې یادونه وشوه هغه حقونه چې ماشومان او کوچنیان په پرمختللو ټولنو کې لري، په افغانستان کې یې نه لري او که چیرې د کاغذ پر مخ لیکل شوي هم وي، څوک یې نه مراعاتوي او نه ور پسې ګرځې. د ماشوم د حقونو اړوند، که د افغانستان ټولنه، په ټول کې و ارزول شي، داسې باید و ویل شي چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

د تاوتریخوالي له ډولونو څخه هر ډول چې تاسو را واخلئ او دا ماشومان په کې و ارزوئ، لیدل کیږي چې د زیږیدو له ورځې چې د دوی حقونه تر پښو لاندې کیږي بیا تر پایه چې دوی د ماشومتوب له نړۍ نه د لویانو د ژوند دایرې پښه ور ږدي، حقونه یې نه مراعاتیږي.

د اومې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...