له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه

پوهندوی آصف بهاند

شپږمه برخه

د ماشوم د حقونو په رڼا کې،

که د افغانستان ټولنه، په ټول کې

و ارزول شي، داسې باید و ویل شي

چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له

پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

تاوتریخوالی، په تیره له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی په ټوله نړۍ کې یوه منفي پدیده ده، په بدو یادیږي، خو بیا هم دا عمل په نړیواله کچه شته او په تیره زموږ په ټولنه کې داسې برید ته رسیدلی دی چې یوازې د یوې سترې غمیزې نوم ښه صدق ور باندې کولای شي.

له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی اوس څه په نړیواله سطحه او څه زموږ د وطن او ټولنې په کچه کومه نا آشنا پدیده نه، بلکې ډیری یې پیژني او په دې هم یا لږ یا ډیر پوهیږي چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي عمل یو منفي عمل دی، خو بیا هم په بیلابیلو ډولولونو تر سره کیږي، د منفي پایلو په باب یې لږ کسان پوهیږي چې څومره ورانونکې څپې لري. همدا اوس که په ټولنه کې د ډیری نا خوالو روانې ریښې را وسپړل شي، مالومه به شي چې ریښې یې په هغه تاوتریخوالي کې نغښټې دي، چې په کوچنیوالي کې له ماشومانو او کوچنیانو سره شوي دي.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ډیره سلنه د لویانو په هغو نه پاملرنو کې ریښې لرلای شي چې له وړو سره په بیلابیلو بڼو تر سره شوي دي. ماشومانو او کوچنیانو ته نه پاملرنه په هره برخه کې، په هره بڼه چې وي، او په هر حالت کې چې وي، نا سم، غیر عاطفي او منفي کار دی، خو په دغو لاندو برخو کې نه پاملرنه د ماشوم او کوچني په راتلونکي ژوند کې ژورې منفي اغیزې درلودلای شي:

ــ د ماشوم او کوچني صحي مسایلو ته نه پاملرنه،

ــ له خوراکي توکو نه د ماشومانو او کوچنیانو بې برخې کیدل یا بې برخې کول،

ــ د ماشوم او کوچني جسمي او روحي ودې ته نه پاملرنه،

ــ ماشوم او کوچنی په داسې حالت کې پریښودل او هغه ته نه پاملرنه چې هغه دې مخدره توکو ته لاسری پیدا کړي او د هغو د مضراتو د خطر په دایره کې راګیر شي،
ــ دغه راز له ټولو نه مهمه دا چې ماشوم او کوچني ته دومره نه پاملرنه او په داسې چاپیریال کې یې ساتنه او لویونه چې هغه دې له زدکړو محروم او لرې پاتې شي.

هغه ماشومان او کوچنیان چې په کورنۍ کې دننه او یا له کورنۍ نه د باندې، له جسمي او روحي پلوه د لویانو د نه پاملرنې په دایره کې را ایساریږي، هغوی په خپل راتلونکي ژوند کې له بیلابیلو روحي او جسمي نا خوالو سره مخ وي، په کورنۍ او ټولنه کې ډیر منزوي، وي او له خپلو همځولو او د کورنۍ له غړو سره یې اړیکي ډیرې لږې او کمزورې وي او دغه حالت د دغسې ماشومانو او کوچنیانو پر رواني روغتیا او د اعصابو پر ښه والي ډیره نا وړه اغیزه کولای شي.

دغه راز که ماشوم او کوچنی په کوچنیوالي کې د نورو محرومیتونو د منفي اغیز ترڅنګ د جنسي تاوتریخوالي مزه هم څکلي وي، نو د هغه راتلونکی شخصیت له رواني او عاطفي پلوه دومره تاواني کیږي، چې رغول یې ستونزمن نه، بلکې ناشوني وي. حتی که په کورنۍ کې د ننه د یادو ناخوالو څخه کومه یوه موجوده وي او په څوځلي د ماشوم او کوچني په مخ کې تکرار شي، د ماشوم په شخصیت باندې دومره نا وړه اغیز کوي، تر دې بریده چې د هغه رواني او عاطفي نړۍ به د هغه په راتلونکي ژوند کې له رواني ټپونو څخه ډکه وي.

زموږ په ټولنه کې رواني عملي او عیني ستونزو دا ثابته کړې ده چې په کوچنیانو کې سترس، عاطفي او رواني ستونزې، په نیغه د ماشوم زورنې، وهلو ټکولو سره ژورې ریښې لري. په کورنۍ کې دننه د لویانو په منځ کې هر ډول ستونزې چې رامنځ ته کیږي، باید هڅه وشي چې ماشومان او کوچنیان له هغو څخه  لرې وساتل شي. په دې چې له لویانو نه ډیر ژر ماشومان او کوچنیان هغه منفي کړه وړه اغیزمن کولای شي. د ساري په ډول په یوې کورنۍ د کوم مشر نا روغه کیدل، مړینه، د ښځې او میړه په منځ کې د ګډ ژوند ستونزې او…

که د مشرانو له لوري د داسې ستونزو د رامنځ ته کیدو په وخت کې که په علمي ډول د ماشومانو او کوچنیانو جسمي او رواني مسایلو ته پاملره و نه شي او هغوی د دې ستونزو د منفي څپو په دایره کې واقع کړای شي، دا ماشومانو او کوچنیانو ته د نه پاملرنې لوی ډولونه دي او پایلې به یې ژر یا وروسته نه یوازې د کورنۍ ماشوم او کوچني ته منفي او ورانونکې وي، بلکې د کورنۍ د ټولو غړو له پاره به منفي نتایج ولري.

زموږ په ټولنه کې تجربو په وار، وار ښوولې ده چې هغه کورنۍ او میندې پلرونه چې له فقر سره لاس ګریوان وي، ډیر سترس لري او تل پریشانه او خوا بدي وي؛ دوی تل خپلو بچو ته پوره پاملرنه، نه شي کولای، نو هماغه ده چې ماشوم او کوچنی له ډیرو عاطفي او جسمي ښیګڼو محروم او د رواني او جسمي کړاوونو زمینه ور ته برابریږي چې دا خپله له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي یو ډول شمیرل کیږي. هغه کوچنیان چې په کم سن کې له داسې حالاتو سره مخ وي، په لویوالي کې په رواني او جسمي ستونزو د اخته کیدو ښه زمینه ور ته برابریدی شي.

له هغه چا سره چې په کوچنیوالي کې ډیر تاوتریخوالی شوی وي او د همدې تاوتریخوالي سره یو ځای لوی شوی وي، په لویوالي کې هغوی خپله د رنګارنګ تاوترخوالي مسببین کیدای شي، ځکه چې د تاوتریخوالي رنګارنګ بیلګې دوی له ماشوموالي نه د خپل ذهن په تاخانو کې ساتلي وي، پر دوی دغه منفي تجربې عملي شوې وي، ځکه یې په لویوالي کې بیرته پر بل نسل یا نورو ماشومانو باندې تطبیقوي.

زموږ په ټولنه کې په سلهاوو لا زرهاوو ځلې د کم سن د ودونو بیلګې لیدل شوې دي او همدا اوس هم دا غمیزه روانه ده. تجربو ثابته کړې ده چې د لږ سن درلودونکي میندې پلرونه، په تیره کم سنه میندې، چې زموږ په ټولنه کې یې بیلګې ډیرې دي، د ټاکلې تجربې د نه درلودلو او د ټاکلو شیانو د نه پوهیدنې په صورت کې خپلو بچیانو ته پوره څه چې، لږه پاملرنه هم نه شي کولای، نو هماغه ده چې پر ماشوم او کوچني باندې رنګارنګ ستونزې غالبیږي او همدا نه پاملرنه هغوی له ډیرو ستونزو سره مخامخ کولای شي، نو ځکه ماشوم او کوچني ته د کم سنه میندو پلرونه نه پاملرنه په خپله د تاو تریخوالي یو ورانونکی ډول دی چې د ماشوم او کوچني جسمي او رواني روغتیا ته ژور ټپونه ورکولای شي.
دغه راز زموږ په ټولنه کې تجربو دا هم ښوولې ده چې د ماشومانو او کوچنیانو د پاملرنې او نه پاملرنې په برخه کې، د بې سواده میندو پلرونو او باسواده میندو پلرونو د چلن په منځ کې لوی توپیر لیدل کیږي. دغه راز د لږ تحصیل درلودنکي میندې پلرونو او د ډیرو زدکړو خاوند میندې او پلرونو د چلندونو په منځ کې لوی توپیر موجود وي. تجربو ښولې ده چې د باسواده او لوړو زدکړو درلودونکې میندې پلرونو توجه ماشومانو او کوچنیانو ته ډیره وي او له هغو سره د چلن په څرنګوالي باندې هم ښه پوهیږي او په نسبي ډول له بې سوادو میندو پلرونو نه ډیره پوهه لري چې باید ماشومانو او کوچنیانو ته څه ډول پاملرنه وشي.

دغه راز هغه ډله کوچنیان چې په نا امنه ټولنه کې زیږي، رالویږي او هره ورځ نا امني ګوري او پر خپل بدن او روان باندې یې تجربه کوي، هغوی په راتلونکي ژوند کې ډیر بې اعتباره او د نا امنۍ احساس کوي او د ډیر سترس درلودونکي وي. چې دا هم د ټولنیز تاوتریخوالي په تر ټولو خطرناکو ډولونو کې راتلای شي.

که همدا اوس د تاوتریخوالي په ترویج کې د ټولنې او رسنیو پر رول خبرې وکړو، ویلای شم چې له میندو پلرونو او له کورنیو نه د میډیا بیلابیل ډولونه د تاوتریخوالي په ترویج کې زښت ډیر رول لري. هره ورځ د جګړې خبر، د وژلو خبر، د چادونو خبر د غلاوو او شکونو خبر او…

د ساري ډول چیرې چادونه کیږي، مثلاً یو تلویزیون د خپل کانال او خپرونو د مهموالي او شهرت له پاره غواړي د همدې چاودنې خبر لومړی او ښه غوړ او څورب خپور کړي. په چاودنه کې پنځه مړه پنځه څلویښت ټپیان شوي وي، دوی نه وايي چې ۵ مړه او ۴۵ ټپیان دي، دوی وايي چې په چادونه کې پنځوس تنو ته مرګ ژوبله واوښته. خلک نه پوهیږي چې څو مړه دي او څو ټپیان دي. چې دا په خپله په ټولنه کې د تاوتریخوالي د رواجولو سبب کیدای شي.

دغه راز تجربو ښوولې ده چې زموږ ډیری تلویزیوني کانالونه جنګي فلمونه خپروي، چې دا په خپله پر ماشومانو او کوچنیانو کې د تاوتریخوالی زړی کري. دلته ډیر مسولیت میندو پلرونو ته ور له غاړې دی چې ماشوم او کوچني ته د څه ډول پروګرامونو د لیدلو اجازه ورکړي او له کومو یې منع کړي.

په دې ډول لیدل کیږي چې زموږ په ټولنه کې ماشومان او کوچنیان له څلورو خواوو نه د تاوتریخوالي د سوځونکو لمبو په دایره کې را ګیر وي. په کورنۍ کې تاتریخوالی، په ښونځي کې وهل ټکول، په کوڅه کې زورول او تښتول، په ټولنه کې هر ډول تاوتریخوالی او په پای کې د میډیا له لوري د عاطفي او معلوماتي مسایلو پر ځای، جنګي فلمونه او جنګي خبرونه او ډیر ځلې په خپلو سترګو د چاوددنو او وژنو لیدل؛ دا هر څه تا تریخوالی دی.

په دغسې شرایطو کې باید لومړني مثبت ګامونه له فرد نه، له مور نه، له پلار نه، له میندو پلرونو نه را پیل شي او په مثبت ډول له کورنۍ نه د کار او ښوونځي او بیا په ټولنه کې رواج کړای شي او میډیا کې دې هم د مسلکي کسانو په ګمارلو سره د منفي شیانو د مخنیوي په خاطر هلې ځلې پیل شي.

د شپږمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...