ماشومان ماشوم نصاب غواړي/ پاکیزه ارزو

هیلې ته د هغې د ښوونځي په پښتو کې کتاب کې یوه  جمله ورزده کوم . اس ځغاستي  او ششنېږي. هغه دا جملې نه شي تلفط کولای وایي، اسپ زلا خاستي او ششلنېږي.  د همدې کتاب د بل مخ جمله. ی، یاقوت. یاقوت سره کانړه ده. هیله یې داسې راته ووایي،  یاقوت سره کامره ده..

  زه ورته دا جملې په سم بڼه وایم او هیله یئ راته بیا هغه خپله غلطه بڼه تکراروي او دا تکرار تر لسو ځلي هم دېر تکرار شي مګر هیله نه شي کولای هغه سمه تلفظ کړي. کله چې نه شي تلفظ کولای   په ژړغوني غږ راته وایي ، نور دغه درس نه وایم.

 بله پاڼه ورته واړوم هغه کې هم همداسې کلمې دي لکه؛ پ ، پرچم، ژ، ژونال، ټ ، ټماټر، م، مړږ  ع، عراق، ج، جنت، ی، قوت، ی، یوه، ی، یوم ، ک، کانړه ( کاڼی) او نورې ګڼې  داسې نه اشنا کلمې شته چې ماشوم  نه وي اورېدلي او دا اورېدلو شیانو تشریح ورکول او د هغوی ذهن باندې منل هم ګران وي.

د ژونال، کانړه، ټماټر او  پرچم کلمې ورته ژباړم، ټماټر یعنې سور بانجان کانړه یعنې ډبره، ژورنال یعنې خبر او  پرچم یعنې بیرغ . د بیرغ  کلمې په اورېدوو هیله خوشاله شي وایي هغه زموږ بیرق درې رنګه لري…. خو په کتاب کې زموږ بیرغ نه وي د پرچم له کلمې سره  د ګاونډ هېواد د دوه رنګه بیرغ تصویر لګېدلای وي. هیله راته وایې دا خو زموږ بیرغ نه دی.

اواز د الله ج نعمت دی. جهاد په موږ فرض دی. هر پاک مومن جنت ته ځي.  الله ج ‎،مومن، جنت او  جهاد معنا پوهول د ماشوم ذهن له ګڼو پوښتونو سره اخته شي. الله څوک دی؟ جنت څه شی دی؟  جهاد څه ته وایي. هیلې ته وایم چې الله ج په اسمانو کې دی. راته وایي ولې زه نه وینم.  ځواب کې ورته وایم چې غټه شي بیا پوهېږې چې چیرې دی. بیا وایي جنت ته څه وخت ځو؟  زه ورته وایم چې غټه شې بیا ځو او همداسې پوښتنې چې شپږ کلنې هیلې ذهن  یې نه مني او ما ته وایي عمه ته درواغ وایي. هغه غواړي الله ج ویني جنت ته لاړه شي  او جهاد ورکړي زه یې غلطوم او دا  نه غلطېږي.

  لکه زموږ هیله همداسې نورې ماشومانې او ماشومان هره ورځ د دغه درنو کلمو په نه زده کولو ښوونځي ته د نه تګ پلمې کوي او کله دا درسونه  ورته یاد کړې زړه تورې شي.

د خصوصي ښوونځيو له امادګۍ څخه نیولې تر دریمه ټولګې ډېر پیچلي موضوعات د ماشومانو په کتابونو کې لیکل شوي، د ماشوم ذهن  په اخېستنه کې ګیر وي او د کتابونو شمېر بیخي ډېر دي او د ماشومانو په اوږو بار دي.

د خصوصي ښوونځیو  نصاب د پاکستان د خصوصي ښوونځيو له نصاب څخه کټ مټ راخیستل شوي.  په دغه کتابونو  کې په اوږدو پرګرافونو کې پیچلي موضوعات لیکل شوي. د دغو موضوعاتو محتوا او نورو موضوعاتو جبري له یاده کول، اکثرو ماشوم تنبله او مایوسه کوي او له د دوی علاقه له تعلیم سره غوڅېږي او ښوونځي ته یوازې د ساعترۍ لپاره ځي.

د ښوونځیو د اماده ګۍ ټولګي کې د قرانکریم په مضمون کې شپږ کلمې د قرانکریم د اخري سپارې اوږدې سورې په ماشومانو خفظ کېږي ، چې دا کار د ځینو ماشومانو لپاره ستونزمن دی او هغو درنو کلمو تلفظ د کلمې مانا په بله بیایی او هغوی نه شي کولای هغه درنې کلیمې په سم ډول تلفظ کړي او یاده کول خو ورته بیخي په غره ختل ښکاري.

دا منو  په ښوونځیو کې ځیني ذهن او زیرک ماشومان شته، چې فطري استعداد لري او هر څه په ډېره اسانۍ زده کوي، خو د داسې زده کوونکو شمېر کم دی او ښایي په یوه ټولګي درې یا څلور تنه وي، چې ژر درس زده کوي او پاتې نورو د درس زده کړې فیصدي متوسطه او یا ډېره کمه ده او هغوی ته دا درسونه ډېر ګران ښکاري او کله چې په ټولګي کې نه شي لوستلای احساس د کمترۍ باندې اخته کېږي او هم خپل جرات بایلي.

ماشومان د هېواد د راتلونکې جوړونکې دي. په ښوونځيو کې د دوی روزنه ډېر زیاته پاملرنه غواړي او هغه څه، چې دوی د ښوونځي تللو ته هڅوي هغه کتابونه او ښوونیز محیط دی. د اکثرو خصوصي ښوونځیو  نصاب د ګاوندي هېواد  کاپي پېسټ دي او هماغه د جهاد او جنت خبرې پکې ځای شوي دي. له بدمرغه د خصوصي ښوونځیو په نصاب باندې نظارت نشته، چې وکتل شي چې په ښوونځيو کې  څه ډول نصاب او کومه مفکوره  طبیقېږي.

تعلیمي نصاب د پوهنېز نظام  په بهیر کې تر ټولو مهم اصل او بنسټ دی، چې د همدغه اصل په اساس دغه نظام پر مخ ځي او زده کونکي په فکري لحاظ روزي او همدا روزنه د هېواد د راتلونکې ضامن دی او له دغې روزنې څخه راتلونکي نسلونه خپلې ټولنې رغوي او د ورکړل شوي پوهې په بنسټ حرکت کوي.

د خصوصي ښوونځيو د تعلیمي نصاب ژبه دېره درنه ده. په لومړینو زده کړو د درسي کتابونو موضوعات د ماشوم د  اخیستنې له سویې سره برابر نه دي.  د ماشوم ادبیات او دغه ادبیات په تدریس کې کارول د ماشوم حق دی. ماشومانو ته د ماشوم په خوږه ژبه  نصاب برابر ول حیاتي موضوع  او لوی مسولیت دی.

  هیله ده راتلونکې ته پوهنې وزارت  دغې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي او په ټولو ښوونیزو مرکزونو او ښوونځيو کې نصاب د پوهنې وزارت سره په همغږئ جوړ او تدریس شي.

پاکیزه ارزو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...