کورنۍ او د ماشوم په کړنو او روزنه د هغې اغیز

کورنۍ د ماشوم په کړنو او روزنه ژور اغیز لري، نو اړینه ده چې د کورنۍ د څرنګوالي اهمیت، په کورنۍ کې د ماشوم موقعیت، د والدینو مینه، له ماشوم څخه د والدینو هیلې او د کورنۍ ټولنیز میراث په اړه بحث تر سره شي.

ځکه کورنۍ لومړنۍ مؤسسه ده، چې شخص له ټولنیز ژوند سره بلدوي، همدا کورنۍ ده، چې په هغه کې ماشوم نورو ټولنیزو مؤسساتو ته پاملرنه کوي. کورنۍ هغه ځای ده چې دلته د ماشوم د شخصیت بنسټ ایښودل کیږي. پر ماشومانو به د کورنۍ اقتصادي، فرهنګي، علمي او ټولنیز وضیعت اغیز هم وڅیړو.

همدارنګه د کورنیو ټولنیز موقعیت او دهغې تأثیر د ماشوم په کړنو او روزنه به بحث وشي .

د کورنۍ اهمیت :

کورنۍ یو ټولنیز واحد ده چې د خاوند ښځې او اولادونو څخه جوړه شوي ده. یا کورنۍ داسې یوه ډله ده، چې دهغې غړي د واده پواسطه له یو بل سره تړاو مومي. کله چې په دې کورنۍ کې ماشوم پیدا شي، نو د ماشوم ذهن د یوې سپينې پاڼې په څیر وي، همدا کورنۍ ده، چې دغه سپینه پاڼه ډکوي، د کورنۍ تأثیر لومړنۍ او دوامداره دی. د کورنۍ افکار، ټولنیز موقعیت، د تعلیم کچه، دودونه، عقاید او تمایلات د ماشوم په رزونه کې اغیزمن رول لري. هغه کورنۍ چې د ماشوم بنسټیزو اړتیاوو ته پام کو ي او هغه کورنۍ چې نه يې کوي تأثیرات يې سره توپير لري. هغه عادتونه چې ماشوم يې په کورنۍ کې تر لاسه کوي کیدای شي عقلاني یا غیر عقلاني وي. په کورني کې ماشوم ځينې شیان قصدي او ځينې غیرې قصدي زده کوي. د قصدي شیانو په زده کړه کې د ماشوم چمتو والی اړین دی. ماشوم په کورنۍ کې ډيرې تجربې خاصلوي، له دې کوچنې چاپيریال نه د لو يې نړۍ سره اشنا کیږي. ماشوم په کورنۍ کې ډیرۍ شیان د تقلید له لارې زده کوي. ماشوم ډیرۍ عاطفي څرګندونې له مور پلار څخه زده کوي. ماشوم د ځینو لویانو په څیر چارو ته ژر تعمیم ورکوي.

په کورنۍ کې د ماشوم موقعیت :

په کورنیو کې د ماشوم وضع او موقعیت توپير لري، هغه کورنۍ چې یو ماشوم لري اوهغوی چې ډیر ماشومان لري، د عمر په لحاظ هم ماشومان په کورنۍ کې بیلابیل موقعیتونه لري، جینکۍ او هلکان په کورنیو کې خپل خپل ځای لري، ښايسته ماشومان له بدرنګو ماشومانو سره د کورني موقعیت له مخې توپیر لري او همدارنګه لایق د نالایقو ماشومانو سره هم په کورنۍ کې په یوه سترګه نه کتل کیږي، چې دا ټول مسایل د ماشومانو په وضع باندې اغیز اچوي او د  شخصیت جوړیدنې په برخه کې اړین موضوعات دي. له دوی سره دوالدینو اړیکې په دوی تأثير لري، دلته کله کله والدین ماشوم حسد او کینې کولو ته په زوره ور کش کوي. ماشوم کله له والدینو سره مینه کله نفرت کوی یانې کله چې والدین د ماشوم د میل مطابق عمل وکړي نو له هغوی سره مینه او که يې خلاف عمل وکړ بیا ترې نفرت کوي. په کورنۍ کې د ماشوم اړیکې له خپلو وروڼو او خویندو سره د ماشوم اړیکې د بدني او ټولنیزو مهارتونو د زده کړې سبب کیږي. هغوی چې خور ورور لري او هغوی چې خور او ورور نه لري یو له بله سره فرق لري او نور …په خپل منځ کې د ماشومانو اړیکې د هغوی د عقلي، ټولنیزې او عاطفي ودې سبب کیږي. ماشوم د بلوغ نه وړاندې او د دې دورې په لومړیو کې د مور پلار کړنو ته متوجه کیږي یانې مخکې يې هر څه په پټو سترګو منل خو اوس په ځینو وختونو کې د هغوی په کارونو او کړنو نیوکه کوي. بلوغ ته په رسیدو سره په ماشوم کې د استقلال طلبۍ حس پیدا کیږي. خو دلته ځینې ټکي باید وڅیړل شي.

لومړي : ځینې ماشومان د بلوغ په دوره کې کافي وده نه لري خو علاقه لري چې آزادي ولري.

دویم : ځینې والدین فکر کوي چې ګواکې د دوی بچیانو کافي وده نه ده کړي نو ځکه د دوی په هر کار کې مداخله کوي.

دریم : د والدینو له خوا د ماشوم کړنو ته ارزښت ورکول کیږي او له هغوی له اندازې لوړې هیلې لري، یانې د خپلو رفتارونو کچه د ماشوم د رفتار د اندازه کولو وسیله جوړوي.

څلورم : والدین یاید یوه لاره غوره نه کړي، یانې نه ډیر محدودیتونه او نه هم ډیره آزادي ماشوم ته ورکړي، بلکې د هغه د ودې په نظر کې نیولو سره هغه په دایمي توګه رهنمايي کړي او د هغوی باور جلب کړي تر څو د ستونزو په وخت کې خپلې ستونزې بې له کومې ویرې ور سره شریکې کړي، خو د ماشومانو تکیه باید ډیره په خپل ځان وي او استقلال يې زیانمن نه شي.

د والدینو د مینې څرنګوالی:

هر وګړی د والدینو مینې ته اړتیا لري. څوک چې له دې بې برخې کیږي د نا امنۍ احساس کوي، بې مینې وي، سوړ او د ژوند نه خوند نه شي اخیستلای. خو هغوی چې مور او پلار له مینې برخمن وي؛ په ځان باوري وي، سکون لري، د اخلاقي قوانینو پابند وي، د سازګاری توان لري. کله کله مور او پلار له جملې د یوه مینه بل جبرانوي چې پدې وخت کې ماشوم ډیر زیان نه ويني. دوالدینو واقعي مینه ډیره اړینه ده، نه بې مورده مینه. ویل کیږي چې میندې له اولاد سره ډیره مینه لري، خو ځینې وخت پلرونه هم داسې کیدلای شي، حتی ځینې نور کسان هم. ځینې وخت والدین د مختلفو لاملونو په اساس له اولاد نه نفرت کوي، خو کیدای شي مشکل خپله په والدینو کې وي.

کله کله ماشومان په داسې وختونو کې چې د والدینو بې مینې توب او نفرت وګوري په بدني روان ناروغیو اخته کیږي، یانې بدني نخښې لري خو سرچینه يې رواني ده لکه : الرژي، د نفس تنګيدا، د ماشومانو سرکشي او ماشومان پرخاشګر اوظالم روزل کیږي؛ ځینې وخت همدا ماشومان د تسلیمیدو حالت غوره کوي، د والدینو هر روا اوناروا امر مني، ترڅو مینه يې ځانته جلب کړي. ځينې بیا خیالاتو ته تسلمیږي له نورو سره راشه درشه نه کوي. ذکي ماشومان د والدینو بې مینې توب ښه احساسوي او سر ورباندې نه ګروي. خو که له ماشوم نه د مختلفو لاملونو په اساس زیاته څارنه کیږي او له حد نه زیاته مینه ور سره کیږي بیا هم د ماشوم په زیان تمامیږي، لکه: د ټولنیز او عقلي لحاظه وروسته پاتې کیږي، آزادي یې سلبیږي، په نورو تکیه يې زیاتیږي، شرمناک، خجالتي وي ځکه ټولنیز نه وي ډیری وخت د مور پلار سره وي. خو ځینې وخت د مور پلار د ملاتړ له وجې ښه تحصیلي پرمختګ هم کوي. ښوونکی باید د داسې ډول ماشومانو د والدینو ځای ناستی شي.

د والدینو هیلې :

والدین کله له خپلو اولادونو روا او کله ناروا غوښتنې لري. که چيری د والدینو غوښتنې د ماشوم د وړتیا او خوښې مطابق وي، نو غوښتنې يې سمې بللی شو، خو که غوښتنې يې د ماشوم له وړتیاوو پورته وي نو دلته يې غوښتنې ناروا دي. کله يې چې غوښتنې سرته ونه رسیږي نو ماشوم ترټي او مینه يې ور سره کمیږي. د والدینو دا ناروا غوښتنې مختلف لاملونه لري. لکه د ماشومانو څخه د زیاتو پيسو ګټلو هیله، د هغوی څخه د ډاکټر یا بل څه کیدلو هیله……

کورنۍ او ټولنیز میراث :

کورنۍ لومړنۍ مؤسسه ده چې ماشوم له ټولینز ژوند سره اشنا کوي. په کورنۍ کې ماشوم ټولنیزو مؤسساتو ته پاملرنه کوي. سره له دې چې په ښوونځي کې مطالعه ماشوم په منظم او علمي ډول له ټولنیزو مؤسساتو او د يوې ټولنې په ژوندانه کې د هغوی له ونډې سره بلدوي، په همدې ډول د کورنۍ مذهبي تمایلات، د هغوی نظر او له بیلابیلو مؤسساتو سره د هغوی اړیکه له دا ډول مؤسساتو سره د ماشومانو پر علاقه او تړاو ډیر اغیز لري. ماشوم په کورنۍ کې د ټولنې له کلتور سره بلدیږي او همدا رنګه د والدینو سره د اړیکو لرولو او د هغوی د کړنو د لیدو له کبله د ژوندانه لارې او دټولنې له ټولنیزې فلسفې سره بلدیږي.

د کورنۍ عاطفي فضأ :

د کورنۍ د عاطفي فضأ نه مقصد د کورنۍ د  غړو تر منځ چال چلند او د اړیکو ډول دی. د کورنۍ د غړو تر منځ اړیکې کیدای شي په دریو شکلونو څرګندې شي. لومړی ډیموکراتیکې اړیکې. دویم مطلقې آزادې اړیکې. دریم دېکتاتورې اړیکې. لومړی دیموکراتې کورنۍ : دا هغه کورنۍ دي چې انساني او عقلاني چال چلند پکې رایج وي، د کورنۍ هر غړی د احترام وړ وي، منظم د کارونو ویش او د مسؤلیت شتون لري، د هر چا نظر ته احترام موجود وي. د دې کورنۍ ماشومان هم له ټولو خپلو حقوقو نه برخمن وي او په ډیره ښه فضأ کې يې خپلې غوښتنې منل کیږي.

دویم مطلقې آزادې کورنۍ :

هغه کورنۍ دي چې څوک په چا کار نه لري، هر څوک د خپل مېل او علاقې مطابق کړنې تر سره کوي، کیدای شي ځینې وخت د یو بل غوښتنې په ټکر کې سره را شي چې د شخړو لامل کیږي او ژوند ستونزمن کیږي، چې په پایله کې کورنۍ متزلزله کیږي او د تزلزل نخښې يې د ماشومانو په کړنو کې څرګندیږي؛ ماشومان يې خپلسري، بې پروا، بې نظمه، بې مسؤلیته او بې هدفه وي، له نورو سره ګډ ژوند نشي کولای په ډیرۍ مواردو کې له ناکامۍ سره مخ وي.

دریم دېکتاتوره کورنۍ :

دا هغه کورنۍ دي چې د دېکتاتورانه اصولو تابع وي، دلته معمولاً د ماشومانو وده محدودیږي. دلته یو نفر د نورو په کړنو او رفتارونو حاکم وي. علت يې دا ښودل کیږي، چې دېکتاتور فکر کوي دی له نورو ډیره تجربه لري، د نورو ګټو په اړه دی ښه فکر کولای شي، په ټولو کارونو کې د خپل نظر د پلي کیدلو حق دی لري.حال دا چې په شخصي مسایلو او ستونزو کې دی دومره مالومات نه لري او بله دا چې د هر کس تجربې محدودې وي. دا وضع په ماشوم هم تأثیر کوي، په دې کورنۍ کې ویره او د وحشت فضأ خوره وي، د ماشومانو اړتیاوو او تمایلاتو ته پام نه کیږي، مینه نه وي، ماشوم هم د نورو په څیر د دېکتاتور په وړاندې ارزښت نه لري؛ نو ماشوم د امنیت احساس نه کوي، متزلزله وضعیت لري، د کارونو د ترسره کولو په موخه نه پوهیږي او د دلیل پوښتلو جرأت نه لري. دلته ماشوم په ظاهر کې تسلیم خو په اصل کې به اضطراب اخته وي، دښمني پالي، نورو ته آزار رسوي او متعصبه وي. همدارنګه د دې کورنیو ماشومان له نورو سره یو ځای ژوند نشي کولای، په عاطفي او ټولنیزه برخه کې يې وده کمه وي، په ډله ایزه کارونو کې برخه نه اخلي، متزلزل او ضعیف النفس وي، مسؤلیت نه مني، لویانو ته په ښه نظر نه ګوري، نا لایقه او ناکام شخص وي.

متزلزلې کورنۍ :

تزلزل یا په خپل منځ کې د کورنۍ شلیدنه د ماشوم په وده او کړنو اغیز لري. تزلزل د مور یا پلار له مړینې او یا د هغوی د طلاق وروسته رامنځته کیږي. دلته د درې کلن ماشوم او لس کلن ماشوم تر منځ چې په کورنۍ کې يې تزلزل را منځته کیږي توپير شتون لري. هغوی چې د یوه مینه بل پوره کړي، نو بیا دومره نه ناراحته کیږي. کوچنۍ ماشوم په لومړیو کې کیدای شي د مور یا پلار مړینه دومره ناراخته نه کړي، خو دوخت په تیریدو سره يې د نه شتون منفي اثرات احساسیږي او ماشوم ناراحته او مضطربه کیږي.

د کورنۍ ټولنیز موقعیت:

د کورنۍ طبقاتي وضع د ماشوم پر کړنو اغیز لري. په هره ټولنه کې مشخصې او ټاکلي طبقې شتون لري. دا طبقې کیدای د اقتصادي وضعې، دندې او حرفې، د روزنې د سطحې، د کورنیو سوابقو او له بیلابیلو ټولنیزو ډلو سره د کورنۍ د تړاو تر اغیز لاندې ځانګړی شکل غوره کوي یا په طبقو ویشل کیږي.خو په ډیرۍ مواردو کې د شتمنۍ په اساس د کورنیو طبقې تقسیم بندي کیږي.د شخص طبقاتي وضع په هغه ډله پورې تړاوو لري، چې شخص ور پورې تړلی وي.

طبقې د بیلابیلو ځانګړتیاوو درلودونکي وي. لومړی طبقه له داسې وګړیو څخه جوړه ده، چې غالباً کورنۍ يې پخوانۍ وي، میراثي شتمنۍ ولري، د جایداد او ځمکې خاوندان وي، ځانګړي(خصوصي) انجمنونه لري، په ټولنیزو کارونو کې چې د دوستۍ بڼه ولري ګډون کوي، د ښار په خورا غوره کورونو کې اوسي، د ټولنیزو سازمانونو په سر یا رأس کې اوسي، ډیرۍ ماشومان خصوصي ښوونځیو ته لیږي. دوهم منځنۍ طبقه ده چې د ټولنې بنسټ جوړوي. د دې طبقې نظریات ملي وي، وګړي يې ډیری په ټولنیزو سازمانونو کې د فعالو غړیو په توګه ګډون کوي، د ټاکلي دندې خاوندان وي، عواید يې د لومړی طبقې له عوایدو کم دي، شخصي کورونه لري، په کار او فعالیت باور لري، په نفس يې باور لوړ وي، ښوونیز سیستم د دوی په لاس کې وي یانې ښوونکي او مسؤلین يې دوی وي، ښوونه روزنه د پرمختګ وسیله ګڼي، کورنۍ يې پراخ ثبات لري او د هیواد ښوونیز سیستم د دې طبقې د اړتیاوو مطابق چمتو کیږي. دریمه طبقه له داسې وګړیو نه جوړه ده، چې د پراخو ستونزو سره مخ وي. غیر متخصص او یا نیمه متخصص وګړي د دې طبقې لومړی برخه جوړوي. دوی ځمکې او جایدادونه نه لري، په پخوانیو کورونو کې اوسیږي، کورنۍ ډیر پایښت او ثبات نه لري، له لسو کالونو وروسته يې اکثریت یو له بله طلاق اخلي. د دې طبقې دویمه برخه وګړي له یو بله نه ډیر طلاق اخلي، ژر خپلو دندو ته تغیر ورکوي، لږ شمیر ماشومان يې پوهنتون ته لاره پیدا کوي او ډیری وخت لیسه هم نه بشپړوي.

د ماشومانو د طبقاتي وضعې مطالعه له ښوونکو سره مرسته کوي، تر څو د هغوی په رفتارونو وپوهیږي. امکانات يې درک کړي او له هغوی سره مرسته وکړي.

درنښت

ترتیبوونکی : سیدشاه ګل ویاړ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...