ماشومانو ته د اسدالله بلهار جلالزي ډالۍ

۷ قلم

قلم یمه نری مې نوک

نه وهمه څوک په سوک

اشنایان  مې هلکان

چې مکتب ته وي روان

ښه يي پاک ښکلي مخونه

ښایسته يي لابکسونه

رنګینې کتابچي دي

په لاره يي کیسي ي

********

۸ موږک

دا لوی موږک څالاکه دی

لکۍ کې لږ بی واکه دی

په خپله نعلبکي ته ځي

بورې اوشیرینې ته ځي

بریت يي لا اوږده ګوره

غاښونه يي تیره ګوره

له پشو څخه په ډار دی

زښته زیات هوښیار دی

********

۹ دهقان    

زما کاکا دهقان دی

ډیرراباندې ګران دی

سهار وختی وی باغ کې

پر ونو د چارماغ کې

ښه چوڼ چوڼ مرغۍ کوي

ډیر يي په مستۍ کوي

دی ښه وهی بیلونه

خوښ يي ټول ګلونه

********

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...