راځئ د افغان ماشومانو له پاره ولیکو!/ جاوېد اوربل

راځئ د افغان ماشومانو له پاره ولیکو، د کیسو او شعر لیکلو د هغې سیالۍ نوم و چې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې له خوا پیل شوې وه.

په دې سیالۍ کې د افغانستان د مختلفو سیمو د لیکوالو ۸۰ کیسې او شعرونه راټول شول او د یوې کمیټې له خوا کیسې او شعرونه د کتاب په بڼه د چاپیدو له پاره انتخاب شول.

اوس دا ۸۰ کتابونه هم په پښتو او هم په درې چاپ شوي دي. یاده موسسه چې په کومو ولایتونو کې فعالیتونه لري هلته د کتابونو د وړیا ویش لړۍ هم شروع شوې ده.

په دې کیسو کې زما درې کیسې هم د ارزونې کمیټې له خوا انتخاب او چاپ شوې.

د دې لړۍ کیسې، شعرونه یا کتابونه د ماشوم عمر ته په کتو په څلورو کټګوریو ویشل شوي دي.

لومړی کټګوري: له ۴ څخه تر ۶ کلنو ماشومانو له پاره ( له ښوونځي څخه مخکې د زده کړو دوره)

د دې دورې له پاره زما یوه کیسه هم انتخاپ شوې ده.

نوم یې دی د میرویس رنګین کتاب

دا کتاب ټول پنځلس مخونه لري.

پر پښتۍ یې د یوه شین کالي ماشوم عکس دی چې میرویس نومیږي او په سرو جامو کې یې خور نازو ورسره ده.

ch

میرویس یو کتاب لري چې ګیدړه نومیږي.

نازو غواړي چې کتاب یې وګوري خو میرویس بخیلي کوي او کتاب نه ورکوي. هغه خفه کیږي خو پلار یې څو ورځې وروسته ورته څو رنګین کتابونه راوړي. میرویس غواړي چې د نازو کتابونه وګوري خو هغه یې نه ورکوي.

پلار یې د دې حالت په لیدو، دواړه کښینوي او ورته وايي چې د کتابونو په شریکولو کې بخیلي مه کوئ.

دا کیسه د ماشومانو سره مرسته کوي چې زده کړي د کتابونو د شریکولو ګټه دا ده چې دوی به د یوه کتاب یا د یوې کیسې پر ځای ډیرې کیسې ولولي او ډیر څه به ترې زده کړي.

دوېمه کټګوري: د ۷ او ۸ کلونو ماشومانو له پاره ( د ښوونځي د اول او دویم ټولګي زده کوونکي)

دریمه کټګوري: د ۹ او ۱۰ کلونو ماشومانو له پاره ( د ښوونځي د دریم او څلورم ټولګي زده کوونکي)

د دې کټګورۍ له پاره هم زما یوه کیسه انتخاب شوې ده.

د کیسې عنوان دی (د مینې ببری)

دا کتاب ۲۳ مخونه لري.

2

مینه یوه چالاکه او خوشطبعه نجلۍ ده.

نیکه یې ورته د ببري بوټی راوړی دی او دا له هغه سره ډیره خوشاله ده.

خو نه پوهیږي چې ببری څنګه ښه وساتي.

کله یې کوټې ته راوړي، په سیوري کې یې ساتي. کله یې تر څادر لاندې پټوي او که هم شیدې او ډوډۍ د هغه ګلدان ته اچوي. دا خو لا څه کوې کله چې د خپلو نانځکو لاسونه سره کوي د هغه لاسونه هم په نکریزو وهي.

خبرې کوونکی ببری له مینې سره غږیږي او دا وعده ورنه اخلي چې نور به ببری په سیوري کې نه ساتي، لمر ته به یې ږدي او اوبه به ور اچوي او هغه به هم د دې د نانځکو په واده کې برخه اخلي.

دا کیسه ماشومان له طبیعت سره بلدوي او ور زده کوي چې څنګه ونې او بوټې وساتي او هغوی ته زیان ونه رسوي.

څلورمه کټګوري: د ۱۱ او ۱۲ کلونو ماشومانو له پاره (د ښوونځي د پنځم او شپږم ټولګي زده کوونکي)

د دې کټګورۍ ماشومانو له پاره هم زما یوه کیسه انتخاب شوې ده.

د کیسې عنوان دی (د شپونکي ډالۍ)

دا رنګین کتاب ۴۳ مخونه لري

2

کیسه د یوه وړوکي شپونکي ده چې هم مکتب وايي او هم وزې څروي.

هغه خپل کتاب له ځانه سره وړي او کله چې وزې خوراک کوي نو دی مطالعه کوي.

یوه ورځ ډیر سخت باران کیږي چې ږلۍ هم ورسره وي.

ناڅاپه شپونکی د غرونو د یوې اوږدې سلسلې په منځ کې سیلاب ګوري چې غونډۍ غونډۍ راروان دی.

شپونکی له هماغه ځایه رامنډه کوي او کلیوال خبروي چې له کورو ووځي.

د کلي خلک پر وخت خبریږي او ماشومان او قیمتي شیان راخلي او دا وخت هم پیدا کوي چې د کلي خواته د سیلاب د ختو پر ځای د ریګو ډکې بوجۍ کښیږدي.

د شپونکي دا کار ستایل کیږي، د مکتب اداره ورته ډالۍ ورکوي خو د کلي مشر وايي چې زه به یو بایسکل هم ورته په ډالۍ کې واخلم.

دا خو یوازې زما د دریو کتابونو لنډه معرفي وه. د دې ۸۰ کیسو او شعرونو په منځ کې ډیرې نورې خوږې کیسې او شعرونه شته.

که چیرې د دې کتابونو سیټ هرې افغان کورنۍ ته ورسیږي نو بیا دا ستونزه چې افغان اکثره ماشومان تر ډیر ناوخته پورې هم کتاب له مخې نه شي لوستلی، کمیدلی شي.

تر څنګ یې په دې کتابونو کې ډیر ضروري پیغامونه دي چې ماشومان یې په زده کولو د ټولني موثر غړي جوړیدلی شي.

د افغان کتاب چاپوونکو ټولنو څخه مو هیله دا ده چې دا هر یو کتاب په زرګونو نسخې چاپ او تر افغان ماشومانو یې ورسوي.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...