له ماشومانو او کوچنیانو سره/ پوهـندوی آصف بهاند

د تاوتریخوالي ستونزه

پنځمه برخه

زموږ د ګلایو ماشومانو او کوچنیانو سترګې او څیرې

موږ ته وایي: موږ د ژوند په هغه پړاو کې یو چې

نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ

څپیړې ولګیږي، موږ نه غواړو چې

د مثبتو لوستونو او موزیک

د اوریدو پر ځای

د ټوپک او بمونو

درزا واورو.

له نن څخه شاو خوا پنځه میاشتې وړاندې ما د دې لړۍ په لومړۍ برخه (له ماشومانو او کوچنیانو سره

د تاوتریخوالي ستونزه، لومړۍ برخه) کې، د ماشومانو او کوچنیانو د روزنې او زدکړو په برخه کې، د کوچنیانو ادبیاتو ته د پاملرنې نه مخکې، یوې بلې موضوع ته داسې اشاره کړې وه:

«زه فکر کوم چې د ماشومانو او کوچنیانو د روزلو په پروسه کې د دوی د ادبیاتو له رامنځ ته کولو او غني کولو نه مخکې باید د هغه تاو تریخوالي مخه ونیول شي چې زموږ د ټولنې ماشومان او کوچنیان ور سره مخ دي. د کور له چاپیریال نه نیولې تر کوڅې، له کوڅې نیولې تر وړکتون (که وي)، له وړکتون نیولي تر ښونځې او له ښونځي نیولې بیا تر ټولنې پورې. زموږ په ټولنه کې د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی د یوې داسې نه لیدونکې سونامي حیثیت لري چې زموږ د ټولنې په یوې محسوسې اوعیني ستونزې بدله شوې ده او دا سونامي هر نسل، هره لسیزه، هر کال، هره میاشت هره اونۍ، هره ورځ، هر ساعت، هره دقیقه او هره شیبه د سل ګونو او زرګونو ماشومانو او کوچنیانو اوسنی او راتلونکی ژوند ځپي او د تباهۍ کندې ته یې سر له اوسه ور پورې وهي.»

څنګه چې ما د دې مقالو په تیرو برخو کې هم له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي پر ډولونو خبرې کړې وې، په هغو ډولونو کې یې یو ډول چې زموږ په ټولنه کې یا د چا ور ته پام نه دی او که د یو نیم ور ته پام هم وي، دومره په جدي سترګه نه ور ته ګوري، د ټولنې ډیره سلنه خلک یوازې له ماشومانو او کوچنیانو سره د جنسي تاو تریخوالي په باب فکر کوي، او د ماشومانو او کوچنیانو روحي زورونې ته یا د چا پام نه دی او که وي هم دومره یې مهمه نه ګڼي.

په افغانستان کې که هر ولایت، هر ښار، هر کلی او یا هر کور په نظر کې ونیول شي او تر څیړنې لاندې ونیول شي، هلته به له ماشوم سره د تاوتریخوالي یوه نه، بلکې ډیرې بیلګې ولیدل شي. د ماشومانو او کوچنیانو روحي زورونه سره له دې چې د تاوتریخوالي د نورو ډولونو په پرتله لوړه سلنه لري، خو د چا ور ته پام نه دی. نه اړوندې ادارې سر پسې ګرځوي او نه هم د کورنیو ور ته پام دی، په داسې حال کې ښايي د روحي زورونې او تاوتریخوالي پایلې، د تاوتریخوالي له نورو ډولونو نه خطرناکې وي او په نتیجه کې ماشومان او کوچنیان هم له رواني پلوه او هم له صحي او فزیکي پلوه د تباهۍ کندې ته ور پورې وهي.

د امریکا د کلفورنیا په پوهنتون کې د اروا پوهنې یوه څیړونکې په دې برخه کې داسې وايي:

«د ماشوم زرورنې ډیره برخه، ماشومانو ته د عاطفي نه پاملرنې زیږنده ده، چې په بیلابیلو ډولونو تر سره کیږي. لکه:

ــ روغتیايي لارښوونو ته نه پاملرنه،

ــ لوږه یا خوراکي توکو ته د ماشومانو او کوچنیانو نه لاسرسی،

ــ د ماشوم او کوچني جسمي او روحي ودې ته نه پاملرنه،

ــ ماشوم او کوچني ته داسې نه پاملرنه چې هغه له مخدره توکو سره د روږدي کیدو پولې ته ورسیږي،

ــ د ماشوم او کوچني زدکړو ته نه پاملرنه…»

څنګه چې ما مخکې هم یادونه کړې وه، اوس بیا هم ټینګار کوم چې که په ماشومانو او کوچنیانو کې د تاوتریخوالي ریښې لټول کیږي، لومړی باید له کورنۍ څخه راپیل شي، ځکه چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي د ډیرو برخو سر چینه کورنۍ ده، په تیره د رواني او فزیکي تاوتریخوالي ریښې. مثلاً په کورنیو کې ماشومانو او کوچنیانو ته د میندو او پلرونو عاطفي نه پاملرنه، له وړو سره رواني تاوتریخوالی دی چې په راتلونکي ژوند کې هغوی له رنګارنګ ستونزو مخکې کولای شي.

له هغو ماشومانو او کوچنیانو سره چې میندو پلرونو عاطفي بې توجهي کړې وي، هغوی تل ګوشه نشینه وي او له خپلو همځلو او ټولنې نه ځان لرې ساتي، کله چې دا ډول ماشومان له ټولنې او همځولو نه لرې وي، د هغوی پر بدني او عصبي ودې باندې منفي اثرات پریښودای شي او په پای کې یو معیوب انسان ور نه جوړیدای شي.

زه یې بیا په تکرار سره وایم چې: ټول افغانستان، په تیره ماشومان او کوچنیان د تاوتریخوالي له سونامي سره مخ وو او اوس هم ور سره لاس ګریوان دي، په همدې دلیل زموږ ټولنه، په تیره ماشومان او کوچنیان ډیرې څارنې او پاملرنې ته اړتیا لري. که د اوسني نسل مشران، ماشومانو او کوچنیانو ته د تاوتریخوالي په پایله کې د رسیدلو ټپونو او دردونو درملنه په علمي او رواني ډول نه شي کوالی، دومره خو باید وشي چې اوسنی روان تاوتریخوالی ودروي او که هیڅ نه شو کوالی، د همدې روان تاوتریخوالي پرضد خپل غږ پورته کړو او که آرام او غلي لاس تر زنې کینو، نو…

زموږ ټولنه، زموږ خلک او زموږ د څو نسلونو زړه او ماغزه د جګړې په لوګیو او د کرکې په زهرو لړل شوي دي، هغه نا دودې چې له دوی سره شوي دي، د هغو په وجه دوی له عقدو او کرکې سره یو ځای زیږیدلي، د همدې ستونزو په لومو او دایره کې را لوی شوي دي، له همدې رواني ستونزو سره یې ژوند کړی دی او اوس هم ور سره لاس ګریوان دي.

دا د ټولو لوستو او په تیره سیاسیونو او قلموالو ستره دنده ده چې د دې ستونزو په حلولو او له منځه وړلو کې، له خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې سره، په ډیر زړه سوي خپلې وروستۍ هلې ځلې تر سره کړي او په دې باب عملي یو څه تر سره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...