یرغل ننگیال؛ کوچنی لیکوال، لوی فکر

پوهندوی آصف بهاند

د دې باغ گـلونه لـږ نه دي خـــوشاله

تـازه تر، تر تازه ترو، نور غوړیږي
(خوشال خټک)

کله چې د وطني جګړې د اور تاو ته ټینګ نه شوم او د وطن پریښودو ته اړ شوم، نو مې په اروپا کې د خپلو فرهنگي هڅو په لړ کې، د دویم ځل له پاره د ماشومانو، کوچنیانو او په ټول کې د نوي نسل د روزلو په موخه، د کوچنیانو د ادبیاتو څیړنو ته بیا ملا وتړله او د مقالو د لیکلو او خپرولو لړۍ مې پیل کړه. د دې مقلو په لومړۍ برخه کې مې یو ځای داسې لیکلي وو:

«دې ته مو پام وي چې رهبران نه شنه کیږي او نه هم له آسمانه رالویږي، بلکې همدغه د نن ورځې ماشومان دسبا مور پالر هم دي، رهبران هم دي، مخترعین هم دي، خاینین هم دي، جګړه مار هم دي، سوله خوښونکي هم دي او په پای کې د دې دنیا ورانونکي او جوړونکي هم دي.»

همدې موضوع ته په پام سره که د چا پام وي که نه وي، ماشومان او کوچنیان د هرې ټولنې راتلونکې ده. په هغو ټولنو کې چې دې مهمې موضوع ته پام شوی دی، د هغوی راتلونکي نسلونه ښاد او آباد دي او په سمه لار روان دي او په هغو ټولنو کې چې نوی نسل ارزښت نه لري، د روزنې او تربیې یې څوک نه وي، داسې به وي لکه زموږ ټولنه، دا چې تر نن پورې موږ پر سمه لار نه سیخیږو، یو لوی او اصلي دلیل یې دا دی چې موږ خپل ماشومان، خپل کوچنیان او خپل راتلونکی نسل له پامه غورځولی او ښونې روزنې ته مو پام نه دی کړی، نه یوازې مو پام نه دی ور ته کړی، بلکې د هغوی طبعي او عادي انساني حقونه مو ور نه اخیستي دي. که مو د دوی روزنه په سمه توګه کړې وای، اوس به هر څه سم وو. که اوس هم د نوي نسل روزلو ته بیا پام و نه کړو، نو څو نور نسلونه او ډیر کلونه به زموږ راتلونکي نسلونه له نورو راټوکیدونکو ستونزو سره لاس ګریوان وي.

څومره چې موږ د خپل نوي نسل حقونه تر پښو لاندې کوو، هغوی به له دې هم زیات له عقدو او رنګارنګ مرضونو نه ډک، راتلونکې ټولنې ته ور روان وي، بیا نو مسؤلیت د هغه ماشوم او کوچني نه، بلکې د مشرانو او واکدارانو دی.

د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ د میاشتې په یو دیرشمه (۳۱) نیټه لومړی د آرش ننګیال په فیسبوک پاڼه کې دا مطلب خپور شو چې د دیارلس کلن یرغل ننګیال په گوتو لیکل شوی کتاب (راځئ چې وشمیرو) چاپ شو. دا د آرش ننګیال په فیسبوک کې د یاد خبر یوه برخه ده:

«زما د زوی کتاب چاپ شو…!
 «راځئ چې و شمېرو» د یرغل د شعرونو کتاب دی چې د «سیف ده چلدرن» موسسې له خوا په رنګه او تصویري شکل چاپ شو. 
ما ته؛  یرغل ته او د کتاب او ادب مینوالو ته دې مبارک وي…»

په فیسبوک کې له دې خبر وروسته، په بي بي سي پښتو کې د «د ماشوم ادبیاتو نوي ۸۰ کتابونه افغان ماشوم ته څه لري؟» تر سر لیک لاندې یو ګزارش خپور شو، چې د «سېو د چلډرن»  له لوري د ماشومانو او کوچنیانو له پاره اتیا عنوانه کتابونه چاپ شوي دي.

په دې اتیاوو کتابونو کې د یرغل ننګیال کتاب (راځئ چې وشمیرو) هم شامل دی. په دې  ګزارش کې د یادو اتیا کتابونو د شکل او محتوی په باب ښاغلي  غزا نور په زړه پورې بحث کړی دی چې له موضوع سره د مهم والي په پار یې ځینې برخې دلته را نقلوم:   

«د ماشومانو ملاتړې موسسې (سېو د چلډرن) په دې وروستیو کې په یو ځای اتیا کتابونه د ماشومانو لپاره چاپ کړي چې د کابل، ننګرهار، بلخ او کندوز په ګډون په یوولسو ولایتونو کې پر ښوونځیو وېشل کېږي.

د دې ادارې د ښوونې او روزنې برخې سلاکار بهیر ویاړ وايي، هر یو کتاب یې تر څلور نیم زرو ټوکو پورې چاپ شوی دی.

د نوموړي په خبره، کتابونه پر ښوونیزو ادارو سربېره په کلیو کې هم وېشل کېږي…

دا کتابونه په څلورو کټګوریو یا برخو وېشل شوي، لومړۍ کټګوري له ښوونځي مخکې هلکانو لپاره لیکل شوي، چې وړکتون کې زدکړې کوي. دویمه کټګوري د اول او دویم، دریمه کټګوري د دریم او څلورم او څلورمه کټګوري د پنځم او شپږم ټولګي د زدکوونکو لپاره لیکل شوي دي.

د کټګوریو له مخې د کتابونو متن هم په پام کې نیول شوی دی، د لومړۍ کټګورۍ کتابونه ډېر کم متن لري، خو ګام په ګام دا متن تر څلورمې کټګورۍ زیات شوی دی.

په دې کتابونو کې ژبه تر ډېره د ماشومانو له سویې سره سمه راغلې ده. د بېلګې په ډول د لومړۍ کټګورۍ کتاب (د فیل بچی) په ۱۳ مخونو کې لیکل شوی او د کیسې ټول متن نږدې ۲۰۰ کلیمې دی…

دا کتابونه پر کومو موضوعاتو لیکل شوي؟

افغان لیکوال او کره کتونکی محب زغم چې د دې لړۍ د کیسو د غوراوي بهیر یې له نږدې څارلی وايي، دا کتابونه یوه له بل سره پر خواخوږي، له بل سره پر مرسته، د متفاوتو مفکورو پر زغملو را څرخي.

د هغه په خبره، له چاپیریال سره خواخوږي او مینه پیدا، د چاپېریال خوندي او پاک ساتل او له ونو، بوټو او ژوو سره خواخوږي هم د دې کتابونو موضوع ده: “ځکه موږ پوهېږو، چې انسان په داسې نړۍ کې اوسېږي، چې دغه ټول ژوي، ونې بوټي او نور سره تړلي او یو ته زیان رسول په لویه کې دغه ټول ځنځیر ته زیان رسول دي، دا هغه موضوعات دي چې ماشوم یې باید زده کړي”.

د ماشوم ادبیات کوچنیانو ته څه ګټې لري؟

نوموړی وايي، که دا کتابونه بیا بیا چاپېږي او ماشومان یې لولي او دا لړۍ روانه وي راتلونکی ماشوم به تر ننني ماشوم توپیر ولري.

د ښاغلي زغم په خبره، د ماشوم ادبیاتو کتابونه له زدکړو سره د ماشوم مینه زیاتوي او فکر یې وده کوي.

“ماشومانو ته د کتابونو چاپولو څو ګټې لري، یو دا چې ماشوم کیسې ته اړتیا لري، تخیل یې روزي، تخیل ته یې وده ور کوي، استدلال منطق او تفکر پکې پیاوړي کوي”.

د نوموړي په اند د داسې کتابونو په لوستلو سره د ماشوم له لیک لوست سره مینه زیاتېږي: “هغه کتاب چې کیسه او شعر لري، ماشوم ته په زړه پورې وي، ځکه یې له نورو کتابونو سره مینه زیاتېږي، دا کتابونه رنګه وي، په مټ یې ماشوم مختلف رنګونه پېژني، د شیانو د جسامت په هکله غیر شعوري فکر پیدا کوي، د شکلونو او ادعدادو باره کې هم معلومات ترلاسه کوي”.

هغه دا هم وايي، د ماشوم ادبیاتو په لوستلو سره سره ماشوم د ژبې مهارتونه زده کوي، د کلیمو او جملو جوړښت پېژني، که یې لویان ورته لولي د کلیمو سم تلفظ زدکوي او هم نوې کلیمې زده کوي چې ور سره د لغاتو پانګه زیاتېږي.

د ښاغلي زغم په خبره، هغه ماشوم چې دا کتابونه لولي تر هغه ماشوم یې د زدکړې مهارتونه ښه وي، چې دا کتابونه ورته نه رسېږي:

“د مکتب کتابونه وچ وي، د ماشوم زړه ور سره تنګېږي، خو دا کتابونه په زړه پورې دي، ماشوم یې په شوق لولي، ځکه یې لیک لوست ور سره ښه کېږي. فکر او خیال یې وده کوي او ټولنیز مهارتونه، د عواطفو څرګندولو او احساساتو کنټرول یې تر هغو ماشومانو ښه وي، چې دا کتابونه ور ته نه رسېږي”.

په دې کتابونو کې ځینې ژباړل شوي هم دي، چې تر ډېره لوستونکی فکر کوي، لیکل شوي به وي، خو بیا یې هم په ځینې برخو کې د ژباړې اغېز شته. لکه: مهربانه پانډه ته تل نورو ته خوښي ور بښې. مهربانه پانډا سوی ته سلام ور کړ. مور ته یې وعده ور کړه.

خو پښتو کې و ایو: مهربان پانډا ته تل نور خوشالوې. مهربان پانډا سوی ته سلام وکړ. له مور سره یې وعده وکړه.

شاعر او لیکوال صدیق بدر وايي، پښتانه ژباړن ډېر ځلې د خپلې ژبې جوړښت ته د کتلو پر ځای د ژباړل کېدونکې ژبې په اغېز دا ډول تېروتنې کوي.

نوموړی د بېلګې په ډول وايي، که په دري ژبه کې وايي تو میتواني به بازار بروید، نو پښتو کې یې کټ مټ همداسې ژباړلي ته کولی شې بازار ته لاړ شې، خو پښتو اصلي بڼه یې د اده چې ته بازار ته تللی شې:

“د ماشومانو په کتابونو کې د ژباړې اغېز لا ډېر تاوان لري، دا زموږ ژبې ته تاوان رسوي، زموږ ماشومانو ته ژبه سختوي، ماشومان چې دا ډول جملې لولي، نو زده کول یې ورته سخت وي او په یوه جمله کې د ګڼو کلیمو راوړل پر ذهن بوج پرېوځي او ماشوم ډېرې کلیمې په یو ځای نشي یادولی».

د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د یرغل ننگیال د کتاب د لیکلو او چاپ خبر او د نورو نهه اویا کتابونو چاپ او خپریدلو گزارش زما پر ټول وجود د خوشالۍ څپې را خورې کړې، د یادو خپرو شوو کتابونو د نورو لیکوالو پته نه وه راسره، چې څه مې پرې لیکلي وای، له دغې ډلې نه که هر یو کتاب ته ما لاسرسی پیدا کړ، زه به یو څه پرې ولیکم، خو د اوس له پاره په دې مقاله کې  یوازې د تر ټولو ځوان لیکوال یرغل ننگیال د کتاب په باب زه خپل مالومات تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

د «راځئ چې و شمېرو» د کتاب د خبر په لوستلو سره مې، د لیکوال ګران یرغل ننګیال د پلار په پته د خبر په کامنټ کې داسې ور ته ولیکل:

«د یرغل د کتاب چاپ او خپریدل دې ټول افغانستان ته  او په ځانګړي ډول د افغانستان زوریدلو کوچنیانو ته مبارک وي.»

بیا د نوي نسل د روزلو د فکر په دایره کې داسې خیال را ته پیدا شو چې د اوس له پاره به د یرغل ننګیال  د دې ښه نادر کار باید وستایل شي، څو دی، د ده همځولي او په دوی پسې را روان نسلونه، دې ښه کار ته وهڅیږي، نو مې د یوې مفصلې مقالې د لیکلو هوډ وکړ، د مقالې د غنا او رنگینۍ په پار مې  د دې کوچني لیکوال له پلار، آرش ننگیال نه د مرستې غوښتنه وکړه، زه همدا اوس د ده له مرستو نه مننه کوم.

زما او د آرش ننگیال تر منځ دا پیامونه لاړل او راغلل:

آصف بهاند:

«که امکان ولري ما ته یې پي ډي اِف یا ورد بڼه را ولیږئ چې زه د یرغل جان او نورو کوچنیانو د تشویق له پاره د یوې مقالې په چوکاټ کې، څه پرې ولیکم او خپاره یې کړم.»

آرش ننگیال:

«ډیره مننه بهاند صیب. کور مو ودان. سمه ده، که یونسیف راته پی ډي اف. راکړ حتما یی در لیږم او که را یی نه کړ نو، شعرونه یی در لیږم».

آصف بهاند:

«که بشيړ کتاب را ولیږئ، ډیره به ښه وي او که نه د چاپي کاپي څخه یې د لومړۍ پشتي عکس، د کتاب د پیژندنې پوره عکس، که چا مقدمه پرې لیکلې وي د هغو مخونو عکس  او ستاسو له نظره یو څو اړین شعرونه چې زه مقاله کې د هغو په ارزښت او د کوچنیانو د ادبیاتو د اصولو په رڼا کې تبصرې پرې وکړم او د شعرونو نمونې یې وړاندې کړم.»

کتاب له  رسم شوو عکسونو سره په رنگه بڼه چاپ شوی دی او ټول نولس (۱۹) مخونه لري او دا یې د مخونو دوې بیلګې دي:

2په افغانستان کې د دغه تر ټولو ځوان لیکوال د لا ښه تشویق او پیژندنې له پاره به دلته د ده بیوګرافي را واخلم.

د یرغل ننګیال د سمې پیژندنې له پاره مې د لومړي لاس مآخذ یعنې د ده له پلار، آرش ننګیال نه، د واړه لیکوال د بیوګرافۍ غوښتنه داسې وکړه:

«که د یرغل جان ننگیال یوه لنډکۍ بیوګرافي هم را ولیږې، زما لاس لاندې مقاله به لا رنګینه شي.»

زما د دې غوښتنې په ځواب کې د ټنکي لیکوال یرغل ننگیال پلار آرش ننگیال د خپلو دایمي مرستو په لړ کې د یرغل د بیوگرافۍ په باب داسې را ته ولیکل:

«یرغل په ۲۰۰۳ کال کې د آرش ننګیال په کور کې وزیږېده. یرغل له کوچنیوالي نه هوښیار او زیرک و. له تلویزیون، انځوریزو مجلو او کتابو، له رسامۍ او سپورټ سره یې ډېره مېنه وه.

کله یې چې د کابل ښار ورانې جونګړې لیدې، سخت وېرېده او د هرې ورانې جونګړې په لیدو به یې بې شمېره پوښتنې کولې. هغه مهال کابل کې د سختو جګړو او ورانیو نښې ډېرې وې. کله مو چې ښوونځي کې شامل کړ، نو د هماغې وېرې له امله یې له کوره بهر ځان په امن کې نه احساسولو او ښوونځي ته نه تلو. د دې له پاره چې له سیمې سره آشنا شي او ښوونځي ته د تلو جرأت پیدا کړي، د جمناستک کلپ ته مو ولیږه. لومړیو کې کلب ته هم نه تللو، خو دا چې جمانستک یې د خوښې لوبه وه او ورته په زړه پورې و، له څه مودې وروسته یې ورسره مینه پیدا شوه او وړتیا یې هم درلوده. څه وخت وروسته یې په خپله وغوښتل چې ښوونځي ته لاړ شي.

د ښوونځي په درسونو کې هم تر ډېره بریالی و. ځکه مخکې تر دې چې ښوونځي ته لاړ شي، ډېر څه یې په کور کې زده کړي وو.

کله چې د ښوونځي دویم ټولکي ته بریالی شو، ورسره یې په مینه راډيو کې د کوچنیانو له پاره یو ساعته ژوندۍ او ثبتي ګډه خپرونه پر مخ بیوله چې په لږ وخت کې یې ډېر مینوال پیدا کړل.

۲۰۱۲ کال کې د بی بی سي په تعلمي پروژو کې یې د کوچنیانو له پاره د ښوونیزو راډيویی خپرونو کې د ممثل په توګه کار پیل کړ چې تر دې مهاله په کې بوخت دی.

یرغل خپل لومړنی شعر په شپږ کلنۍ کې ولیکه، د شعر محتوا یې تلویزوین، کارتون او برېښنا وه. له پلاره یې شکایت کړی و چې تل خبرونه ګوري او د کارتون د کتلو وخت ورته نه ورکوي.

پس له لومړي شعره، زما ځینو ملګرو ورته د یوه هندي شاعر(ساغر یا ساګر) لقب ورکړ.

دی په هېواد کې د جمانستک کار په صفت ډیر شهرت لري… ان تر دې چې ارگ ته هم بلنه ورکړل شوې وه او  ولسمشر غني ته یې خپل مهارتونه وښوودل. په دې برخه کې یې، بې شمېره ستاینلکونه، نغدي جایزې او دوه مډالونه ګټلی دی.»

زه فکر کوم چې د اوس له پاره به د یرغل ننگیال د پیژندنې او فرهنګي کارونو له پاره همدومره مالومات کافي وي چې د لومړي لاس مالوماتو حیثیت هم لري.  

د کوچني لیکوال یرغل ننګیال د لیکلي کتاب په پیل کې د کتاب د پیژندنې په پاڼه کې د کتاب په باب پوره مالومات ایښودل شوی دی چې په لاندې عکس کې ښکاریږي:

2دغه راز د کتاب په پیل کې، په افغانستان کې د خپرندویې موسسې د مشرې انا ماریا لوکسین یوه لنډه یادونه راغلې ده چې په کې د یوه ریښتیني ښونکي توصیې په نښه شوي دي. انا ماریا لوکسین په ډیره مهربانه او عالمانه ژبه داسې ویلي دي:

«ګرانو ماشومانو!
لوستل یوه بوختیا او ښه عادت دی چې په انسانانو کې د تلپاتې ودې لامل ګرځي، سربیره پر دې کتاب لوستل د انسانانو د ژوند یوه اړینه برخه بلل کیږي چې د دې په وسیله کولای شو د ځایونو، واقعیتونو او خلکو د ژوند، کلتور او دودونو په اړه پوه شو، پرته له دې چې له نږدې یې لیدنه وکړو. لوستل زموږ نړۍ لا پراخوي او په راتلونکې کې بې پایه فرصتونه او امکانات را په برخه کوي.

د دې له پاره چې تاسو لا زیاتو کتابونو ته لاسرسی ولرئ، د ماشومانو د ملاتړ نړیواله مؤسسه د ۸۰ کتابونو یوه ټولګه، چې کیسې، شعرونه او ترانې دي ستاسو له پاره برابره کړې ده. زه هیله لرم چې ستاسو له پاره په زړه پورې وي او تاسو ته دا پوهاوی در په برخه کړي چې له یو بل او خپلې نړۍ سره مینه ولرئ.

د یادولو وړ بولم چې دا پروژه، د هیواد او نړۍ په کچه د یو زیات شمیر افغان لیکوالانو له همکارئ پرته شونې نه وه. دوی هغه کسان دي چې زحمت یې ایستلی او ستاسې له پاره یې کیسې او شعرونه لیکلي دي. زه هیله لرم چې دا کتابونه تاسو په خپلو کورونو، ښونځیو او کلیو کې له ځان سره ولرئ او له لوستلو څخه یې خوند واخلئ.

له خپلو کتابونو څخه ښه ساتنه وکړئ او له خپلو خویندو، ورونو او ملګرو سره یې شریک کړئ.

ستاسو له پاره د ښه وخت او لوست په هیله.» (یرغل ننګیال، راځئ چې وشمیرو، خپرونکی: په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیواله موسسه، ۱۳۹۵ هـ ش ــ ۲۰۱۶ میلادي کال، د پُشتي دویم مخ)

په لنډ ډول که و ویل شي یرغل ننګیال په خپل لیکلي کتاب (راځئ چې وشمیرو) کې، ریاضي په ساده او لڼده ژبه بیان کړې ده، خو د ده مهارت او نوښت په دې کې دی چې دا کار یې په موزون ډول تر سره کړی دی یعنې خپل ټول مطالب یې د تورو او اعدادو په قالب کې په موزونه ژبه وړاندې کړې دي، د متن او اعدادو تناسب له عکسونو او رسمونو سره په ماهرانه ډول ساتل شوی دی او د دواړو په قلب کې یې خپل فکر مخاطبینو ته وړاندې کړی دی.

یرغل ننگیال په خپل کتاب کې د ماشومانو د ذهن د وسعت په اندازه ریاضي د ماشومانو او کوچنیانو په ژبه په منظوم ډول وړاندې کړې ده، داسې منظوم ډول چې د ماشوم او کوچني پر واړه ذهن ښه اغیز کوي او ډیر ژر یې ذهن ته سپارلی شي. دا یې یو بیلګه ده:

2په دې څو عدودونو او یوه جمله کې دا مهارت کارول شوی دی چې ماشوم یا کوچنی هم له اعدادو سره آشنا کوي، هم د تورو ور زده کول په نظر کې نیول شوي دي او هم د مالوماتو وړاندې کول په پام کې نیول شوي دي.

د د ریاضي د همداسې یوه لوست یوه بله بیلګه داسې وړاندې شوې ده:

2زه د ماشومانو او کوچنیانو د ادبیاتو د ساحې د یو خدمتگار او د نوي نسل د روزلو د نهضت د یو کلک پلوي په توگه، د یادو اتیا عنوانه کتابونو د چاپ او خپراوي په پار د خپلې خوشالتیا د څرګندولو سره ټولو لیکوالو نه مننه کوم، له خپرندویې ټولنې نه مننه کوم، چې د افغانستان د رنځیدلو ماشومانو او کوچنیانو په فکر کې دي او د دوی  د ښې روزنې په پار یې دا کتابونه خپاره کړل، په ځانګړي ډول واړه مبتکر لیکوال گران یرغل ننگیال ته د د زړه له کومې مبارکي وایم، د لا پرمختک هیله ور ته کوم او له کورنۍ نه یې، په ځانگړي ډول له ښاغلي پر کاره آرش ننگیال نه مننه کوم چې د کوچنیانو د ادبیاتو په فکر کې دی، لیکنې ور ته کوي او د یرغل روزلو او تربیې ته یې دومره پام ساتلی دی چې یرغل په دې واړه عمر و توانید داسې کتاب ولیکي چې د وړو او مشرانو له پاره یوه نمونه کیدای شي.

د همدې له پاره دا په ټینګار سره وایم چې ماشومانو او کوچنیانو ته دغسې پاملرنه، هغوی ته د مثبتو کارونو زمینه برابرول او بیا په ځای تشویق، د هغوی د شخصیت په جوړونه کې ډیر ستر رول لرلای شي.

«دې ته مو پام وي چې رهبران نه شنه کیږي او نه هم له آسمانه رالویږي، بلکې همدغه د نن ورځې ماشومان دسبا مور پالر هم دي، رهبران هم دي، مخترعین هم دي، خاینین هم دي، جګړه مار هم دي، سوله خوښونکي هم دي او په پای کې د دې دنیا ورانونکي او جوړونکي هم دي.»

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...