خبرې/ لیکنه: اکبر راحل

خبرې هم ښې وي، هم بدې، هم د عقل وي او هم د بي عقلۍ، د ګټې او تاوان خبرې هم شته، د مینې او کرکې خبرې هم کیږي، د اعزاز او تخریب خبرې هم اورو.

خبرې ډېرې دي، او هر سړی یې په بیله بڼه کوي خو زما یوازې پکې د میني او عمل خبرې خوښې دي، دا ځکه چې دا ډول حتا له ښکنځا او پوچو خبرو هم کمې اورو، او انسان تل هغه څه ته لیوال وي چې لږ پیدا کیږي.

ماشومان هم په وړه ژبه خبرې کوي، د ماشومانو خبرې خوږې وي، مینه ناکې وي، د کور مشران هم ورته غوږ وي او هغوي چې ډېرې خبرې کوي تر ټولو ډېر نازول کیږي هم.

ماشومان چې  په زړه کې پاک وي خبرې او احساسات یې ریښتوني وي او  هر سړی پرې باور کوي.

د ښو او اغیزمنو خبرو لپاره اړ یو چې د ماشومانو زړه او احساس ولرو، مونږ چې له کلونو کلونو یوازې خبرې او ژمنې اورو او عمل نه کوو د خبرو اوریدلو ظرفیت مو ټیټ دی.

که په دې بحث کوو چې د عمل خبرې کومې دي پدې لیکنه کې نه شي راتلای پدې موضوع به بله ورځ بحث کوو.

یوه معقوله به مو اورېدلې وي چې (( لږ وایه او ډېر واوره)) ماته داسې بریښي چې هدف ترې د ګټورو خبرو دی.

ګټورې خبرې ډېرې نه وي، د ګټې خبرې کله کله کیږي او هغوی چې لږې او پخې خبرې کوي د نورو پام ژر ځان ته را اړوي.

د ډېرو او بي ګټو خبرو یو تاوان دادی چې ممکن په ګټورو خبرو دې هم څوک ډېر باور ونه کړي او د بي ګټو خبرو په منځ کې بي څرکه شي، د وخت ضایع کیدل یې بل تاوان دی، تر دې ښه دی چې یوازې واورو.

د عالمانو او پوهانو خبرې پخې دي، د ګټې دي د کلیوالي سیمو په حجرو کې مجلس غلی وي، یوازې د کلي پوه او مشر سړی غږیږي، نور کلیوال ورته غوږ وي.

پخې او د ګټې خبرې هر سړی نه شي کولای، هغوی چې ډېره مطالعه او تجربه لري ډېرې د ګټې خبرې کوي.

چیرته مې لوستي وو چې ((خپلو خبرو ته پام کوئ ځکه ستاسو په عادت بدلیږي)) یعني خبرې یوازې خبرې نه پاتې کیږي بلکه یو وخت په عمل بدلیږي.

په مجموع کې خبرې په دوو برخو ویشلی شو، ښې خبرې او بدې خبرې.

د ښو او بدو خبرو تفکیک هم سخت دی، یو ساده کلیوال ممکن ډېرې بدې خبرې هم ښې وګڼي او ډېرې ښې هم بدې.

د ګټې خبرو کې نیکه مشوره، د مقابل د روحیې پیاوړي کول، هغوی ته د سمې لارې ښودل، د خپلو تجربو یوه برخه ورسره شریکول، له بدو کړنو یې راګرځول، د موضوع اړوند چاپیریال په نظر کې نیول، په جانبي عوارضو یې سر خلاصول او … نورې کیسې دي.

لنډه دا چې په خبرو د پوهیدا او د ګټورو خبرو د کولو لپاره اړ یو چې، مطالعه وکړو، د پوهانو خبرې واورو، له پوه او هوښیارانو سره کینو، یا لږ تر لږه د راډیو او ټلویزیون ګټورې خپرونې تعقیب کړو.

هغوی پوه دي چې لږې خبرې کوي خو د کار خبرې کوي، د شرایطو په نظر کې نیولو سره خبرې کوي، د موضوع تر تحلیل وروسته خبرې کوي، خبرې یې په دلایلو ولاړې وي، مقابل ته د خبرو فرصت ورکړي، خپله خبره په چا  په زوره ونه مني بلکه هغوی غیر ارادي دې ته اړ کړي چې د ګټې خبرې ومني.

که غواړئ په ټولنه کې اغیزمن رول ولوبوئ هڅه وکړئ چې یوازې د کار او ګټې خبرې وکړئ او یا لږ تر لږه عاطفي وغږیږئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...