کیسه ګۍ/ ژباړه: امین ګودر

دا خو یوه لویه اسانتیا ده چې په ژوند کې خدای پاک لرو!

ــــــــــ

یوه ورځ یو مالداره پلار خپل زوی سره د کلي په لور لاړل، پلار یې غوښتل زوی ته وښايي خلک څومره غریبان کیدلی شي، دوی په کروندګره ځمکه کې ژوند کاو.

پلار وپوښتل: زویه! ته خو ګورې چې دوی څومره زیات غریبان دي؟ دومره ورځې د هغوی لیدلو وروسته تا ترې څه زده کړل..؟

زوی وویل: مونږ یو سپی لرو او دوی څلور لري، مونږ ډنډ لرو او دوی سیندونه لري، مونږ د شپې لالټېن لرو او دوی دشپې بې شماره ستوري، مونږ خواړه اخلو او دوی یې په خپلو لاسونو کري، مونږ ديوالونه لرو چې ومو ساتي او دوی بیا دوستان لري چې ساتنه ترې وکړي، مونږ دايرت المعارف لرو او دوی بیا انجیل لري.

داسې خو دوی له مونږ مخکې دي.

“مننه پلاره چې دادې راته په اثبات ورسوله چې مونږ څومره غریبان یو”

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پند:

پيسې نشي کولی چې مونږ ډېر بډایه کړي،

دا خو یوه لویه اسانتیا ده چې په خپل ژوند کې خدای پاک لرو…

1 comment

  1. بانو Reply

    ښکلي ده

Leave a Reply to بانو Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...