د ماشومانو سندرې/ احسان الله ذهین

ماشومان د هرې ټولنې يوه لويه برخه او غوڅ اکثريت جوړوي، څرنګه چې ماشومان په يوه ټولنه او کورنۍ کې داسې مثال لري لکه په خوړو کې مالګه؛ نو که په خوړو کې مالګه نه وي، خواړه بې خونده کېږي. همدارنګه که په کور کې ماشومان نه وي؛ په هغه کور کې خوښي او خندا نه وي. بايد چې سالمې روزنې ته يې پام وشي او د علم او هنر په ګاڼه سمبال شي. نو پر دې اساس په پښتني ټولنه کې هم ماشومان د میندو له خوا په سندرو، خوږو او موزونو ويناوو نازول کېږي. له څلور يا پنځه کلنۍ وروسته ماشومان د لوبو لپاره له کوره وځي. دوی له نورو ماشومانو سره پر لوبو سربېره سندرې هم وايي، دا سندرې دوی ځينې وخت په ګډه، ځينې وخت يوازې هم زمزمه کوي، د ماشومانو سندرې په ماشومانو کې له ډېرو پخوا زمانو راهيسې دود دي.

 د ماشومانو سندرې د نړۍ په هره ژبه او ادب کې موجودې دي او د ماشومانو له ژوند سره ملګرې وي، هر يو يې په خپل ماشومتوب کې زده کوي، اوري يې، يو بل ته يې وايي او هېڅ ماشوم به له دې سندرو پرته نه وي لوی شوی، موږ او زموږ پلرونو او نيکونو به هم يو وخت دا سندرې ويلې وي. کله چې دا سندرې موږ يادوو، نو د ماشومتوب دوره، لوبې، زانګو، ساتېري مو فکر ته راځي.

دا سندرې نسل په نسل له ماشومانو څخه پاتې شوې دي. په دې سندرو کې ماشومان له کور، ټولنې، ژوند، دودونو، رواجونو، حيواناتو او د ژوندانه له نورو چارو سره اشنا کېږي. په پښتو فولکلور کې د ماشومانو لپاره ډېر څه شته چې دوی ته ډېر څه ور زده کوي، هنري ذوق، احساس او عاطفه يې پياوړې کوي، او له ټولنيز ژوند سره يې اشنا کوي. په پښتو شفاهي ادبياتو کې ځينې سندرې، کيسۍ، شعرونه شته چې یا په خپله د دوی له خوا ویل کېږي او جوړېږي، یا د لویانو له خوا د دوی د سویې، طرز تفکر او غوښتنو په نظر کې نیولو سره، د دوی لپاره ویل کېږي او جوړېږي.

د ماشومانو سندرې په پښتو شفاهي يا ناليکلو ادبياتو کې د ماشومانو د ادبیاتو يوه غوره برخه ده، په پښتني سيمو کې په کلیو او بانډو کې ځينې سندرې او موزونې ويناوې شته چې پښتانه ماشومان يې د لوبو او ساتېرۍ پر مهال يو بل ته وايي؛ دا سندرې د ماشومانو د شفاهي ادبیاتو يوه برخه ده. د ماشومانو ادبيات یا سندرې په ماشومانو کې هغه وخت دود کېږي چې ماشوم ژبه زده کړي او په کلي کور کې له نورو ماشومانو او ملګرو سره لوبې کوي، دا سندرې د ماشومانو د ساتېري لپاره خورا اغېزمنې دي، د ساتېري تر څنګ د دوی د ذهن او فکر په وده کې ډېر مهم رول لوبوي. خو دا سندرې بيا په دوی کې تر هغه وخته پورې ژوندۍ وي چې د ځوانۍ په درشل قدم اېښودلو ته نږدې شي او د ماشومانو له قطاره ووځي. د غه راز ښاغلی استاد حبیب الله رفیع د ولسي سندرو د ارزښت په لړ کې د هغو سندرو په تعلیمي ارزښت ټینګار کوي چې د کوچنیانو د روزلو له پاره د دوی د راتلونکي ژوند سره اړوند درسونه پکې ورکول کېږي. رفیع صاحب وايي:

« د پښتنو اولسي سندرو په اوږده لړۍ كې ډېره زړه كړۍ د ميندو سندرې دي چې د ويدي سندرو په څېر ماشوم (هلكانو او نجونو) ته د دوى له راتلونكي ژوند سره اړوند درسونه پكې وركول كیږي او د دوى ټولنيز مسؤوليتونه پكې ورښودل كیږي، د همدې لړۍ بله زړه كړۍ د ماشومانو سندرې دي چې د خپلو ميندو له سندرو نه ادبي درس او د ژوند پند اخلي او د چاپېراو طبيعت ساده ارزښتونه پكې رانغاړي او خپلې لوبې اوساتیرۍ پرې تودوي، تر دې راوروسته يې نيم بيت يو ماشوم او بله مسره يې بل ماشوم وايي چې دا د شعر جوړولو او د هغه په چل پوهېدلو ښه تمرين دى او كيسۍ پا چيستانونه هم بيا د ذهني ازموينې او د معلوماتو د ارزونې لپاره دي چې د ماشومانو ځيركي پكې زياتیږي او زباتیږي . ورپسې لويان هم د ژوند په بیلابیلو وختونو او ځايونو كې د سندرو دا لړۍ پالي او ادبي تجربه د ژوند له تجربو سره تسلسل مــومي.»

دا سندرې يوازې د ساتېرۍ لپاره نه، بلکې د ماشومانو د ذهني او فکري پراختیا، له شعر سره اشنايي او د دوی د ذوق او عاطفې لپاره ډېرې ګټورې دي. همدا ماشومان دي چې د راتلونکي لویان او پوهان تر ې جوړېږي، که چېرې دوی له ماشومتوبه له دې سندرو او د ماشومانو له ادبیاتو سره اشنا وي او مينه ورسره ولري؛ نو د وخت په تېرېدو سره يې له کتاب لوستلو، شعر، نثر او کيسو سره مينه پيدا کېږي او په راتلونکي کې به ښه ليکوال او خپلې ژبې ته د خدمت جوګه کېږي.

د ماشومانو ادبيات ډېر ډولونه لري چې ځينې مشهور يې دا دي: د ماشومانو سندرې، کيسۍ، سوال او ځواب وړې کيسې او داسې نور.

د ماشومانو د سندرو ځينې بېلګې:

(۱)
اکو بکو سرسيندکو
غوا مې لاړو په ترپکو
اباسين بېلې بېلې
په کښې ناسته درخانۍ
درخانۍ خورې راووځه
په لستوڼي کښې دې څه دي
خواږه دي کۀ تراخه دي
علي شړنګ ډبلۍ

دا سندره په دې بڼه هم راغلې ده:

اکو بکو
سرسيندکو
غوا مې لاړو په ترپکو
هلک ناست دی په دکان
غيشي ولي په میدان
مچ يې وويشت په لکۍ
نه يې هډ نه يې پوښتۍ
(د پښتو ادبیاتو تاريخ، ۱۸۸مخ)

(۲)
دا کلا د چا ده؟
دا د ادم خان ده
پکې ناسته درخانۍ
مور يې چنګه بوډيالۍ

(۳)
شین یې کې زرغون یې کې

د شنه غوايي لړمـون یې کې

د اوسـپـنـې تـلبر یـې کـې

د پـک سړي په سر یې کې

زمـوږ جـونه پې پنـډې کې

د نورو جـونـه کونـډې کـې

(۴)
ډم، ډم د چرګ واده دی

چرګ په لاره کې ویده دی

(۵)
د کوچنیانو د سندرو یوه بله بیلګه چې په خوست کې په دې ډول ویل کیږي:

اکو، بکو

دنبالکو

سییه لاړه په تبۍ

ما و ویشته په ډبلۍ

نه یې سر و نه لکۍ

پیشو پړنګ

(ګړنی ادب، ۲۶ مخ)

(۶)
ورور مې تلی دی درې ته- را به شي غرمې ته
ما له به پلي راوړي- پلي به ورکړم غوا ته
غوا به ما ته پۍ را کړي- پۍ به ورکړم سیند ته
سیند به ما ته کاڼي را کړي- کاڼي به ورکړم خدای ته
خدای به ماته ورور را کړي

(۷)
ګړۍ ګړۍ جوپ- يوه لغته يو سوک
جان جان جوپ- که چا خبرې وکړې يوه لغته يوسوک

 

د ماشومې جينۍ سندره:
اېشمه بېشمه
اونې ته ختې شمه
بيا راکوزېدې شمه
په پښو مې سېنډلګي دي
په لاسو مې بنګړي دي
په سر کښې مې کليپونه
راځئ چې سېل له ځونه

ښاغلی پروفيسور ډاکټر محمدا نواز خان طاير هم د دې سندرو د اهميت په اړه داسې وايي: «دا سندرې يوازې په انګريزي او د اروپا په ژبو، قومونو او انسانانو کې نه، بلکې په پښتو کې يې هم انډول شته دی او يو شان مثالونه لري.»

ښاغلي طاير د انګريزي د جېک و جيل د سندرې له يو بند سره د پښتنو ماشومانو لاندينۍ سندره ورته بللې ده:

Jack will eat no fat
And Jill doth love no lean
but be twixt them both
Thy lick the dishes clean

دوه په تناره خورمه
دوه په ديواله خورمه
دوه په تله راتله خورمه
چه کښينمه اته خورمه
زه خواره لا څه خورمه

يا دا:

مومنده اوبو يوړه
هنر منده اوبو يوړه
وروره څه هنر یې زدو وو؟
وروره دا هنر یې زدو وو
چه تالې داسې څټي لکه وينځلې!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...