آس او هوسۍ/ عبدالغفار اتل

یو وخت آس په آزادۍ کې ژوند کاوه لکه فیل، شرمُښ او زمری. په ټولو ځایونو کې ګرځېدلای سوای او د ټولو ویالو څخه یې اوبه چښلای سوای. یوه ورځ یې د یوه څاه سره یوه هوسۍ ولیده. هوسۍ هلته اوبه چښلې او آس ورته وویل:

– ځه ولاړه سه هوسۍ، دا زما څاه دئ.

هوسۍ وویل:

– دا ستا څاه نه دئ، دا د ټولو څاه دئ او د ټولو لپاره ډېرې اوبه پکې سته. لږ صبر وکړه او تر ما وروسته راسه اوبه وچښه.

آس وویل:

– یا! ستا وروسته یې نه چښم ځکه چي تا اوبه مردارې کړي دي.

هوسۍ وویل:

– نه دي مردارې، که یو چا مردارئ کړي هم وي نو تا به خپله کړي وي.

آس ته درد ورغی او کوښښ یې وکړ چي هوسۍ ته لغته ورکړي خو هوسۍ وتښتېده. آس انسان ته ورغی او ورته ویې ویل:

– انسانه! زما سره مرسته وکړه. هوسۍ زه توهین کړم او زه غواړم چي هغه پر لار کړم.

انسان ورته وویل:

– ښه دئ، ستا سره به مرسته وکړم.

انسان نېزه په لاس کې واخیسته، د آس پر شا کښېنستی او هغه څاه ته ولاړی. کله چي هوسۍ آس او انسان ولیدل نو وتښتېده مګر آس په هوسۍ پسې سو او انسان هوسۍ په نېزه وویشته. هوسۍ ولوېدله او مړه سوه. آس وویل:

– مننه انسانه مګر نو اوس زما څخه تا سه. زه غواړم چي اوبه وچښم او واښه وخورم.

انسان ورته وویل:

– دا څه وایې؟ ما ستا سره مرسته وکړه چي ته خپل دښمن مړ کړې، اوس باید ته زما لپاره د دې په بدل کې کار وکړې.

او پر آس باندي کور ته ولاړی. له هوسۍ څخه د آس غچ اخیستل د ده لپاره ګران تمام سول ځکه چي هوسۍ تراوسه پوري خپله آزادي لري مګر آس ټوله عمر باید د یو بل چا لپاره کار وکړي.

د دې کیسې درس دا دئ چي غچ اخیستل ډېر خطرناک کار دئ ځکه کېدای سې چي غچ اخیستونکی خپل ځان ته هم تاوان ورسوي.

(له فرانسوي سرچینې څخه)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...