چغال او زرکه/ ژباړن: عبدالغفار اتل

چغال ښکار کاوه چې یوه زرکه یې ونیوله. زرکې په زوره په زوره نارې کړې:

– لطفاً ما مه خوره. زه به هر هغه څه چې ته غواړې وکړم.

چغال فکر وکړ او زرکې ته یې وویل:

ـ ښه دی. زه به تا ونه خورم خو ته باید ما ته خوراک راوړې، ما وخندوې او ما وژړوې.

2زرکي وویل:

– سمه ده. اول به تا ته خوراک درکړم.زما سره راځه.

دوی یو سړک ته ورسېدل، زرکي چغال ته وویل:

  • ته دلته نژدې پټ سه.

او خپله پر سړک ودرېده او منتظره سوه. لږ وخت وروسته که ګوري چې‎یوه ښځه چې یو دېګ یې پر سر ایښی ووپر سړک تېرېدله. خپل سړي ته یې ډوډۍ وړله. په دغه وخت کي زرکه پر سړک باندي کراره، کراره په دې ډول لکه وزر چې یې خوږ سوی وو روانه سوه. ښځي چې ولیدل نو د زرکي د نیولو په فکر کي سوه ځکه یې نو دېګ کښېښوی او په زرکي پسېسوه. خو چې زرکي ته لاس ورنژدې کړي، زرکه نوکي لیري ځني واولوزي او بیا کښېني نو ښځي بیا ورپسې سي. کله چې ښځه بیازرکي ته ورنژدې سي، زرکه بیا هم هغه ډول ځني والوزي څو چې ښځه یې د  دېګ څخه ښه لیري کړه. چغال چې ولیدل چې ښځه نسته نو راووتی، د دېګ څخه یې ټوله غوښي وخوړلې او زرکې ته معطله سو. زرکه په لږ وخت کي بیرته راغله،چغال ورته وویل:

– مننه. ما ته دې ډېره خوندور خواړه راکړه.2

زرکې وویل:

– وړ یې نه ده. اوس به تا وخندوم. زما سره راځه.

له دې سره دوی ولاړه یوې مځکي ته چې په هغه کي دوو وروڼو کار کاوه. چغال د یوې وني تر شا پټ سو او زرکه ولاړه د یوه ورور خولۍ یې ځني واخیسته. ده بیرته د زرکي څخه خولۍ واخیسته او پر سر یې کړه خو زرکه ولاړه د ده پر سر کښېنسته او کوښښ یې وکړ چې خولۍ یې ورسورۍ کړي. هلک خپل ورور ته ورنارې کړې:

– وروره! راسه دا زرکه ونیسه که نه زما خولۍ به راخراپه کړي.

د ده ورور هم خپل یوم راواخیستی او کوښښ یې وکړ چې زرکه ووهي خو زرکه والوته او په یوم یې د خپل ورور سر دونده ټینګ وواهه چې ورور یې بې سده کړی. چغال دومره وخندل چې پر نس یې درد سو. زرکي صبر وکړ ترڅو چې د چغال خندا خلاصه سي. بیا یې نو ورته وویل:

– اوس به تا ته ژړا درولم. زما سره راځه.

دوی ولاړه داسي یو ځای ته چې یو ښکاري تلکه ایښې وه خو چغال په دې نه پوهېدی. زرکي چغال ته وویل:

– هغه غوښي وینې؟ ورسه ویې خوره!

ښکاري په تلکه کي غوښي ایښي وې نو چې حیوانان خطا باسي او ویې نیسي. کله چې چغال غوښو ته نژدې سو او غوښتل چې ویې خوري، تلکه بنده سوه او چغال یېتر لکۍ ونیوی. چغال نارې او ژړا شروع کړه. زرکي وویل:

– ژړا دي بندهکړه. ما ټوله هغه شیان درکړه چې تا غوښتي وه. د خدای په امان.

له دې سره زرکه والوته. چغال په ډېر تکلیف او زحمت خپله لکۍ د تلکې څخه خلاصه کړه او وتښتېدی.

د دې څخه موږ دا زده کوو چې د چا څخه بې ځایه غوښتني مه کوه.

(له هندوستان څخه)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...