بې عقل ملخ او هوښیار مېږی/ عبدالغفار اتل

یو وخت یو ملخ و چې په دوبي کې ډېر خوشحاله وو او سندرې یې ویلې. هغه د ژمي په اړه هیڅ فکر نه کاوه. تر څو چې دوبی و، خوراک او چښاک ډېر وو، ده سندرې ویلې او خوشحاله و. مګر موږ پوهېږو چې دوبی تل نه وي. یوه ورځ د ملخ پام سو چې دوبی خلاص او ژمی پیل سوی دئ. اوس نو په ژمي کې د خوراک شیان نه پیدا کېدل او هم ده د دوبي په وخت کې خوراکه نه وه ذخیره کړې. څنګه چې ژمۍ وو، نو ډېر تېز باران هم وو او د ملخ ډېر یخ کېدئ. فکر یې وکړ: زه به څه کوم؟ ژمۍ ډېر اوږد او یخ دئ! که د لوږي د لاسه مړ نه سم، د یخ د لاسه به حتماً مړ سم! نو په دې امید چې مرسته به ورسره وسي، د میږي کور ته ورغئ. کله چې د میږي کور ته ورسېد، واوره هم پیل سوې وه. ملخ نژدې وو چې یخی سي، خو ایله دومره یې وکولای سوای چې د میږي د کور دروازه وروټکوي. میږي دروازه خلاصه کړه او چې ملخ یې ولید نو حیران سو. ویې ویل:

– ملخه! ته دلته څه شي کوې؟

ملخ وویل:

– زه وږی یم او یخ مي کیږي. لطفاً مي پرېږده چې دا شپه ستا کره تېره کړم.

میږي وویل:

– ستا خپل کور چيري دئ؟ په دوبي کې دي څه کول کله چې خوراک او چښاک ډېر وو؟ ډېر وخت دي هم درلود چې خپل ځان ته کور جوړ کړې او ځان د ژمي لپاره تیار کړې!

ملخ وشرمېدی او ویې ویل:

– سندرې مي ویلې.

میږي وویل:

– سندرې دي ویلې؟ اوس ورسه اتڼ وکړه!

میږي دروازه بنده کړه او د ملخ دومره یخ کېدی چې د میږي په خوله یې وکړه او اتڼ یې شروع کړ ترڅو ځان تود وساتي.

د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چې موږ باید د وخت په ارزښت پوه سو او وخت یوازي په لوبو تېر نه کړو بلکې د خپلي آیندې لپاره هم درس ووایو او زحمت وکاږو.

(له فرانسې څخه)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...