ماشومان او د والدينو مسئوليتونه/ ژباړه : محب الله آرمل

په اوسني وخت کې د بېلو بېلو دلايلو په وجه پلرونه د اولاد له روزنې لرې پاتې شوي. دا مسئله د دې لامل شوې چې د دوی په ځان او نفس او دغه شان له ماشوم سره په اړيکو کې باور هم زيانمن شي او هم کورنۍ په ستونزه کې ښکېله شي.

افغانۍ ټولنه چې اکثره ميندې پکې له کوره نه وزي او ټوله ورځ يې له خپلو ماشومانو سره تېريږي، د اولاد روزنې او پالنې زيات بار او مسئوليت د دوی په اوږو بار دی. مګر بد مرغي دا ده چې زموږ د ټولنې اکثره او که ووايو ۹۰ سلنه مېرمنې بې سواده دي، چې دا مسئوليت د اوسنۍ نړۍ له غوښتنې سره سم نشي تر سره کولی، خو کولی شي ماشوم ته مينه ورکړي او انساني عواطف او جذبې پکې را ژوندۍ کړي که دا کار وکړای شي نو دوی خپلو ټولو موخو ته رسېدلی شي.

خبره داده چې پلورنه څومره کولی شي له خپلو مېرمنو سره مرسته وکړي تر څو هغوی د اولاد روزنې بهتر طريقي زده کړي؟ يوه حل لاره داده چې ميندو ته واک ورکړل شي. دا چې خپله ميندې په خپل نفس کم باور لري د اولاد روزنې سلسله ترې شړيږي ښه داده چې د کور واک مېرمن ته ورکړو او باور پرې وکړو چې د کور کارونه تنظيم کړي.

نه ښايي چې بدګمانه شو او له کورنۍ سره فاصله ايجاد کړو دا چاره چې د کورنۍ په زيان ده اصلي فاعلين نارينه دي دوی نه يوازې د خپلو مېرمنو د اولاد روزنې اغېز کم کړی بلکې لايې دا ستونزه په لوی لاس لویه کړې ده.

د دغه ستونزو د لرې کولو په اړه د ماشوم د ارواپوهنې ډاکټران ځينې طريقې او لارې چارې پېشنهاد کوي چې پرمټ يې کولی شو مېندې و پوهوو چې څنګه د ماشوم پالنې او روزنې چارې سمبال کړي.

ستونزې مشخصې کړئ.

يوه لویه ستونزه اقتصادي فقر دی، چې په اکثرو ټولنو او په تېره بيا افغاني ټولنه کې پلار مجبور دی د خپلو ماشومانو د نفقې موندلو او روزلو په موخه له کوره بهر لاړشي او يا آن دوه شيفه کار وکړي، داسې پلرونه هم شته چې له هېواده بهر وزي او هلته لږ په زيات مزد يو کال دوه کاله مسافري کوي. نو پدې وخت کې مور مجبوره ده چې د خپلو اولادونو د روزلو زيمه واري په غاړه واخلي او ستونزې يې هوارې کړي.

خو د اقتصادي ستونزو سره سره هم داسې لارې چارې موندل کيږي چې موږ کولی شو د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره ګټه ترې واخلو، تاسې به اورېدلي وي چې په پيسو هرڅه اخستل کيږي خو، مينه خوشالي، يوالی … نشو پرې اخستی همدا خبره ده چې وايي : آسايش له آرامش سره توپير لري.

کله وخت زموږ چلند هغه کس ته ورته شي چې په يوه تياره کې د پنځو پيسو سيکه پيدا کوي او بيا له جېب کاغذ راباسي اور ورکوي ترڅو معلومه کړي چې څومره مهمه سيکه يې موندلې خو ګوري چې يوازې پنځه پيسې ارزي او ورته د زرو پيسو لوټ سوزولی دی.

ځينې وخت ژوند داسې شي چې موږ يې تر ارزښت لوړه بيه پرې کړو او همدغه ځای دی چې زموږ ستونزې وار په وار زياتې شوې دي، تاسې وينې چې اکثره پلرونه سهار وختي له کوره وځي او ماښام ستړي ستومانه کورته راځي، دوی دومره ستومانه وي چې آن د خپلو ماشومانو غږ ښه نه ورباندې لګيږي، دوی شايد پيسې پيداکولی شي خو يوه شي ته يې پام ندی لکه خپلو ماشومانو ته، که ماشومان د پلار مينه حس نکړي، تجربه يې نکړي… نو معلومه ده چې بې مينې لويږي او د والدينو له توقع خلاف کسان ترې جوړيږي.

اوس د ماشوم روزنې د چارو پوهان وايي چې د يو پلار په خپل ژوند کې تر ټولو لوی مسئوليت دا دی چې خپل ماشومان ښه وروزي، کېدای شي اکثره پلرونه دغه موضوع درک نشي کړای خو مېرمنې کولی شي چې دوی ته دا احساس ورکړي او وخت په وخت يې دې وهڅوي چې له خپلو ماشومانو سره کله ناکله لوبې وکړي، ښار ته يې بوزي، ښونځي ته ورسره لاړشي … مه هېروئ چې ستاسې ماشوم هره ورځ لويږي او نه ښايي چې درې کلن ماشوم ته لاهم د هماغه يو کلن ماشوم په سترګه وګورئ.

که ماشوم د پلار مينه ونه ګوري او پلار تل خپل ژوند په مسافري او کار تېر کړي نو ماشومان يې له عاطفي، فکري،روحي.. او عقلي پلوه نيمګړي لويېږي.

يوه فلم ته مې کتل چې يوه ماشوم له پلار و پوښتل: پلار تاته په يو ساعت اضافه کارۍ د مياشتې څومره پيسې درکوي، پلار سترګې پټې کړې او د اضافه کار پيسې يې جمع کړې بيا يې زوی ته د پيسو تعداد ووې. زوی يې خپلې غونډې کړې پيسې پلار ته ورکړې او ورته يې وويل زه دوه دغومره پيسې درکوم خو اضافه وخت له ماسره تېروه.

د دې پېښې يو درس دا دی چې زوی په څومره شيدت غواړي د پلار تر څنګه و اوسي او د ده عاطفي غوښتنې ځواب کړي، څېړنې وايي هغه ماشومان چې له مور و پلار سره چکر ته ځي نسبت هغوی ته چې په کوټه کې بند پاتې زياته جسمي او فکري وده يې په برخه ده او ماغزه يې زيات رشد کوي.

اکثره ميندې فکر کوي چې ماشومان يې د پلار په نشتون کې خوشاله دي او د پلار اړتيا نه حس کوي، خو د ميندو تر ټوله لویه تېروتنه همدا ده چې خاوند زيات کار ته هڅوي او له خپلو ماشومانو سره د ليدلو لږ وخت ورکوي او ورته وايي چې ماشومان زه سمبالوم ته بېغمه شه. ميندو ته ښايي چې د ماشوم د فکري ودې او پرمختګ په پار د پلار رول پيکه نکړي او ماشوم په لوی لاس ټنبل نکړي، برعکس پلرونه دې يوازې پدې بسنه نه کوي چې ګواکي مېرمن يې د بچو روزنه او پالنه کولی شي او ده ته چندان اړتيا نشته.

په ماشوم روزنه کې د پلار رول ته ګام په ګام ځای ورکول

۱ ـ ميندې او پلرونه د د والدينو په په توګه لومړی خپل ځانته ارزښت ورکړي. د ډوډۍ پيداکولو، روغتيا ته د پام کولو لپاره د هڅه وکړي. که مور و پلار خپل ځان ته پام ونکړي او خپل وجودونه مهم ونه بولي نشي کولی خپل اولادونه په ښه شان وروزي.

۲ ـ ميندې بايد پدې هم پوه شي چې کله پلار له کور لرې کيږي نه يوازې د ماشومانو د روزلو ټول مسئوليت د دوی غاړې ته لويږي بلکې داسې نور موارد هم شته چې د دوی په اوږو باريږي او د دوی فعاليت سستوي او د ماشوم روزنې حوصله ترې اخلي.

۳ ـ که پلار نوی له مسافرۍ راغلی وي او غواړي چې د ماشوم روزنه ور په غاړه کړئ، دا ښه پيل ندی چې ورته وواياست د زوی لاس او مخ د ور ومينځه، نارينه له دا ډول امر سره چندان علاقه نلري او په مينه يې نکوي. نو بهتره ده ورته وواياست له زوی سره د په درسونو کې مرسته وکړه، کتابتون ته يې بوزه او نوې جامې ورته واخله.

۴ ـ د مېرمنې کړنې وستاييۍ او قدر داني يې وکړئ، که مو کار ورسپارلی وي هره لحظه يې مه تعقيبوئ چې ستاسې په برترۍ دلالت وکړي او هغه په خپل نفس بې باوره شي.

۵ ـ دا چې ستاسې مېرمن ستاسې په څنګ کې ده او ستاسې د ماشومانو روزنه او پالنه کوي مننه ترې وکړئ او ورته وواياست چې شتون يې آرامي او سکون درکړي او خوشاله ياست .

پای

۱۳۹۵-۶-۱۷

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...