آيا له کمپيوتري وسيلو سره بوختياوې د ماشومانو له فکري روزنې سره مرسته کوي؟

ژباړه: محمدحامد اکبري

په داسې حال کې چې ميندې  او پلرونه  له کمپيوتري وسايلو سره د دوی د ماشومانو په بوختېدنې سره د آرامۍ ساه باسي،مګر په زړه کې تل دا اندېښنه ورسره وي چې خدای مه کړه دا ډول بوختياوې د دوی د ماشومانو مغز ته زيان ونه رسوي.

له پنځه کلونو څخه کښته ماشومان د نويو او هوښيارو وسيلو د کارونې حيرانوونکې وړتيا لري.

نوره دا حيرانوونکې نه ده،چې دوه کلن يا دری کلن ماشومان ګوری،چې په پوره ډاډمن ډول ناست دي او خپله ګوته پر ځان باندې د پوره باور له مخې د هوښيارو او ځيرکو ټليفونونو پر مخ راکاږي او يا د کمپيوټري لوبو بټڼې ته زور ورکوي.

د ويسکانسن په پوهنتون کې تر سره شوې څېړنې ښيي چې له دوه تر دريو کلونو پورې ماشومان ډېرۍ وخت د داسې پردو پر وړاندې  داسې غبرګون ښکاره کوي،چې له دوی څخه غواړي پر دغه پردو لاس ووهي.

دې څېړنو ښودلې چې دا پردې هر څومره ډېرې اينتراکتيو (په متقابل ډول عمل کوونکې يا غبرګون ښوودونکي) وي،ډېرې ريښتيني دي او د دوه کلن ماشوم له نظره ډېرې په زړه پورې دي او هغه په خپله ځان له هغه سره نږدې ګڼي.

هدر ګريګوريان د ويسکانسن پوهنتون استاد چې دا څېړنې سرته رسولې،وايي چې لمس کېدونکې پردې د ماشومانو د زده کړې وړتيا لوړوي.هغه مهال چې نوموړي د کلمو د زده کړې لپاره بله څېړنه تر سره کړه،بيا يې هم ورته پايله ترلاسه کړه.

هغه په دې اړه وويل: هغه ماشومان چې د لمس کيدونکو (غبرګون ښودونکو) پردو سره لوبې کوي په ډېره چټکتيا سره زده کړه تر لاسه کوي او لږې تېروتنې کوي مګر په يو نابغه باندې نه بدليږي،په دې کار سره يوازې زيات معلومات لاسته راوړي.

ګټورې وسيلې:

نو ميندې او پلرونه کولی شي په آرامۍ سره ساه واخلي،ستاسې اولادونه د خپلې نړۍ له شا او خوا سره اړيکې ټينګوي او دا يوه ډېره طبيعي کړنه ده.

په هر صورت که تکنالوژي د هوښيار يا ځيرک ټليفون او يا هم کومه بله بڼه ولري،ډېر لومړني ښوونځي پر خپلو ټولګيو کې له آي-پډ څخه کار اخلي،تکنالوژي او د هغه د کارونې لارې د ښوونځيو په ښوونيزو پروګرامونو کې شاملې شوې دي.

هلن مويلت،د يو ښوونيز او خيريه بنسټ مشر ه چې د پنځه کلونو څخه د کښته ماشومانو د ښوونيزو کړنلارو او د ماشومانو د زده کړو د ښه والي لپاره کار کوي وايي: زه د هغې کسانو له ډلې نه يم،چې باور لري موبايل بايد د ماشومانو په واک کې ورنه کړل شي،په داسې حال کې چې که له دې وسيلې څخه پر ځای ګټه واخيستل شي کولی چې په ريښتيا هم حيرانوونکي وي او له زده کړې سره مرسته وکړي،په دې شرط چې په ټولو وختونو کې ونه کارول شي او ماشومان له نورو بوختوونکو لوبو راونه ګرځوي.

خو ميرمن مويلت له دې اندېښنه لري،چې ښايي مور او پلار په دې برخه کې ښه ونه اوسي،نوموړې وايي: زه داسې ميندې او پلرونه وينم چې په لاره د تللو پرمهال هم پيغامليږي او يا د ديجيتلي وسيلو په کارونه کې دومره ډوب شوي وي چې له خپلو ماشومانو سره په ډېره سختۍ اړيکه ټينګوي.

هغه څېړنې چې په دې وروستيو کې د استرلينګ په پوهنتون کې ترسره شوې ښيي چې له تکنالوژۍ سره د کورنۍ د اړيکو ډول په کور کې له دې وسيلې سره د ماشومانو د اړيکې په ټينګولو کې مهم رول لري.دا څېړنې پايله تر لاسه کوي  ( له دری تر پنځو کلونو کلونو ماشومانو تجربه د هرې کورنۍ له ټولنيزې کلتوري فضا او د هر ماشوم له شخصي کړنو څخه سرچينه اخلي).

د دې څېړنې د پايلې په دوام کې راغلي: دا تکنالوژي نه ده چې د ماشومانو لارښوونکې او د ماشومانو پر تجربه غالبه ده،بلکې د هغوی غوښتنې او د کورنۍ کلتور دی چې له دې وسايلو سره د هغوی د اړيکو ډول راپيژني.

د استرلينګ پوهنتون د څيړونکو له ډلې يو څيړونکی کريستيون استيون وايي چې ډېری ميندې او پلرونه د روږدتيا او خنثی کېدنې ګواښ درک کوي.هغوی له کمپيوتري پردو څخه د کارونې  او د کور د ننه او بهر د نورو بوختياوو لپاره ځانګړي ساعتونه ( وخت) ټاکي.

مګر د کارپوهانو تر منځ د کمپيوټري وسيلو د کارونې په ا ړه ژور اختلاف شتون لري.

ناوړه عادت

ډاکتر آريک سيګمن،ارواپوه وايي چې د نن ورځې ماشومان تر ټولو ډېر وخت  د تلويزون،کمپيوتر او يا داسې نورو وسيلو د پروګرامونو په کتلو تيروي او يا لوبې ورسره کوي.د هغه په باور دا ناوړه عادت کولی شي د روږدېدنې او ژورخپګان لامل شي،هغه وړاندوينه کوي،هغه ماشومان چې نن ورځ نړۍ ته سترګې غړوي تر هغه پورې چې اوه کلن کيږي،يو کال يې په بشپړه توګه د برېښنايي وسيلو سره پر بوختياوو تيريږي.

د دې خبرې په پام کې نيولو سره څوک نشي ويلی چې دا موضوع د اندېښنې وړ نه ده،اړينه دا ده هغه مهال چې ماشومان خپل وخت له دې ډول وسيلو سره تېروي،ډېره ګټه دې ترې واخلي او يوازې د هغوی لپاره داسې پروګرامونه ډاونلوډ شي چې د هغوی له زده کړې سره مرسته وکړي.

جکی مارش،د شفيلد په پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پروفيسور وايي چې په دې برخه کې بايد ډېرې څېړنې وشي.

هغه وايي: موږ په ځانګړي ډول کله چې فکر کوو يو پروګرام غوره دی،د ښوونځيو په واک کې يې ورکوو،يوازې دا چې يو آي-پډ د ماشومانو په واک کې ورکړی بسنه نه کوي،بلکې اړينه ده چې د دې پروګرام کيفيت هم د ماشومانو په واک کې ورکړل شي.

د مهارتونو ( وړتياوو) روزنه

د نوموړي په اند د باکيفته کمپيوتري پروګرامونو  په ځانګړي ډول  بېلابېل سافتويرونه کولی شي له استثنايي ماشومانو (هغه ماشومان چې په زده کړه کې ستونزې لري) سره مرسته وکړي تر څو هغه وړتياوې تر لاسه کړي له کومو څخه چې بې برخې دي.

همدارنګهآن لاين (پر کرښه) فضاوې ماشومانو ته دا فرصت ورکوي چې پر خپل ځان د باور له مخې د يو څه په زده کولو بوخت شي،کوم چې ښايي د ښوونځي يا کور په فضا کې ونشي کولی هغه څه تر سره کړي.

پروفيسور مارش ميندو او پلرونو ته توصيه کوي چې د خپلو شپږو کلونو څخه کښته ماشومانو لپاره په ټوليزه توګه يوازې دوه ساعته بسنه کوي چې له تلويزون او کمپيوتر سره پاتې شي.هغه زياتوي،له دې سره چې ډېر لږ کارپوهان په دې باور دي چې له کمپيوټر او نورو بريښنايي وسايلو سره بوختېدل زيان لرونکي دي،اما داسې شواهد شتون نه لري چې وښيي دا کار د ماشومانو د ذهني روزنې لپاره زيانمن دی.

مېرمن مويلت وايي: موږ د هغه وخت په اړه ډېر اندېښمن يو چې زموږ ماشومان يې،له کمپيوتر،تلويزون او نورو برېښنايي وسيلو سره تېروي،مګر زموږ ماشومان ډېر ځيرک او هوښيار دي،هغوی د ډېرو شيانو تر ګواښونو او ننګونو لاندې راځي چې  د دوی پام ځان ته را اړوي.

ممکن ماشومان يوازې دا غواړي چې چې د لويانو غوندې له نوې تکنالوژۍ څخه خوند واخلي.

سرچينه: بي بي سي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...