افغان ماشومان، د ترهګرۍ اصلي ښکار/ فرشته نجیم غني

(هغه ورځ مې ښه په یادیږي، له کوره مو کلیانې راواخیستې مور مې راغږ کړ راځی چای مو وڅښئ بیا د کار په لوري ولاړ شئ. په خپلو پیالو کې مو بوره واچوله له وچې ډوډوۍ سره د خوږ چای څښل بیل خوند لري، ریښتیا مور مې هغه وخت ډوډۍ غوړه پخه کړې وه، لامې خپله برخه پوره نه خوړلې چې آغا مې په بیړه جګ شو ویل یې جګ شه هلکه چې بیا ناوخته کیږي، همداسې له کوره ووتو، خو خپله نیمه غوړه ډوډۍ مې هيڅ له زړه ونه وته….)

دا د هغه ماشوم د زړه خبرې وې چې هره ورځ په کابل کې د مڼو سرای ته راځي، له دوکاندارانو غواړي چې مال یې په یوه کوچنۍ لاسي کراچۍ کې تر موټره انتقال کړي خو هيڅوک ورته زړه نه ښه کوي، ځکه امید ډیر کوچنۍ دی او د د مڼو دومره درنې بوجۍ نشي وړلای.

امید وایې خپل پلار په یوه بمي چاودنه کې له لاسه وړکړی او خپله اړ دی تر څو خپلو څلورو خویندو، یو ورور او مور ته ډوډۍ برابره کړي.

امید وایې کله کله داسې کیږی چې تر مازدیګره پورې وږۍ پاتې وي خو هيڅ ګټه یې نه وي کړې، هغه په ښکلو قهوه یې رنګه سترګو به نورو خلکو ته وکتل او راته وبه یې ویل ته پوهیږې دوی هره ورځ خپل کور ته بوجۍ بوجۍ مڼې وړي، زه یې هم وړم، هر مازدیګر چې کله کور ته ځم دغه دوکانداران ځینې مڼې چې لږې خرابې وي مونږ ته راکوي او چې هغه کله کورته یوسم مشره خور مې راته وینځي او وروسته بیا یې هر یوه ته جوړې مڼې راکوي، مونږ ټول یې په ګډّ خورو.

له هغه نه مې د پلار په اړه وپوښتل چې څنګه شهید شو، امید په ژړغوني غږ وویل ګوره خورې چاته به نه وایې چې ما وژړل کنه بیا ټول هلکان راپورې خاندي چې بی غیرته یم.

( که ریښتیا ووایم هغه ورځ چې کله له کوره دباندې ووتو نو ولاړو بازار ته د کمپنۍ بازار کې مې پلار رومیان خرڅول، کراچۍ مو راواخیسته رومیان مو پکې منظم کیښودل، پلار مې ساعت ته وکتل ویل یې زه نو اوس مکتب ته لاړ شه، د کتابونو کڅوړه مې راواخیسته او روان شوم، ریښتیا سږ کال مې پلار راته ویلی و چې درته یوه نوې د مکتب بکسه اخلم خو وایې نه خیسته مړ شو…)

امید ته مې د زړه تسلي ورکړه، کیسه مې بدله کړه د هر څه په اړه وغږیدو بیا یې وویل ریښتیا زما د پلار کیسه پاتې شوه.

اوف…

په سر یې لاس تیر کړ، خاورې مې په سر توی شوي توبه توبه دې ته وګوره او خپلو دوستانو ته یې کنځلې وکړې.

همداسې چپه خوله ورته پاتې وم، هيڅ مې ورته ونه ویل بیرته یې په خبرو پيل وکړ.

( هغه ورځ په مکتب کې وم، یو بد غږ شو، ډمپ…. ټول وډار شوو، هلکانو ویل بم چادولای، ښوونکو او استادانو راته ویل له ټولګي مه اوځﺉ، زه بیخي نه وم ډار شوی، لکه اتلانو غوندې مې یوازې دوی ته کتل بس ما خو پولیسان لیدلي، هغوی ډیر تکړه دي زه هم تکړه یم، خو هغه ورځ چې مونږ مدیر زخصت کړو زه مې د پلار خواته ورغلم، پلار مې نه و، پوښتنه مې وکړه،  یوه پولیس نارې کړې د وژل شوي کس زوی دی، په سترګو مې تیاره شوه چیغه می کړه خو یو پولیس په غیږ کې ونیوم یوه روغتون ته یې یوړم، هیر مې دی چې کوم روغتون و خو پلار مې هغه ورځ د سړک غاړې ماین کې الوتلای و.)

دا هغه ستونزه ده چې نن سبا ډیر ماشومان ورسره مخ دي، ډیری ماشومان په افغانستان کې د جګړه ییزو پلانونو ښکار شوي، دغه ماشومان اوس له یوې خوا د فقر له خوا ځپلي دي له بلې خوا له رواني ستونزو کړیږي.

څه موده مخکې په ټولنیزو پاڼو کې د یو ماشوم ويډیو لاس په لاس کیده چې په کندز کې یې د جګړې ستړی شوی و، ژړل یې خو لا په دې نه پوهیده چې څه باید ووایې د چا لپاره وژاړي ؟

ښکلو سترګو کې یې د افغانستان بلا غمونو ځای نیولای، د هرې یوې کوچنۍ خبرې سره یې ډير زړونه ودردول خو بیا هم د ماشومانو دغه حالت کې بدلون رانغی، داسې به ډیر ماشومان د هیواد په ګوټ ګوټ کې جګړو په خپلو سرو لمبو سیځلي وي خو څوک دي چې ددې ماشومانو په اړه فکر وکړي آیا دغه ماشومان د سبا راتلونکی مو ندی ؟

له بلې خوا داسې ماشومان هم کم ندي چې د پلرونو او لویانو د جرمونو سزا ورکول کیږي، جرم یې پلار وکړي خو په ټولنه کې دغه ماشومان ژوند نشي کولای تر هغه چې دوی سمه او رڼا لار پریږدي او بدیو ته مخه کړي، یابه معتاد شی یا غله راهزن او داسې نور آخر تر کومه.

د فراهي ماشوم نوید کیسه همداسې پټه شوه، سترګو یې د افغانستان د وضعیت ښکاریندویې کوله د هغه خبرې مې اوس هم په غوږونو کې دي د شپې خوب مې نا آرام شوی هیڅ مې نه هیریږي.

نوید خو بیرته د خپلې خوږې مور غیږې ته ولاړو خو راته یې وویل ای خلکو لږ فکر وکړﺉ د هغه په څیر به سلګونه نور افغان ماشومان د ځناورو په چنګال کې وي.

دا به منو چې ته یې د پلار سره د سوداګریزو چارو کې سیال یې یا په پخوا وختونو کې درته څوک وژلي، بد ېې در رسیدلي خو دا تنکي ماشومان څه ګناه لري ؟

تر هغه پورې چې په خپله حکومت د ماشومانو وضعیت ته پام ونکړي او یا فعال د حقوق بشر مدافعین خپله دنده په رښتینې بڼه ترسره نکړي زمونږ راتلونکی نسل به همداسې خوار او زار په دې خاوره کې ژوند کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...