ټال/ پوهندوی آصف بهاند

۱

د ماشومانو او کوچنیانو له پاره نوې ډیوه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

څلوردیرشمه برخه

څه کم دوه کاله مخکې مې د ماشومانو او کوچنیانو او په ټول کې د نوي نسل روزنې ته د پاملرنې په موخه  د کوچنیانو د مقالو د خپرولو لړۍ بیا را پیل کړه، نو په هماغه پیل کې مې د مقالو په لومړۍبرخه کې د موضوع مهم والي ته داسې اشاره کړې وه:

«د نړۍ او د انسانانو د پیدایښت له پیل نه بیا تر نن پورې، له ټولو مادي او معنوي لاس ته راوړنو او تجربو نه دا پایله تر لاسه شوې ده چې د یوې ټولنې راتلونکې آبادي، ښیرازي او پرمختګ د هغه د نوي نسل په ښه روزنه او دغه نوي نسل ته جدي پاملرنې پورې اړه لري. داسې پاملرنه چې نوی نسل د وخت له ټولو علمي غوښتنو سره سم له نوې تکنالوژۍ سره اوږه په اوږه د خپلو ملي ارزښتنو، ملي ګټو او تاریخ په رڼا کې داسې وروزل شي چې نه یوازې په راتلونکې کې هغه د مور پلار، کورنۍ او ټولنې پر اوږو بار نه وي، بلکې هغه یو پوه، زدکړی، مولد او داسې انسان وي چې د خپلې ټولنې او خلکو لارښوونه هم وکړای شي.

دې ته مو پام وي چې رهبران نه شنه کیږي او نه هم له آسمانه رالویږي، بلکې همدغه د نن ورځې ماشومان دسبا مور پلار هم دي، رهبران هم دي، مخترعین هم دي، خاینین هم دي، جګړه مار هم دي، سوله خوښونکي هم دي او په پای کې د دې دنیا ورانونکي او جوړونکي هم دي. که سم وروزل شي، د خلکو او وطن مینه، د انسان مینه او عاطفه ور زده کړای شي، نو بیا به یو ښه او مثبت انسان وي او که برعکس وي نو بیا ګورئ یې چې زموږ په ټولنه کې یې بیلګې څومره ډیرې دي.»

  په هره ټولنه کې د نوي نسل د روزلو انساني موخې ته د رسیدو له پاره، د نورو اړینو امکاناتو تر څنګ  میډیا هم په کار ده، رنګارنګ خپرونې په کار دي، سواد، لوستل، کتابونه، مجلې او اخبارونه په کار دي. یو شمیر فرهنګیان چې د نوي ژوند علمي او عصري جوړونې له پاره ښوونه، روزنه او د نوي نسل روزل اړین، اساسي او بنیادي اصل ګڼي، تل یې هڅه کړې ده چې د ماشومانو او کوچنیانو روزلو ته له پیل نه یعنې لا له کورنۍ، وړکتون، ښوونځي او بیا پوهنځي نه پام وکړي ، خپرونې ور ته ولري، د ماشومانو او کوچنیانو په ژبه ، د دوی له ذهن او دنیاګۍ سره برابر مینه ناک ادبیات ور ته یا تخلیق کړي او یا یې وژباړي او بیا یې د میډیا د بیلابیلو ډولونو له لارې تر دوی پورې ورسوي.

او دا دی د همدغو فعالیتونو په لړ کې، د نوي نسل د سمې او علمي روزنې په تمه د افغانستان په بلخ ولایت کې، د تیرو ګامونو په سلسله کې یو نوی ګام اوچت شو او د نوي نسل د لا سمې روزنې په موخه یوه بله ډیوه بله کړای شوه او د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د «ټال» په نامه یوه نوې خپرونه له چاپه را و وته.

د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې زما د خپرو شو مقالو په اتمه برخه کې ما په چاپي خپرونو کې د کوچنیانو له پاره د ځانګړو مطالبو په باب مفصل بحث کړی دی او پر هغو خپرونو تم شوی یم او معرفي کړې مې چې د کوچنیانو له پاره یو څه په کې خپاره شوي دي. هلته ما داسې اشاره ور ته کړې وه:

«له ۲۰۰۱ نه بیا تر نن پورې به د میدیا په بیلابیلو برخو کې د کوچنیانو ادبیاتو د څیړنې او تخلیق په برخه کې څومره د چا له خوا کار شوی وي، مالومول یې یو څه ګران کار دی، خو هغومره چې په ویبپاڼو کې، یا په چاپي او انځوریزو رسنیو کې کار شوی دی او زما له نظره تیر شوي دي، زه یې په لنډ ډول دلته یادونه کوم:

په چاپي خپرونو کې د کوچنیانو له پاره ځانګړې پاڼې:

په هیواد کې دننه او له هیواد نه د باندې به په دې موده کې ډیرې داسې چاپي خپرونې وي چې د کوچنیانو د ادبیاتو په باب به یې څیړنیزې مقالې چاپ کړې وي او یا به یې خپلې څو پاڼې کوچنیانو او د دوی ادب ته بیلې کړې وي، چې د ټولو لاس ته راوړل او بحث ورباندې کول ستونزمن کار دی. زه په دې بحث کې د نمونې په ډول هغه خپرونو باندې بحث کوم چې یا ماته په لاس راغلي او یامې د کوم بل آدرس یا مآخذ په وسیله پیژندلي وي.»

وروسته له پاسنۍ لیکنې نه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره څومره انځوریزې، بریښنايي او یا چاپي خپرونې چې شوې دی او زه ور نه خبر شوی یم، ما بې ځوابه او بې هرکلي نه دي پریښي او دا دی د همدغو هر کلیو په سلسله کې نن «ټال» ته ښه راغلاست وایم او هیله مې ده چې تل وښوري او زموږ ګلالي ماشومان او کوچنیانو د علم د ترانو په ویلو سره وزنګوي او په خپلو چاپیدونکو موادو کې داسې څه زموږ راتلونکي نسل ته په لاس ورکړې چې د سبا ورځې په تیارو کې ور ته د رڼا حیثیت ولري.

د څلوردیرشمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...