د ماشوم د روزنې لپار څو سپارښتنې

د ماشوم روزنه او پالنه د ماشوم اړتیاو ته د ځانګړي پام په مانا ده. ډير کله چې د ماشوم په پالنه فکر کوو نو ظاهري شیان مو سترګو ته دریږي لکه خواړه، اوبه او یا خوب ځای ورته برابرول.

دا برخې مهمې دي خو ډيرې بنسټیزې دي. طبعاً لومړی باید همدا برخې وي چې بیا پر نورو مسایلو فکر وکړو چې یو تکړه انسان وروزلی شو.

د ماشوم د عمر په زیاتېدا بېلابېلې برخې د لا ډير دقت اړتیا لري چې د هغه په پالنه او روزنه کې رول ولري.

تر بنسټیزو اړتیاوو وروسته باید د ماشوم د احساساتو پالنې او روزنې ته پام واړوو او یا په ټولنه کې د دوی د کامیابۍ د لارو د موندلو او د هغو د ورزده کولو اړخ ته وګورو.

د ماشوم ماغزه لکه د سپنج وګڼئ چې د شاوخوا چاپېریال هر څه جذبولی شي. په دې کې اورېدل او لیدل هم شامل دي.

د ماشوم په لومړنیو پنځو یا اوو کلونو کې د دوی مازغه ډير څه اخلي. دا ټول هغه راغونډ شوي معلومات دي،‌ چې زموږ په ژنتیکي جوړښت کې ځای لري،‌ له ماشوم سره چې څه کیږي په اتومات ډول یې غبرګون ښیي.‌

په ماغزو کې ځینې داسې عصبي ژونکې شته چې د هېندارې ماغزو ژونکې په نامه یادیږي، دغه حجرې په اصل کې د هغو کوچنیو پیغامونو کار کوي چې په یوه چاپېریال کې فعالیتونه مشخصوي او ډېر ژر دا هڅه کوي چې یوڅه زده کړي، کوم څه ورته مناسب دي او کوم مناسب نه دي،‌ ترڅو په دغه چاپېریال کې ژوندی پاتې شي.‌

Hightکله چې تاسو نوي زیږېدلي ماشوم وموسئ، نو ماشوم یې په مقابل کې سړي ته موسکی شي.‌کله چې تاسو یو ماشوم ووهئ،‌ ډېر ژر د وهلو غبرګون زده کوي.

دا زموږ د ماغزو هغه طریقه ده، چې له کبله یې موږ ژوندي ساتي،‌ پېښې کول او غبرګون ښوول تل پخپل چاپېریال کې وینو،‌ چې دا کار له موږ سره د یوه کار په بریالیتوب ترسره کولو کې مرسته کوي.‌ ځکه نو د پالونکو په توګه موږ د مشخصو منفي اغېزو او مثبتو اغېزو او غبرګون ښوولو په برخه کې مهم رول لوبولی شو،‌ چې په لړ کې یې موږ غواړو ماشوم چې د ماشوم ماغزه په ښه توګه وده وکړي.

ماشومان له دې وړتیا سره وده کوي چې د خپل چاپېریال په اړه اټکل وکړای شي.‌ کله چې مور او پلار په مختلفو طریقو د خپل ماشوم روزنه کوي، پر ماشوم فشار راوړل کیږي.‌دوی نه پوهیږي چې ګني د ماشوم پالنه کې له خپل سرحده وتلي دي او کوم څه یې ماشوم ته ښه او کوم ښه نه دي.

له دې کبله پلرونو او میندو ته تر ټولو مهمه دا ده چې د ماشوم پالنې یوه طریقه غوره کړي، او د ماشوم د عمر پربنسټ سمه ګټه ترې واخلي.‌

د روش او عصبي تحقیقاو پربنسټ،‌ تر ټولو مهمه طریقه مثبته تقویه ده.‌ د مثبتې تقویې لپاره بېلابېلې طریقې شته،‌ چې پلرونه سم روش او کړو وړو ته اړباسي.‌ په دې طریقه کې سړی کولی شي چې له ماشوم سره د روش په درشل کې مثبتې کړنې ډېرې او منفي هغې کمې کړي.‌

زیاتره والدین د عادت له مخې تر ډېره ماشوم په مثبتو روشونو نازوي،‌ خو بیا سزا ورکوي، که تاسو غواړئ چې یو ښه یقیني روش غوره کړئ،‌ نو غوره دا ده چې همدغه روش مخته بوځئ.‌ خو په شفاهي توګه د ماشوم ستایل هغه مهال ښه ګڼل کیږي کله چې د څو کلونو شي او د دواړو شفاهي ستاینې او نورو فزیکي جایزو توپیر وکړای شي. لکه د ساتېرۍ یو څیز ورکول چې ماشوم یې په لرلو سره خوشحالیږي. خو کله چې ماشوم د ناسم چلند زده کول پیل کړي، نو تاسو په تمامه مانا هغه رټئ.‌

خو د سزا یا رټولو ډول باید د ماشوم د ناوړه کار د غبرګون لپاره ويو نه د هغه د ثابتې پالنې یوه بڼه. که نه نو ماشومان بیا له سزا سره عادي کېږي او د خپلو ناوړه کړنو لپاره نورې لا ځیرکې لارې چارې لټوي، او په داسې چم یې کوي، چې پرې ګیر کېدای هم نه شي او له سزا هم ځان خلاصولی شي.

د ښو کړنو لپاره مثبت نازول او مثبته تقویه ډېره معمول ده چې له کبله یې د ماشوم پام په اصل کې پر ښو کړنو ورټولېږي، چې دا کار لانورو جایزو اخیستو ته ماشوم هڅوي.

د ماشوم پالونکو مور او پلار په توګه زموږ پام د ناسمو کړنو پر سمولو ورټولوو. موږ تمه کوو چې ماشوم مو ښه کار وکړي.

reading bookپلرونو او میندو ته مې توصیه دا ده چې د ماشومانو پر سمو کړنو ډېر پام ورټول کړي. په لومړي سر کې شاید تاسو پخپله تر ډېره د ماشوم د ښې کړنې لپاره هغه ونازوئ، خو کله چې ماشوم په ښو او بدو پوی شي، بیا تاسو هم د ښو په مقابل کې د نازولو چلند ورسره بدل کړئ. د بېلګې په توګه: تاسو ماشوم ته یوه اونۍ هره ورځ د هغه د خوبځای په جوړولو هغه ته انعام ورکوئ، خو یوه اونۍ وروسته یې لږ وستایئ، یعنې په درو ورځو کې یوې ځل.

بیا وروسته په یوه میاشت کې ماشوم ستایئ، دا چې د ماشوم ذهن تر ډېره مکافاتو ورکولو ته لېوالتیا لري او دا ورپه زړه کوي، چې کوم کارونه هغه ته د انعام او مکافاتو ورکولو ته اړتیا لري. پر وخت سربېره ماغزه په اتومات ډول په دغو کړنو کې پرته له دې چې مکافا ته اړتیا پیدا کړي، بوخت ساتل کیږي. دغه مکافات باید د عمر په تناسب ورکړل شي.

په خوله ستایل د ماشوم تر پنځه کلنۍ پورې کار ورکوي، خو کله چې تاسو تر ۱۰ کلنۍ وروسته نورو مکافاتو ته اړتیا لرئ، په تېره بیا کله چې ماشوم لوی او ۱۵ کلنۍ ته ورسېږي.

کله چې ماشومان په لویېدو سره په لاډېرو پېچلیو کارونو کې ښکېل کیږي، تاسو هم اړباسي چې لاډېر پېچلي مکافات ورکړئ. خو پام مو وي چې له سزا ورکولو سره پر ځان تمرکز ولرئ.

کله چې مثبته تقویه خپله اصلي طریقه وګرځوئ، تاسو بیا هم په ښو کارونو مکافات ورکوئ او دوی خپلو ښو کارونو ته دوام ورکوي.

شاید تاسو د ماشوم رټلو ته بیا مراجعه وکړئ، رټل یې باید د فزیکي سزا یا وهلو په بڼه نه وي. ځینې وخت سړی د ماشوم ایستلو او ځینې نور وختونه یې د یوه څیز له نه کولو منع کوي، ترڅو له هغې کړنې مخ وګرځوي چې تاسو یې نه غواړئ.

HOW TO TALKماشوم باید د مخکنیو ناسمو کړنو له کبله ونه رټل شي، خو په راتلونکي کې یې مخه راوګرځوله شي. کله چې ماشومان ښوونځي ته شامل شي، د دوی ملګري د ښوونځي ملګري تر مور او پلار ډېر پر دوی اغېز کولی شي.

په طبیعي توګه زموږ ماغزه د ژوندي پات کېدو لپاره اساسي اړتیاوو پوره کېدو ته اړتیا لري، لکه خواړه، اوبه او مینه. دا څیزونه ماشوم ته دا وړتیا ورکوي چې لا غوره امر ته غاړه کیږدي تر څو په ټولنیز تعامل کې ځان ورګډ کړي.

انسان هم د ټولینزو مخلوقاتو په ډله کې راځي، چې زموږ د ماغزو د مکافاتو لپاره ټولنیز ملاتړ ډېر مهم دی. هرڅوک غواړي ټولنیز اړیکي یې پراخه وي، خو پخپلو اړیکو کې یو لارښود هم لري.

د دې معنا دا ده چې ماشومانو ته وویل شي، چې څرنګه عمل وکړي، ناسته پاسته یې له چا سره وي، کوم څه واغوندي، او داسې نور. په هر حال ماشومان لارښوونې ته اړتیا لري. دا سمه ده چې ماشومان ځینې داسې کارونه کوي چې د کورنیو لپاره یې د منلو وړ نه دي، خو د دې پرځای چې ماشوم ته د سزا په ورکول کې بیړه وشي، باید د هغه لارښوونه وشي.

کله چې ستاسو ماشوم له سزا نه وېرېږي، په تېره بیا فزیکي سزا، دوی احتمالاً له خپلو والدینو سره په ډېرو اړیکو کې وي، ځکه چې مور او پلار یې ملګري نه، بلکې لارښود وي. ځکه نو مه وېرېږئ چې خپل ماشومان پرېږدئ چې پوی شي تاسو تل له هغوی سره خبرې وکړئ.

ماشومان تل خپلې اندېښنې او تېروتنې له والدینو سره شریکوي او دوی پرې بحث کوي، ولو که مور او پلار یې مخالف او یا ورسره موافق وي. که چېرې تاسو د هغه سزا ورکولو بیړه وکړئ، ماشوم فکر کوي چې ګني په هر بد کار رټل کیږي، خو د دوی دا سوچ هغه مهال ډېره وده کوي، چې تاسو نه ورباندې خبروي.

ناوړه عمل ماشوم دې ته دا فکر پیدا کوي چې ګني د هغه دا کړنه نه منل کیږي. د ناوړه عمل د مخنیوي لپاره د سزا وېره کافي نه ده.

د سزا په تړاو تر لسیزو څېړنې وروسته ښودل شوې چې دواړه فزیکي او شفاهي سزاوې د ماشومانو د ماغزو پر ودې اغېز کوي، په تېره بیا په مستقیمه توګه د دوی د زده کړې، ستونزو حلولو، له نورو سره پر اړیکو او روغتیايي پالنیزو اړیکو پر وړتیاوو اغېز کوي.

نو ایا تاسو به له هغه ماشوم سره څه کوئ چې په ښوونکي کې ښې نومرې لري او تل بریالی او له خپلو مهارتونو ګټه اخلي، خو کله چې تاسو پرې په شفاهي ډول چیغې ورباندې وهئ او یا فزیکي ډول یې ووهئ؟!

شفاهي او فزیکي سزا د ماغزو د ډېر مهم پرمختیايي پړاو پرمهال ناوړه اغېز کوي. وروستۍ مشورې دا دي چې:

۱: مکافات ورکړئ او د مکافاتو ورکولو انګیزه هم ورته تشریح کړئ؛

۲: ماشوم ته خپله مینه او ژمنتیا وښایاست چې دا د دوی لپاره یو لارښود هم کېدی شي؛

۳: ماشوم ته له خپل نوم پرته بل نوم مه کاروئ هغه که مثبت وي یا منفي، ماشومان دغه نومونه په ذهن کې ساتي او د هغه څه په اړه یې سلوک او اعتقاد بدلون کوي، چې ترسره کولی یې شي؛ که چېرې دا کار وشي، نو تاسو به “ځیرک Af Childماشوم” یا “ذکي ماشوم” ونه لرئ. دوی پرېږدئ چې خپل ځان ومومي چې دوی څوک دي؛

۴: هغه څه مه ورته یادوئ چې دوی یې کوي. یا ورته ووایاست چې “تاسو تل ډېر ورو یاست”، “تاسو تل ناوړه کار کوئ”، تاسو پوه ځیرک نه یاست”، یا دا چې ماشومانو له خپل استعداده له ګټې اخیستو راوګرځوئ.

۵: خپله هوښیارانه لهجه ورته وکاروئ. په داسې حال کې چې د ماشوم پر بدن د فزیکي سزا اغېز ښکاره وي، موږ تل د شفاهي رټولو د اغېز په اړه سوچ نه کوو، که چېرې د ماشوم پر وده ډېر اغېز ونه کړي، پرهغه ذهني فشار خو راوړلی شي.

تل پر یوه لهجه ماشوم ته غږېدل ستاسې د ماشوم د اندېښنې کچه کموي او ستاسې او د ماشوم ترمنځ د لا ډېرو اړیکو چاپېریال رامنځ ته کوي.

دا کار له ماشومانو سره ستاسې د لهجې کارولو په پوهاوي کې هم مرسته کوي چې ګني تاسو جدي یاست.

خو که چېرې تاسو په پرله پسې توګه خپله لهجه له ارامۍ څخه تر اعصابو خرابۍ او غوسې پورې بدله کړئ، ستاسې ماشوم به ان تر بلوغ پورې اندېښمن، خپه او په غوسه وي. دوی ته وښایاست چې څرنګه خپل احساسات کنټرول کړي ترڅو پخپله د دوی لپاره لارښود وګرځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...