ډالۍ/ نعیمه غني

وو نه وو په پخوا زمانو کې په یوه لوی غره کې یوه ښامار پاچاهي کوله.

دغه غر له قیمتي او رنګارنګ تیږو لکه الماس ،یاقوت،لعلونو،لاجوردو،زمردو او داسې نورو څخه ډ ک و.د هغې سیمې شاوخوا خلکو دا غر خپل تاریخي میراث ګنلو، او د هغه ښامار له پاچاهۍ نه په دې غره کې خوښ و،ځکه هغه د نورو وړو مارانو په مرسته د غره د قیمتي تیږو ساتنه کوله اوچاته یې اجازه نه ورکوله چې د کلي د مشرانو له خوښې پرته له غره څخه کومه قیمتي تیږه یا غمی یوسي.که ځه هم نوموړی ښامار او نور د غره ماران ډیر خطرناکه او زهري و،خو هیڅکله یې چاته زیان نه رسولو او د شاوخوا کلیو له خلکو سره یې په سوله کې ژوند کاوه. ښامار به تل یو ښکلی تاج چې یو تک سور غمی یې په منځ کې ایښی و په خپل سر ایښودو،د تاج غمی وړو مارانو په ډیر مهارت د ژبې په سولولو سره جوړ کړی و.ښامار به د غره په سرپروت و دهغه د تاج غمي به ټول غر لارې لارې روښانه کړی و،چې هر لیکې به یې یو ډول رڼا کوله. وړو مارانو به د هغه په رڼا کې شپه او ورځ د غره شاو خوا ګزمه کوله، څوک به چې غره ته راتلل نو دوی به څارل چې د څه لپاره راغلي، د کلي خلک له مارانو سره آموخته شوي و، او ټولو پرته له څه ستونزې ژوند تیرولو.

خو یوه ورځ د همدې سیمې د پاچا زوی چې یو سست اوبې کاره انسان و دغه غره ته د ښکار لپاره راغی. یو شپونکي هلک هم خپله رمه د غره په لمنه کې څروله او ورسره خوندوره شپيلۍ وهله، د شپونکي شپيلۍ د ښامار زړه وړی و او په مینه یې غره له سره یې هغه ته غوږ ایښی و.د پاچا زوی چې په غره کې کراره کراري ولیده نو د شپونکي خوا ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه:

دا څه چل دی ؟د غره نور ژوي ولې نه ښکاري؟ شپون هلک ځواب ورکړ: دغره ټول ژوي اوس په خپلو غارونو او ځالو کې دي ، نه غواړي چې ښامار ته مزاحمت وکړي ځکه اوس د هغه د استراحت وخت دی او هغه زما شپيلۍ اوري اوآرام کوي. د پاچا زوی وویل داسې خو نه کیږي زه غواړم ښکار وکړم مګر دلته هیڅ ژوي له خپله غاره نه راوزي .
شپون ځواب ورکړ :دا ښامار د غره پاچا دی د هغه په خلاف څوک کوم کار نه شي کولی.

د پاچا زوی وویل: ښه نو چې داسې خبره ده اوس به د دې پاچا کار خلاص کړم،دا یې وویل او په خپله لینده کې یې غشی کیښود او دښامار په لوري یې برابر ونیو، شپونکي په بیړه د هغه لاس ونیو او ورته وویل: دا څه کوې؟ ته یو مهربانه ښامار چې هیڅکله یې چاته ضرر نه دی رسولی وژنې ،په همدې کې د پاچا د زوی له لیندۍ نه غشي وار شو، او برابر د ښامار په تاج ولګید ، د تاج غمی ټوټې ټوټې په مځکه راولوید.ښامار په قهر دیخوا ها خوا وکتل او پوه شوه چې غشی د هغې خوا نه راغلی له کومې خوا چې د شپیلۍ غږ راتلو،په بیړه یې په مارانو غږ وکړ چې هغوی دواړه راولي ،ماران په بیړه ورغلل او د شپون هلک او دپاچا د زوی له پښو نه راتاو شول تر څو حرکت ونه کړي او د یوه تیاره غار په لور رهنمایي کړل په لومړیو کې شپونکي هلک هڅه کوله چې ښامار پوه کړي چې دی ګرم نه دی او غشی د پاچا د زوی له خوا وار شوی، خوکله چې پوه شو چې کوم ثبوت نه لري چې ځان بې ګناه وښي، ښامار ته یې وویل: موږ ستاسو ګنهکار یو. تاسې چې هره سزا راکوی موږ یې منو. په دې خبره د ښامارغصه لږ سړه شوه او وویل: تاسو داړه به په همدې غره کې تر هغه وخته پاتې کیږی تر څومو چې د غره له تیږو نه زما د تاج لپاره یو وړ غمی نه دی جوړ کړی. د غره له چینو به اوبه څښی او د ونو له میوو نه به خواړه ځانته برابروی، خو که مو د تیښتې هڅه وکړه نو په لاره کې به مو ماران په خپل نیش له منځه یوسي ،شپونکی او د پاچا زوی ډیر ویریدل خو مجبور وچې دې سزا ته غاړه کیږدي.

د دوی د بند شپې اوورځې تیریدې، د پاچا زوی به د شپې دننه په غار کښې واو دورځې به یې په غره کې شاوخوا سیل کاوه او خپل وخت یې په خوشحالۍ تیراوه .خو شپونکی هلک به ټوله ورځ د خوړو او اوبو په تیارولو بوخت و او چې له هغو نه به اوزګار شو نو له قیمتي تیږو نه به یې د غمي د جوړولو هڅه کوله ،په لومړیو کې هغه ته ډیره ستونزمنه وه خو ورو،ورو د عادي تیږو سره د سولولو په مرسته وتوانید چې د غمي د جوړولو چل زده کړي.هغه به د پاچا زوی ته هم ویل چې مرسته ورسره وکړي خو هغه به په ځواب کې ورته ویل: زه د پاچا زوی یم، دا کارونه نه شم کولی، ته یې کوه هر کله چې له دې ځایه خوشې شوو نو زه به د ټولو کارونو بیه درکړم . وخت تیریدو تر څو چې یوه ورځ شپونکي هلک او د پاچا زوی له یوه ښکلي غمي سره د ښامار مخې ته ورغلل،ښامار غمی په ځیر وکوت. بیا یې هغه بیرته دوی ته ورکړ او په قهر یې وویل: له دې نه ښه غواړم ! دوی له هغه ځایه بیرته لاړل په لاره کې د پاچا زوی په قهر شپون هلک ته وویل: زه نور دلته نه شم پاتې کیدای، او له دې ځایه تښتم. خو شپونکي هلک هغه ته ډیرې زاری وکړې چې که د تیښتې هڅه وکړي نو ښایي چې ماران هغه له مینځه یوسي.او هغه ته یې وعده وکړه چې ډیر ژر به د ښامار د خوښې غمی جوړوي ترڅو یې ښامار خوشي کړي.

شپونکي په پر له پسې ډول څو غمی جوړ کړل خو د ښامار خوښ نه شول، او هغه ته یې دلاښه غمي دجوړولو وویل، شپونکی نور د غمیو په جوړولو ستړی شو خو نا هیلی نه شو. او د غمیو جوړول یې پرې نه ښودل، تر څو چې یوه ورځ یې ښامار ته یو ښکلی شین زمردین غمی چې رڼا یې د ښامار شاوخوا خپره وه ورښکاره کړ غمی په خاص مهارت سره جوړ شوی و، د هغه پينځه کونجه د ستنې په څیر نازک اوتیره و، او بیا په سر کې ټول سره یو ځای شوي وو او لکه یو ټکی داسې سره یو ځای ښکاریدل. ښامار چې غمی ولید نو سمد لاسه یې هغه په خپل تاج کې کیښود ،د هغه تاج له پخوا نه هم ښایسته شو . اوس نو د پاچا د زوی اوشپونکي د تللو وخت را ورسید ،د تلو په وخت کې ښامار د پاچا زوی ته هغه غمی چې شپونکي جوړ کړي و ورکړل، او هغه پرته له دې چې د شپونکي هلک سره مخه ښه وکړي په بیړه او خوشحالۍ له غره نه لاړ، له دې وروسته شپونکي هم د تلو اجازه وغوښته،ښامار هغه ته هم د تلو اجازه ورکړه.شپونکی په شمیرلو قدمونو روان شو.ښامار یې په زړه پوه شو او ورغږ یې کړ ایا ته هم غمي غواړې؟

شپونکي ښامار ته مخ ورواړوا او وویل: نه زه غمي نه غواړم خو په هغه توپير چې زما او زما د ملګري په منځ کې وکړ خفه شوم .ښامار وویل: زه پوهیږم چې ما ستاسو تر منځ توپير کړی خو هغه علت لري، او علت یې دا دی چې د پاچا زوی یو ګستاخ او مغرور انسان وو زما قوانین یې نه منل، او د غمي په جوړولو کې یې هم ونډه نه اخیسته نو ماهم هغه په خپل حال پریښود او هغه غمي مې ورکړل، خو تا چې زما لپاره ډیر زحمت وایست او زما قوانین دې په پوره توګه ومنل نو ما هم له تا سره مرسته وکړه چې ته یو کمال زده کړې چې ټول عمر په آرام سره تیر کړې، تا د غمیو د جوړولو کسب زده کړ او اوس ستا هره ګوته د یو قیمتي غمې په څیر ارزښت لري.شپونکي د دې په اوریدلو سره په خوشحالۍ خپلو لاسونو ته وکتل او د ښامار نه په مننه له غره نه لاړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...