کوچنی جادوګر او وړوکی ستوری

ژباړه: اناهیتا روهي –

يوکوچنی جادوګر و، چې د شپې له خوا به بهر د شنو واښو په منځ کې ويده کېده. ونو به په خپلو پاڼو ورو، ورو پکی ورته واهه او سپوږمۍ به له آسمانه مرغلينې وړانګې پرې شيندلې.

يوه شپه جادوګر ته خوب نه ورته. دی له خپله ځايه پاڅېد او د ونې سر ته وخوت، چې د اسمان ننداره وکړي. آسمان ته په کتو يې زړه وغوښتل، چې جادوګري وکړي. ده ﻻ انتر، منتر نه وو ويلي، چې له اسمانه يو وړوکی ستوری راولوېد او د هماغه ونې په څانګه کې بند شو، هماغه ځاى کې چې جادوګر ناست و.

جادوګر ستوري ته وکتل او د شپې يې ټولو ژوو ته ورنارې کړې: ټول راشئ، هله دا وګورئ! ما جادو وکړه، له آسمانه مې ستوری راکښته کړ.

ستوری د جادوګر په جادو نه و رالوېدلی. دی په خپله ډېر زړور و او له آسمانه يې را ټوپ کړی و. ځکه جادوګر دومره توان نه لري، چې يوازې د انتر منتر په ويلو سره له آسمانه ستوری راکښته کړي.

جادوګر په ډېر احتياط سره ستوری له ونې راکښته کړ او ځان سره يې وساته. ستوري له ځانه رڼا کوله اود شپې ټول ژوي د ده په رڼا پسې راروان شول.

لږ وخت وروسته د جادوګر پام شو، چې د ستوري رڼا ورو، ورو تتېده. ده د شپې ژوو ته وويل: ګورئ!

دا وړوکی ستوری بايد بېرته آسمان ته وخېژي. جادوګر چې هر څومره انتر منتر وويل، ستوری بېرته آسمان ته نه شو تلی. جادوګر خپلو ملګرو ته مخ ورواړاوه او د دوی له منځه يې کونګ ته وويل:

ته الوتلی شې، ته والوځه او ستوری تر آسمانه ورسوه!

کونګ ستوری له ځانه سره پورته کړ او والوت. څو شېبې وروسته بېرته راغى او جادوګر ته يې وويل:

وبخښه، زه دا کار نه شم کولای. ما ډېره هڅه وکړه خو، زه دومره لوړ نه شم الوتلی، چې ستوری تر آسمانه ورسوم.

جادوګر وړوكى ستورى په وار سره نورو ژوو ته هم وركړ، چې بېرته يې آسمان ته ورسوي. خو هر يو به بېرته راته هېچا ستوری تر آسمانه نه شو رسولای.

د جادوګر آسمان ته ورپام شو، چې ورو ورو سپيدې چاودېدلې. ځان سره يې وويل: دا خو ښه کار نه دی. زه بايد يوه ﻻره پيدا کړم، چې وړوکی ستوری بېرته خپل ځای ته ورسوم. اوس به په آسمان کې ستوري شمېرل کېږي او دا وړوکی ستوری خو دلته دی، دا به څنګه کېږي؟

ناڅاپه يې يو ښکلی غږ واورېد، چې جادوګر ته يې وويل:

زه کولای شم له تا سره مرسته وکړم.

جادوګر وپوښتل:

ته څوک يې؟

زه سپيرکونډکه يم!

جادوګر وويل:

ته کولای شې دغه ستوری تر آسمانه ورسوې؟

سپيرکونډکې وويل:

زه نه! خو زما سندره کولای شي، چې ستوری تر آسمانه ورسوي. ځکه زما سندرې تر آسمانه

رسېدلې دي.

سپيرکونډکې د سندرې په ويلو پيل وکړ. لږه شېبه نه وه تېره، چې ستوري د آسمان ﻻر ونيوه او د جادوګر له سترګو پنا شو.

جادوګر چې سندره واورېده په حيرانۍ سره يې وپوښتل:

دا څنګه کېدای شي، چې سندره دې له جادو نه زوروره اوسي؟

ټول ژوي د جادوګر په څېر حيران وو خو ځواب يې له هېچا سره نه و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...