ســـپاره/ لیکواله: نعمیه غني

سهار د وخته به چې کله د کلي نور ماشومان د جومات په لور د سبق ویلو لپاره تلل، نو بریالي به لا د وخته د کلي رمه راټوله کړې وه، او له هغې رمې سره چې پلار یې د څنګ له کلي نه راوسته د غره په لور بیوله. د بریالی هم زړه غوښتل چې د کلي د نورو ماشومانو په څيرجومات ته د سبق ویلو لپاره لاړ شي. هغه به تل له خپل پلاره د سبق په اړه پوښتنه کوله. او ویل به یې:

-دادا! دا هلکان په جومات کې هره ورځ څه شی وایي؟
پلار به یې ځواب ورکړ.

– زویه! سپاره وایي. ته یې د هغوی په لاسونو کې نه وینې؟
– چې سپاره خلاصه کړي بیا څه وایي؟

child, sheep
– بیا د سپارې په خبرو ځان پوهوي، ملا صاحب یې ورته مانا کوي، چې څه په کې لیکل شوي.
– مګر دادا د انور خو سترګې ړندې دي، هغه هم هره ورځ جومات ته ځي هغه څه شی وایي؟

– زویه! نو څه چې ړندې دي، هغه یې اوري، او بیا یې په یادو زده کوي او په خپل زړه کې یې ساتي.
– ځومره ښه!

زویه ته ورشه چې هغه میږه ولې څه نه خوري او پرته ده. بریالي یوه تیږه د میږې په لور ور وغورځوله میږې پورته ترپ کړل او منډه یې وکړه.

د بریالي پلار به چې د هغه دا تلوسه لیدله نو ډیر به خواشینی شو، چې دریغی هغه هم د نورو ماشومانو په څیر سبق ویلی خو افسوس چې د بریالي د پلار ناروغۍ او د دوی بې وزلۍ پرته له شپنۍ بله لاره دوی ته نه وه پریښې.

کله به چې د ماسپښین سیوري راکاږه شول، نو پلار به یې له کلي نه راټوله کړې ډوډۍ له خپل چادره راواخیسته او په بریالی به یې غږ وکړ:
بریالیه! راځه چې ډوډۍ وخورو، بریالي به د پوڅې د یګ راواخیست او دواړو په له پوڅې سره ډوډۍ خوړله، نو د بریالي پوښتنې به یو وار بیا پیل شوې.
-دادا په سپاره کې څه لیکل شوي؟

– زویه! په سپاره کې ښې خبرې لیکل شوې، چې اودس کوئ، لمونځ کوئ، د مور او پلار په خبره کوئ، دروغ مه وائ، غلا مه کوئ، ښه ښه کارونه کوئ……..

بریالی به په خبره کې ورولوید، دادا زه هم کولی شم چې لکه انور دا خبرې په یادو زده کړم؟
-هو زویه ته یې هم زده کړه.
بریالي وپوښتل: بې له سپارې؟
پلار یې به یې ځواب ورکړ: بې له سپارې!

خو د اختر په ورځ به بریالی ډیر خوشحاله وو ځکه رمه یې نه پوله، او هم ده او نورو هلکانو د څنګ کلي له هلکانو سره د خوسي لوبه کوله. بریالي ډیره ښه لوبه کوله او ټولو هغه ډیر هڅولو چې تل د لوبې ګټونکی دی وي.

دا اختر د لوبې په وخت کې یوه هلک هغه په مټ کلک وواهه، د بریالي پښه له لاسه خوشې شوه او په ځمکه ولګیده خو ژریې ځان ټینګ کړ او چا ونه لید.

لوبه د بریالي د کلي هلکانو وګټله، خو بریالی د تل په څیر خوشاله نه وو. هغه ته د پلار خبرې وریادیدې چې ویل یې( زویه په سپاره کې لیکل شوي، چې دروغ مه وائ، غلا مه کوئ، ښه کارونه کوئ) او په دې چې هغه ریښتیا نه وو ویلي، ډير خفه وو.

د اختر په دوهمه ورځ د دواړو کلیو هلکان بیا راټول وو، د بریالي د کلي هلکانو د څنګ د کلي په هلکانو ملنډې وهلې چې تل دوی لوبه ترې ګټي.

بریالی په خواشینی د هغوی خوا ته ورغی او په نیولي غږ یې وویل:پرون موږ لوبه نه وه ګټلې، ځکه زه سوزیدلی وم.

د خپل کلي هلکانو یې غوښتل چې هغه غلی کړي، خو ده ټوله کیسه وکړه. په دې سره د څنګ د کلي هلکانو چیغې او خوشالي پیل کړه.

د بریالي ملګري له هغه سره په جنګ شول،حمید په قهر وویل: تا ته چا ویلي وو چې دلته راشه او دا خبره وکړه، اوس خو لوبه تیره وه ټول دې وشرمولو!
بریالي ورو وویل: په سپاره کې لیکل شوي چې ریښتیا ووايئ!

امان یې خبره پرې کړه او د هغه خبره یې په ملنډو ورغبرګه کړه: په سپاره کې لیکل شوي، تا خو عجبه سپاره ویلې ده.
بریالي وویل: ما سپاره نه لوستې خو دادا مې وایي چې همدا خبرې په کې لیکل شوې، او ما هم د انور په څیر پ یادو زده کړې، او په خپل زړه کې مې ساتلې دي.
پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...