وړه جادوګره/ لیکواله: اناهیتا روهي

يو وخت يوه وړهجادوګره وه. دا جادوګره د جادويي ځنګله په منځ کې په يو داسې کور کې اوسېدله، چې نيم ديوالونه يې باد کاږه کړي وو.

يوه ورځ وړې جادوګرې غوښتل، چې نوی جادويي شربت جوړ کړي. د دې شربت لپاره بايد څو ډوله بوټي سره ګډ شوي وای. جادوګره د بوټيو د راټولولو لپاره له کوره ووتله. دا په ځنګله کې همداسې وړاندې تلله، تلله، تلله تر څو پورې چې يو ښکلي ځای ته ورسېده. دا ځای ټول په ګلانو او ښکلو، ښکلو بوټيو ښايسته شوی و. جادوګرې ته ګلانو او بوټيو  ډېر خوند ورکړ. خپل جادويي لرګی يې له جيبه راوايست، په لرګي يې انتر، منتر وويل او يوه پسته نرمه بړستن يې په چمن کې هواره کړه.

جادوګرې سر په بړستن کې دننه کړ او ويده شوه. يو وخت، چې له خوبه راويښه شوه، په اسمان کې ستوري ځلېدل او سپوږمۍ وړانګې شيندلې.

جادوګرې، چې تيارې ته وکتل چيغه يې کړه ( هېېېېېېېېېېېېېېې! زه به اوس په دې تياره کې بوټي څنګه ووينم؟ ځان سره وبونګېده او ويې ويل: خير ځينې بوټي به همداسې راوشکوم وبه ګورم، چې څه ترينه جوړيږي). جادوګرې په توره تياره كې بوټي راوشکول او ځان سره يې کورته يوړل. له بوټيو څخه يې شربت جوړ کړ او لږ وروسته يې په خپله يو دوه غوړپه وکړل.

ﻻ يې شربت تر ستوني نه و تېر، چې په خېټه يې درد شو، خوا يې وګرځېدله او په خپله حيرانه شوه، چې دا يې څه وکړل او څه يې وڅښل. په دومره ګډوډو بوټيو خو هېڅوک هم ملامت نه ول.

جادوګرې ځان سره وويل که چېرې زه دا ځل ښه شم، نو بيا به هېڅکله هم په خپل سر بوټي او شربتونه ونه خورم.

 وړه جادوګره بيا له ځايه راپاڅېده، جادويي لرګی يې راواخيست، ځان ته يې د باديانو چای راوغوښت. چای يې وڅښل، خپله بړستن يې په سر راواړوله او ويده شوه. سهار چې له خوبه راپاڅېده، رکه روغه وه او له ډېرې خوشحالۍ يې له جادويي لرګي سره په هوا کې ټوپونه ووهل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...