کارګر وباتڅ/ ليکواله: کورنيليه فونکه

ژباړونکې: اناهیتا روهي –

د يوه لوړ غره په سر کې، چېرته چې يوازې سپينې واورې او تورې تيږې پرتې وې، يو غټ، بدرنګ او ډېر وحشتناک ديو اوسېده، چې نوم يې ګاګروباتڅ و.

ګاګروباتڅ له درې زرو کلونو راهيسې د غره په يوه لويه سمڅه کې ژوند کاوه. ده به دغره په سمڅو کې غير له تيږو نه بل څه د خوراک لپاره نه موندل. نو کله به يې چې کوم ژوی او يا هم د سکي کوم لوبغاړى په غره کې وليد، په خوند خوند به يې غاښونه پرې ټينګ کړل.

دا چې ګاګروباتڅ به ډېرې تيږې خوړې، نو هر وخت به يې په نس او خېټه درد و. او هر وخت به يې د خوندورو او پستو غوښو خوبونه ليدل.

يوه ورځ د ښوونځي يو سرويس، چې له زده کوونکو ډک و، د تفرېح لپاره د غره خواته روان شو. د غره له سره د ګاګروباتڅ سترګې په سرويس ولګېدې، چې د غره خواته په سرک روان و.

ګاګروباتڅ په شونډو ژبه تېره کړه او د ښکار په فکر کې شو. له ځان سره یې وويل: که يوه غټه تيږه له غره څخه رابېله کړم او د سرويس ﻻره بنده کړم، نو پاتې کار خو يې اسان دی .

په سرويس کې ناست زده کوونکي له دې نه نه وو خبر، چې د دوی نوم نن د ګاګروباتڅ د ډوډۍ په لست کې دی. دوی په خپلو خبرو بوخت وو، چې ناڅاپه د سرويس ډريور يو ټينګ برک ونيوه. ډريور په راوتلو سترګو د سرک په منځ کې، پرتو تيږو ته وکتل او خپل سر يې د حيرانتيا په بڼه وخوځاوه.

لږ وروسته يې وويل: (( ټول په خپل ځای کې کېنئ او ځانونه کلک ونيسئ. زه به د سرويس مخ راوګرځوم.)) ډريور د سرک په منځ کې د سرويس مخ راوګرځاوه او مخامخ په يو تونل وربرابر شو. ډريور له غصې بيا غږ وکړ: (( دا يې ﻻ بله! تر اوسه خو دلته تونل نه و! دا له کومه شو؟ ))

بدرنګ او د کلونو وږی ګاګروباتڅ ډېر هوښيار و. ده په غټو تيږو د سرک يوه خوا بنده کړې وه  او د سرک بلې خوا ته په خپله پروت و. خپله لويه او غټه خوله يې خلاصه نېولې وه او اوږده ژبه يې سرک ته راوباسلې وه. کله چې سرويس په سرک کې بېرته راوګرځېد، نو د ګاګروباتڅ په ژبه روان شو، او مخامخ يې خولې ته ورننوت. ګاګروباتڅ ژبه ورټوله کړه او ټول سرويس يې له ستوني تېر کړ. او ورو ورو خپلې سمڅې ته ورروان شو تر څو ارام وکړي او ويده شي.

د سرويس په منځ کې ښوونکې غږ وکړ: (( وه خدايه ! موږ چېرته يو؟ ما ته خو داسې نه ښکاري چې موږ دې په کوم تونل کې وو! زه خو وايم د غره کومې سمڅې ته وربرابر شوي يو!)) ډريور چې د ښوونکې خبرې واورېدې، ځان سره وغورېد. له غصې نه يې د ډوډۍ ډبى راوخيست او د ډوډۍ په خوړلو يې پيل وکړ.

ماري چې په بيالوژي کې تر ټولو ډېره تکړه وه ویې ويل: (( دا نه کوم تونل دی او نه هم دغره کومه سمڅه! دا يوه معده ده!!! کله چې موږ دلته را ننوتو نو تاسوهغه غاښونو ته پام نه و؟

يو بل زده کوونکي وويل: (( هو، رښتيا وايي. هغه يوه لويه او غټه خوله وه! )) دې نورو زده کوونکو هم د تاييد په بڼه سرونه وخوځول.

ډريور او ښوونکې دواړه حيران وو. لږ څه وروسته يې د سرويس کړکۍ خلاصې کړې بهر ټول اسکېليټونه پراته وو. دواړو وويل: ((همداسې ده! زموږ سرويس کوم غټ ژوي له ستوني تېر کړی دی. او موږ اوس د دې ژوي په معده کې يو.

يو بل زده کوونکي وويل: (( ښه به داوي، چې موږ سرويس بېرته چالان کړو. د تېلو له لوګي څخه به د ژوي خوا وګرځي. او زموږ سرويس به بېرته له ستوني راوباسي. )) يو بل زده کوونکي د سرويس له وروستۍ چوکۍ څخه غږ کړ: (( هو، دا ټولې راديوګانې هم چالان کړئ دا جګ غږونه به يې خامخا په تنګ کړي او په معده به يې بده اغېزه وکړي.

ډريور سرويس چالان کړ او د معدې په منځ کې يې اېخوا او دېخوا روان کړ. زده کوونکو

د راديوګانو سره غبرګې چيغې او نارې وهلې.

ګاګروباتڅ د غره په سمڅه کې په خوند ويده و او په لوړ اواز خوريده، چې يو ناڅاپه يې معدې په سوځېدا پيل وکړ. د معدې په منځ کې يې تور لوګي راپورته شول. ورو ورو يې لوګي له غوږونو او پوزې راووتل. د خېټې په منځ کې يې غټې غټې پولۍ جوړې شوې. نور نو له درده ليونی کېده. بدرنګ مخ يې تک سور اوښتی و.

ګاګروباتڅ له ډېره درده له خپلې سمڅې راووت او په واوره کې پريوت. دواورې له سړوالي يې نوره هم په خېټه کې دردزيات شو. او په سخت ټوخي يې پيل وکړ. له ټوخي سره سم يې سرويس له خولې راووت. او د لوی سرک په منځ کې سم دم ودرېد.

ډريور موټرپه تېزۍ سره روان کړ. ښوونکې خپلو زده کوونکو ته وويل: (( پاڅېږئ او ګاګروباتڅ ته وګورئ. زده کوونکو د سرويس له کړکیو څخه ګاګروباتڅ ته کتل، چې د يو لوی تعمير په څېر سرک ته څېرمه وﻻړ و. خپله شنه ژبه يې راوباسلې وه او ﻻ هم له درده تاوېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...