د خداى راز و نياز له چوغكې سره / ژباړن: جاويد اوربل

حکایت – ډيرې ورځې تيرې شوې خو چوغكې د خداى سره هيڅ خبرې ونه كړې.

ملايكو يې حال له خدايه پوښت . خداى پاك ورته ويل : راځي ، زه د هغې ګيلې اورم او فريادونه  يې هم اورم.

بلاخره يوه ورځ چوغكه د دنيا د ونې پر يوه ښاخ كښيناسته . ملايكو د هغې خولې ته كتل چې اوس به څه وايي خو هغې څه ونه ويل . خداى پاك ترې وپوښتل : د هغه څه په اړه حال را كړه چې ستا سينه يې در درنه كړې ده او غمجنه يې؟

چوغكي وويل : يوه وړه ځاله مې درلوده ، د ارام ځاى مې و او د بې كسۍ خونه مې وه . تا هغه هم را څخه واخسته او دا بې ځايه توپان څه و ؟ زما له دې وړې ځالې دې څه غوښتل ؟ د دنيا كوم كنج يې نيولى و؟

د چوغكې زړه را ډك شو او اواز يي ودريد.

په عرش كې خاموشي خپره شوه  او ټولو پرښتو سرونه كښته كړل.

خداى پاك د سكوت دا شيبه ماته كړه ، چوغكې ته يې وويل : د ځالې په لور دې مار در روان و ، ته ويده وې ، باد ته مې وويل چې كورګۍ دې چپه كړي او له دې سره ته د مار له حملې خلاصه شوې .

 چوغكه د خداى خدايۍ ته حيرانه پاته شوه.

خداى پاك ورته كړه :  نورې ډيرې بلاوې مې د خپلې مينې له وجې له تا ليرې كړي دي او ته يې چې نه پوهيږې او پر ځاى يې له ما سره دښمني كوې.

د چوغكې اوښكې تويې شوې وې ، ناڅاپه يې په زړه كې پښيماني حس كړه  . سترګې يې پټې كړي ، وا يې وريدل چې د هغې هاى هاى ژړا اسمانونه په سر اخستي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...