له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه/ آصف بهاند

د ماشوم تښتونې سرطان

پنځمه برخه

د تاوتریخوالي ژوندۍ او مستنده نمونه

«…آنك،
صداى يوسف را ميشنويد؟
كه با گريه ميگويد:
ميترسم
ميترسم از قحط سال عاطفه
از مرگ افسانه دروغين به نام انسانيت…»

څه باندې یوه میاشت مخکې، د افغانستان په فراه ولایت کې عاطفه دښمنو، انسان دښمنو، ماشوم دښمنو، هر څه دښمنو او وحشت دوستو یو پنځه کلن ماشوم «د اوسنۍ زمانې وړوکی یوسف» د مور او کورنۍ له توې غیږې نه وتښتاوه او د یوې شومې نا انساني موخې له پاره یې لاس تړلی یوسف ور نه جوړ کړ،ویدیو یې ور نه اخیستې ده او د یو څه د تر لاسه کولو په موخه یې د ماشوم کورنۍ ته ور لیږلې ده.

زه که کولای شم چې د انساني عاطفې پر بنا د سوریايي «الان» له پاره یو څه ولیکم، نو د فراهي پنځه کلن ماشوم (د اوسنۍ زمانې وړوکی یوسف) له پاره خو به خامخا د خپلو سترګو او قلم یو څو اوښکې تویوم او غږ به مې ټولو با عاطفوو او بې عاطفوو ته رسوم، لوستل او نه لوستل او یا درکول او نه درکول یې په هغو پورې اړه لري.

له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی اوس دومره عام شوی چې په هر کور، هره کوڅه او هر ځای کې یې رنګارنګ بیلګې هره شیبه، او هر ساعت لیدلی شو چې د درولو او منع کولو له پاره یې هیڅ قانون او مرجع نه شته.د یویشتمې پیړۍ په ۲۰۱۶ ام کال کې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي د وحشت یوه بیلګه چې تر اوسه یې بشریت ساری نه دی لیدلی، همدا د فراهي پنځه کلن ماشوم تښتونه ده.

د ټوپکي شپیلۍ په سُر کیدو سره زموږ د ټولنې اخلاق دې کچې ته را ټیټ شوي دي د یوه فاسد او نا پوه چارواکي په سلب صلاحیت کیدو باندې په ټولنیزو شبکو کې په زرګونو او لا لکونو چغې سورې پورته کیږي، خو د یوه ماشوم د ژوند د بربادیدو په پار څوک یو سپڼ هم نه باسي، یوازې یو څو «ما ډولي» د ګوتو په شمیر، د «حسن غمکش» په څیر کسان دي چې خپل غږ پور ته کوي، ناروا ته ګوته نیسي او…

زما هم که نور څه له لاسه نه کیږي، نو د ماشومانو او کوچنیانو د حقونو د یو پلوي او مدافع په توګه خو د یو څو کرښو په لیکلو سره خپل غږ اوچتولای شم.

دا ماشوم چې هر چا تښتولی، هغهبه ځان ته:

انسان هم وايي،

مسلمان به هم وي،

شمله ور او غیرتي افغان به هم وي،

آیا دی یا دوی پوهیږي چې د څو روپو د تر لاسه کولو له پاره یې د پیړۍ د وحشت داسې بیلګه نندارې ته وړاندې کړې ده چې د هر با احساسه انسان په ټولو غړو او روح باندې اور بلوي.

اصلي پوښتنه دا ده چې دغه حالت پر دې خلکو او ټولنې باندې چا راوست، او ولې؟

اوس  زموږ په ټولنه کې انسان تښتونه او بیا په تیره د ماشومانو او کوچنیانو تښتول په یو عام دود باندې بدل شوي دي، چې یا به د څو روپو د تر لاسه کولو له پاره وي او یا به له مقابل لوري سره د تربګلوي، دښمني او یا غچ اخیستنې په پار تر سره کیږي. په هر دلیل چې وي دا عمل په هیڅ ډول د توجه وړ نه دی او هر څوک چې د دې عمل قرباني کیږي، په ټول عمر کې یې منفي اثرات له منځه نه ځي، په تیره په ماشومانو او کوچنیانو کې.

دا هم د دې غمیزې او سر ټیټۍ په مناسبت د څو تنو بادرده هیواد والو د درد او احساس پیامونه:

ښاغلي بهیج عثماني د ماشوم تښتونې د دې وحشت ویدیو خپره کړې وه، خو د ۲۰۱۶ کال د نومبر په دولسمه نیټه یې له خپلې پاڼې ویدیو پاکه کړه او داسېیې ولیکل:

«څو شېبې وړاندې د فراه والي ښاغلي آصف ننګ بشپړ ډاډ راکړ چې تر لاس لاندې اداره يې ټوله هڅه کوي چې تښتول شوی ماشوم وژغورل شي. مګر دا ډول پېښې بسنده وخت، صبر، زغم او په سړو ماغزو کار غواړي. په ورته پېښو کې يوه کوچنۍ تېروتنه هم د ماشوم ژوند ګواښلای شي. ددې لپاره چې تښتوونکي د عامه خواخوږۍ له ترهې ماشوم ته کوم زيان ونه رسوي زه به يې دواړې خپرې شوې ويډيوګانې ړنګې کړم.»

د اوسنۍ زمانې د واړه یوسف په باب چې ډیر څه آنلاین کړي، هغه زما ګران دوست ښاغلی غفور لیوال دی. ده په یوه پوست کې د اوسنۍ زمانې د واړه یوسف په باب داسې ولیکل:

«د فراهي ماشوم ویدیو ناروغ کړی یم. کور، دفتر، خواړه او خبرې خوند نه راکوي. په یخني کې د کور برنډې ته ووتلم، وايي نن شپه سپوږمۍ تر هرې بلې شپې لویه او رڼه ده، ورته ومې کتل، سپوږمۍ ناڅاپه یوه څاه شوه او فراهي ماشوم په کې راښکاره شو، هغه په یخنۍ کې لوڅ پروت و، له سلګیو سره یې تور ویښتان خوځېدل، په ترهېدلې ژبه یې ویل:
مرا میکشند، من میترسم، بسیار میترسم…
له سپوږمۍ څخه مې کرکه راغله بېرته راننوتلم.
زمکه ځای نه راکوي. خپلو بچو ته نه شم کتلای.
مسلمان، مجاهد، اتل، غیرتي او شمله ور ملت کوم لوري ته روان دي؟
موږ لا هم فېشن کوو، خاندو، خوشاله یو،
موږ لا ځانونو ته انسانان وایو…
لویه خدایه! یا حافظه راڅخه واخلې او یا دومره وس راکړې، چې دا یو تصویر خو له ذهنه وتوږلای شم…»

قدیر لکڼوال په ډنمارک کې یو فعال فرهنګي دی، ده هم د واړه معصوم فراهي ماشوم له پاره خپل غږ اوچت کړی دی:

«هغو ملګرو چې ارګ ته لار لري. زاري کؤ.
په ږیره یې نیسو چې ددغه ماشوم د ژغورلو په مخه دا غږ تر ولسمشره ورسوي. دا هلک وژني.
د مړي په ځاې یې رازي په ژوندون غم وکړو.»

زموږ د زمانې د واړه یوسف غمیزه روانه ده، زموږ د زمانې د واړه یوسف کیسه د پخواني یوسف سره ډیر توپیر لري، د اوسنۍ زمانې د یوسف ورونه تر هغو پخوانیو، ډیر ظالمان دي. بیا هملیوال او د اوسنۍ زمانې وړوکی یوسف:

«یونیسف UNICEF رانه وغوښتل، په اوو کرښو کې دا ولیکم، چې (د هر ماشوم لپاره څه غواړمه ؟) ما خو همدومره ولیکلای شول، چې د هغو له انګریزي ژباړې سره یې درته وړاندې کوم، ستاسو د همغږۍ په هیله:

دهرماشوم لپاره څه غواړمه !

داسې شېبه، چې د مور سترګو نه خندا راواخلي
چې دی له خوبه سترګې پرانیزي او پلار وویني
چې په نانځکو یې څوک ډز د ټوپک ونه کوي
چې کوشنی لاس یې په سړو کې، د ډوډۍ سوال ته ونه غځیږي
چې سپین کاغذ وي او قلم وي او کوتره وي او لمر ځلیږي
چې په رڼو اوبو کې خپل تصویر ته وګوري، کټ کټ وخاندي
چې ژوندی پاتې شي، رالوی شي او د بل ماشوم ښکلا وویني.

#دهرماشوم_لپاره

By : A. Ghafoor Liwal

“What I want for every child”

A moment when he finds joyful laughter in his mother’s eyes,
When she opens her eyes and finds her father,
When no one opens fire at her dolls,
When he is not compelled to stretch his hand for a piece of bread in chilly winter,
When there is pen and a white paper, and a dove, and the sun is spreading its rays,
Where he watches his picture in the clean water and laughs with hope,
And remains alive and grow and witnesses the charming life of another child!

#ForEveryChil

او بیا هم د غفور لیوال له پاڼېڅخه، د اوسنۍ زمانې د یوسف له پاره د انسانیت د زړه آواز:

«لعنت برمن
لعنت بر ناتوانى ام
يوسف هنوز در چاه است
آن يوسف دست بسته فراهى
***
فاحشه ها
فاحشه هاى نجيب شهر من
اى ، كه فقط جسم هاى تانرا فروخته ايد
نه روح تانرا
وهنوز براى يوسف اين زمانه
اشكى براى ريختن داريد
وقلبى براى گريستن
فاحشه ها،
فاحشه هاى شريف كجاييد؟
كه برادران بدسگال يوسف فراهي را
در پاى تان خون بريزم
فاحشه ها
فاحشه هاى نجيب
آنك ،
صداى يوسف را ميشنويد؟
كه با گريه ميگويد:
ميترسم
ميترسم از قحط سال عاطفه
از مرگ افسانه دروغين به نام انسانيت
آنك،
فاحشه هاى نجيب شهر من
يوسف هنوز درچاه است
و برادرانش
براى خريدن جسم شما
از يعقوب نابينا
هزار سكه خون ميخواهند
خون افسانه ى دروغين به نام ( انسانيت)»

د اوسنۍ زمانې د وړوکي یوسف ظالمو ورونو ته که د یوسف د تښتونې په بدل کې بل څه په لاس وره نغله، د فراهي پنځه کلن یوسف د سرو او تودو وینو یو څو نا چله سکې خو شته چې پر تورو خاورو یې د هیڅ له پاره تويې کړي او د خپل وحشت تنده ور باندې ماته کړي.

واکدار حاکمان دې د ارګ او سپیدار له کړکیو یو بل ته د سیالۍ سترګګونه وهي،

د فراهي یوسف غم پوه شه او کورنۍ یې،

د فراهي یوسف غم پوه شه او څو با احساسه، سر ډکي، خو لاس تشي با احساسه فرهنګیان،

او…

مسته دې تازه ګرځي، غم دی د لالي پر سر!!!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...