د هوا ککړتیا ۳ سوه ملیونه ماشومان له خطر سره مخامخ کړي

تاند- د ملګروملتو څېړنه ښيي چې په نړۍ کې تر ۳۰۰ ملیونه زیات ماشومان په داسي ککړه هوا کې ژوند کوي چې د دوی جسمي او ذهني ودې ته سخت خطرونه لرلی شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو یو نسیف یا د ماشومانو د ملاتړ ادارې په وروستیو ورځو کې په دې اړه خپله څېړنه خپره کړه. په دې څېړنه کې، چې «د ماشومانو لپاره پاکه هوا» نومېږي، د ملیونونو ماشومانو روغتیايي وضعیت ناوړه بلل شوی دی.

د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي چې د نړۍ د ټولو ماشومانو په هرو ۷ کې ۱ تن ککړه هوا تنفس کوي.

دا هوا چې ملګري ملتونه یې ککړه بولي تر ستندرد یا معیاري هوا ۶ ځلي ناپاکه ده او په نړۍ کې د ماشومانو د مړینو یو اصلي علت ګڼل کېږي.

د یونسیف اجرايي رييس انتوني لیک ویلي«د هوا ککړتیا په نړۍ کې د ۶ لکه تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو د مړینې اصلي علت دی او هره ورځ په نړۍ کې د ملیونونو نورو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخوي.»

د ښاغلي لیک په وینا د ککړې هوا تنفس یوازې د ماشومانو تنفسی جهاز ته زیان نه اړوي بلکې د دوی په ذهني او مغزي وده کې جدي او دایمي زیانونه پېښوي.

د موټرو له لوري د تېلو د استعمال، د سکرو او نورو فوسیلي موادو سوځول، دوړې، د سونګ مواد په توګه له خوشایو څخه کار اخیستل د هوا د ککړتیا سبب کېږي.

په ځانګړي ډول په وروسته پاتې هیوادونو کې، چې د موټرو فلترونه په وخت نه بدلېږي او موټرونه د مضرو ګازونو د تولید له نظره نه معاینه کېږي، هوا ډېره خرابېږي.

د ملګرو ملتو په راپور کې راغلي چې په اسیا کې، چې افغانستان یې هم برخه دی، یو ملیارد او ۷۰ ملیونه ماشومان ککړه هوا تنفس کوي، او په افریقا کې ۵۲۰ ملیونه ماشومان د خرابې هوا د تنفس کولو له کبله له خطر سره مخامخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...