له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه

پوهندوی آصف بهاند

څلورمه برخه

زموږ د ګلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترګې او څیرې

موږ ته وايي: موږ د  ژوند په هغه پړاو کې یو چې

نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ

څپیړې ولګیږي، موږ نه غواړو چې

د مثبتو لوستونو او موزیک

د اوریدو پر ځای

د ټوپک او بمونو

درزا واورو.

د افغانستان د څیړنې او ارزیاپۍ ډله یو خپلواک څیړنیز سازمان دی چې د افغانستان د ټولنې په بیلابیلو برخو کې د څیړنې له لارې غواړي چې د افغانانو د ژوند او پوهې کچه لوړه کړي. دا سازمان افغانستان ته د مرستندویې ټولنې له خوا په ۲۰۰۲ ام کال کې تاسیس او د یو غیر دولتي سازمان په توګه یې فعالیت کړ دی. مالي مرستې یې د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، اروپايي کمیسیون، نړیوال بانک او د ناروې، ډنمارك، سويس، سويدن او بريتانيا هیوادونو له لوري ورکول کیږي.

دغه سازمان په افغانستان کې د نورو څیړنو تر څنګ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاو تریخوالي پورې اړوند موضوع په باب هم څیړنه کړې ده.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي موضوعپورې اړوند یوه په زړه پورې علمي څیړنه شوې ده او پایله یې ديبرا. ج. سميت نومي لیکوال د کتاب په بڼه لیکلې ده او د «ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻛﯥ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﺮ وړاﻧﺪى  ورځنی  ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻰ» تر سر لیک لاندې یې د ۱۳۸۶ کال کې یې خپور کړی دی.

په دې څیړنه کې په ډیر لوړ مصرف د افغانستان په څلورو ولایتونو(باميان، هـرات، كابل او ننگرهار) کې دا څیړل شوې ده چې له کوچنیانو او ماشومانو سره څه ډول او ولې تاوتریخوالی کیږي؟

دا ډیره پر مصرفه، خو جالبه او علمي څیړنه ده چې دلته یې د موضوع په ارتباط ځینې مهم ټکي یادوم:

ــ په تاتریخوالي پورې اړوند ماشومان کوچنیان او کورنۍ یې څه وايي او غوښتنې یې څه دي؟

ــ د میندو پلرونو او ماشومانو مسولیت څه شی دی؟

ــ د تاوتریخوالي په نتیجه کې څه منفي پایلې ماشومانو، کوچنیانو، کورنیو او په پای کې ټولنې ته ور په برخه  کیدای شي؟

ــ د تاوتریخوالی هیڅ ډول باید و نه منل شي.

ــ څه ډول کولای شو چې د ماشومانو او کوچنیانو د بدني تنبه پر ځای له بل ډول چلند څخه استفاده وکړو؟

ــ څه ډول کولای شو چې د وخت په تیریدو سره د نویو نسلونو د روزنې په برخه کې په خپلو چلندونو کې بدلون راولو؟

او…

په پاسني یاد کتاب کې، له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په باب دا او دې ته ورته نورې څیړنې شوي دي، خو په چا یې لولې او څوک به یې په هغې ټولنې کې تطبیق کړي؟

که څوک هیله لري چې دا شپنۍ ته اړایستل شوې جلۍ

به په دې ډول کار کې سبا هم صحت ولري

او هم سواد، نه دا اشتباه ده!

زموږ په ټولنه او زموږ په هیواد کې له یوې سطحې او سر سري څیړنې څخه جوتیږي چې دا څلویښت کاله زموږ ماشومانو او کوچنیانو ته او زموږ بچو ته له ټولو نه مخکې دوه شیان په غوږونو کې ور پو شوي دي:

و وژنه، یا وژل کیږې.

دا نه دي ور ته ویل شوي چې:

چې ولوله، زده کړه او ژوند وکړه.

که چیرې مشران خپل نظریات پرماشومانو ور تپي او په زوره یې ور باندې مني، دا خپله د تاتریخوالي یوه بڼه ده، ماشومان باید فکر کولو ته و هڅول شي، دې ته اړ ایستل نه شي چې د خپلو مشرانو باورونه دې حتماً ومني. له تاو تریخوالي نه لرې کیدل او په ژوند باندې باور او له ژوند سره مینه.

زموږ په ټولنه کې، زموږ په ښونځي کې، زموږ په کلي او کوڅه کې او په پای کې زموږ په کورنیو کې له ماشوم او کوچني سره د تاوتریخوالي تریخ حقیقت شته دی، اوس نو باید پر دې فکر وکړو چې لومړی د دې روان تاوتریخوالي مخه څه ډول ونیول شي او په دویم پړاو کې څنګه کولای شو چې ماشوم او کوچني ته داسې چاپیریال برابر کړو چې په هغوی کې د تاوتریخوالی زړی هیڅ و نه کرل شي.

زه فکر کوم چې د دې پیل به د ماشوم او کوچني له کورني چاپیریال نه کیږي چې په میندو پلرونو او یا د کورنۍ په نورو مشرانو پورې اړه لري او دا نیغ په نیغه د کورنیو د مشرانو د زدکړو، سواد او پوهې په کچه پورې اړه لري؛ نو دلته دی چې د سواد، مطالعې، زدکړې او پوهې مهم والی ثابتیږي او هر کله باید په لومړیتوبونو کې وشمیرل شي.

که په یوه کورنۍ کې مور پلار یا نور مشران، ماشومانو او کوچنیانو ته داسې چاپیریال برابر کړي چې په هغه کې د تاوتریخوالي نښې هم نه وي، ډیره به ښه وي. د ساري په توګه:

مشران خپله باید د کشرانو په مخ کې له لفظي او فزیکي تاوتریخوالي نه ډډه وکړي، په تلویزیون کې دې د هغو پروګرامونو او فلمونو د لیدلو دایره تنګه یا بیخي بنده کړي چې په هغو کې وهل ټکول او تاوتریخوالی زیات وي او حتی د هغو صحنو لیدل دې په تلویزیون کې یا بند یا محدود کړي چې په هغو کې وهل ټکول او تاوتریخوالی او غچ اخستل په برالا ډول ښودل کیږي، د هغو کتابونو او مضامینو لوستل دې هم تر ډیرې اندازې یا بند یا محدود کړي چې د تاوترخوالي ښکاره او یا پټې نښې په کې موجودې وي، که ماشومان او کوچنیان د دغسې فلمونو یا پروګرامونو ځینې صحنې په تصادفي ډول وګوري، باید کشرانو ته، میندې پلرونه او یا د کورنۍ نور مشران د هغو په باب لازمې څرګندونې وکړي او دا ورته و وايی چې د ستونزو د حل لار تاوتریخوالی نه، بلکې خبرې دي.

زموږ په ټولنه کې داسې نه لیدونکی تاوتریخوالی هم شته چې د همدې مشرانو له خوا رامنځ ته شوی دی او تر ټولو زیات او په لومړي ګام کې یې ناوړه اغیز پر ماشوانو او کوچنیانو باندې پریوزي چې ښه بیلګه یې د چاپیریال د ککړتیا مسأله ده. د چاپیریال ککړتیا یوازې د خوسا  شیانو ډیر والی، د هوا ککړتیا نه راځي، بلکې ځینې کارپوهان د چاپیریال ککړ تیا په دریو برخو ویشي:

ــ د هوا ککړتیا،

ــ نوري ککړتیا،

ــ غږیزه ککړتیا.

زموږ په ټولنه کې یې نوري او غږیزې ککړتیا ته د چا پام هم نه دی اوس حتی د چاپیریال ککړتیا ته، چې بیلابیل عوامل او ډولونه لري، هم چندانې څوک پاملرنه نه کوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق(یونیسف) په یوه نوي راپور کې ویل شوي دي چې په ټوله نړۍ کې د درې سوه میلیونه په شاو خوا کې ماشومان د ککړې هوا د تنفس له جدي ستونزې سره مخ دي او کیدای شي چې له ډیرو سترو ستونزو سره مخ شي او د دوی مخ پر ودې مغزو ته صدمه ورسوي.

او زه ډاډه یم چې زموږ په ټولنه کې د دې ماشومانو ــ چې د ککړې هوا د تنفس له جدي ستونزې سره مخ ديــ د شته والي سلنه د نورو ټولنو او هیوادونو په پرتله څو، څو ځلې ډیره ده.

ټول افغانستان، په تیره ماشومان او کوچنیان د تاوتریخوالي له سونامي سره مخ وو او اوس هم ور سره لاس ګریوان دي، په همدې دلیل زموږ ټولنه، په تیره ماشومان او کوچنیان ډیرې څارنې او پاملرنې ته اړتیا لري. که د اوسني نسل مشران، ماشومانو او کوچنیانو ته د تاوتریخوالي په پایله کې د رسیدلو ټپونو او دردونو درملنه په علمي او رواني ډول نه شي کولای، دومره خو باید وشي چې اوسنی روان تاوتریخوالی ودروو او که هیڅ نه شو کولای، د همدې روان تاوتریخوالي پرضد خپل غږ پورته کړو او که آرام او غلي لاس تر زنې کینو، نو…

زموږ ټولنه، زموږ خلک او زموږ د څو نسلونو زړه او ماغزه د جګړې په لوګیو او کرکې لړل شوي دي، هغه نا دودې چې له دوی سره شوي دي، د هغو په وجه دوی له عقدو او کرکې سره یو ځای زیږیدلي، د همدې ستونزو په لومو او دایره کې را لوی شوي دي، له همدې رواني ستونزو سره یې ژوند کړی دی او اوس هم ور سره لاس ګریوان دي. دا د ټولو لوستو او په تیره سیاسیونو او قلموالو ستره دنده ده چې د دې ستونزو په حلولو او له منځه وړلو کې، له خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې سره، په ډیر زړه سوي خپلې وروستۍ هلې ځلې تر سره کړي او په دې باب عملي یو څه تر سره کړي.

موږ باید په دې باب جدي فکر وکړو چې د بیلابیلو ښونیزو او روزنیزو پروګرامو له لارې، په تیره د ادبیاتو له هنر نه په استفادې سره، یا د ادبیاتو د هنر په وسیله، چې له عاطفي پلوه ښه غني دی، د خلکو له زړونو او ذهنونو څخه د بې باورۍ، کینې، جګړې او کرکې  لوګی، زړي او ریښې را وباسو او په ځای یې د مینې، عاطفې او باور ګلان وکرو.

موږ باید جدي هوډ او اقدام وکړو چې څنګه کولای شو د ادبیاتو د هنر په وسیله له ماشومانو او کوچنیانو سره د روان تاو تریخوالي مخه ونیسو او په ځای یې علمي او محبت آمیزه چلند غوره کړو، دا علمي چلند په یوه ټولمنلي قانون باندې بدل کړو او په دې ډول د خپلې راتلونکې د بربادۍ او سوځیدو مخه ونیسو.

د څلورمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...