د ماشوم د ګوتې رودلو او حساسیت ارتباط

تاند- له یوې تازه څېړنې سره سم، هغه ماشومان چې د خپلو لاسونو بټې ګوتې یا نوکان زبېښي، تر نورو په حساسیت لږ اخته کېږي.

د دې څېړنې پر اساس ویل شوي چې په پنځه، اووه او یوولس کلنۍ کې د ماشومانو د ګوتې رودلو عادت د څېړونکو له لوري ثبت شوی او بیا په ۱۳ او ۳۲ کلنۍ کې د هغو حساسیت یا الرژۍ لیدل شوې ده.

د دې څېړنې نتیجه ښيي چې له دوړو، خاورو، سپیانو او پیشوګانو سره د د دغو کسانو حساسیت خورا کم دی.

د دې څېړنې یوه غړي پروفیسر مالکولم، چې د کاناډا د مک مستر پوهنتون استاد دی، وویل، که څه هم دوی په هیڅ صورت چا ته نه وايي چې د ګوتې رودلو عادت ښه کار دی خو داسي ښکاري چې دا منفي عادت له ګټو خالي هم نه دی.

د دې څېړنې پایله د پیډیاتریکس په نوم د ماشوم د روغتیا په مجله کې خپره شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...