له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالی ستونزه

پوهندوی آصف بهاند

دریمه برخه

زموږ د ګلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترګې او څیرې

موږ ته وايي: موږ د  ژوند په هغه پړاو کې یو چې

نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ

څپیړې ولګیږي، موږ نه غواړو چې

د مثبتو لوستونو او موزیک

د اوریدو پر ځای

د ټوپک او بمونو

درزا واورو.

په افغانستان کې د یوې مرجع یا ویبپاڼې او فیسبوک پاڼې په یوه هدایت یا لارښود کې داسې  راغلي دي چې که په لارو کوڅو کې ماشومان او کوچنیان د ډار احساس کوي باید څه وکړي؟ که یې څوک یا کوم موټر تعقیبوي دوی باید څه وکړي او…

له دې نه ښکاري چې په ټول کې د افغانستان غوندې یوه ټولنه او چاپیریال کې ماشومان او کوچنیان خوندیتوب نه لري او د تشدد او تاوتریخوالي له ډاره دوی او د دوی میندو پلرونو ته لازم هدایتونه ورکول کیږي.

په میډیا کې د دغسې مطالبو او لارښوونو را ښکاره کیدل، په نیغه د دې ګواهي ورکوي چې په دغسې ټولنه کې لکه افغانستان ماشومان او کوچنیان امن نه دي او له ښکاره تاوتریخوالي سره لاس ګریوان دي.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي بل ډول، جنسي توپیر دی. له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې په تیره پښتنو کې د جنسي توپیر کچه ډیره لوړه ده او په کورنیو کې له نجونو نه، د هلکانو په زیږیدو خوشاله کیږي، بیا په کورنیو کې نسبت هلکانو ته نجونې ډیر کارونه تر سره کوي. په کور کې پخلی، کور پاکول، کالي مینځل او… او له کور نه د باندې د څارویو پوول، خس را ټولول، له ګودر نه اوبه راوړل او… چې له یوې خوا له نجونو نه د ماشومتوب او کوچنیوالي خوند او دنیا اخستل کیږي او له بلې خوا له کور نه د باندې د توهین او جنسي تیري خطر هم ور ته ډیریږي.

د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې په یوه تازه رپوټ کې په دې باب داسې راغلي دي:«

”نجونې د زده کړو، ودې او له ماشومتوبه د خوند اخیستو ډېر فرصتونه قرباني کوي. د ماشومانو تر منځ د کار دغه نا انډوله وېش جنسي تبعیض هم تل پاتې کوي او په ډ‌ېرو نسلونو کې د ښځو پر اوږو د کار بار ډېروي.”

دغه رپوټ د اکتوبر ۱۱ ورځې نژدې کېدو پر مهال خپور شوی، چې د ماشومو نجونو نړیواله ورځ ده او په کې د جنسي زور زیاتي، ماشومانو ودونو، نجونو سنتولو شمېرې هم یادې شوې دي.»

زه یې داسې انګیرم چې په افغانستان کې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي اصلي سرچینه کورنی چاپریال دی. نو د همدې له پاره د تاو تریخوالي ریښې باید په کورنۍ کې ولټول شي. انسان له کورنۍ نه ټولنې ته راوزي، که په کورني چاپیریال کې تاوتریخوالي وي، نو طبعي خبره ده چې له کورنۍ نه ټولنې را وتونکی شحص، له تاوتریخوالي سره راوزي او همدا کورنی تاوتریخوالی په ټولنه کې نور هم پالل کیږي، وده کوي او بیا وروسته د ټولنې د غړو په منځ کې په ټکرونو بدلیږي او سترې بد مرغۍ را منځ ته کوي.

څنګه چې ښکاره ده زموږ ټولنه یوه نارینه واکې ټولنه ده او په داسې ټولنه او چاپیریال کې، نارینه، د کورنۍ ټول غړي(ښځې او ماشومان ـ کوچنیان) خپل ملکیت ګڼي او ځان د ټولو خاوند او سالار ګڼي، که د حاکم نارینه  دې ملکیت او دې مشرتوب ته کوم خطر پیښ شي، نو یاد مشر تاوتریخوالي ته مخه کوي.

 د همدې عیني حاکمو شواهدو له مخې ویلای شو چې تاوتریخوالی له کورنۍ نه ټولنې ته را وزي او په ټولنه کې په منفي لوري نوره وده کوي. ستونزې یوازې په تاوتریخوالي سره نه حل کیږي، د ستونزو د حل او له منځه وړلو له پاره نورې لارې چارې هم شته. موږ باید د نورو خلکو او نمونه ټولنو تجربو نه په استفادې سره په کورني ژوند او تعلیمي پروګرامونو کې داسې مسایل ځای کړو چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته وکړای شي. دلته به یې د یوې بیلګې یادونه وکړم:

د بي بي سي په یوه نوي څیړنیز راپور کې داسې راغلي چې په استرالیا کې، په کوچنیانو کې د نا انډولتوب د له منځه وړلو په خاطر او له دوی سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په پار، څه نوي پروګرامونه په نظر کې نیول شوي دي.

په اوسني او نوي نسل کې د نا انډولی او تاوتریخوالي د مخنیوي په خاطر داسې پروګرام طرح شوی دی چې د پخوانیو نظریاتو پر خلاف د داسې څه تبلیغ کیږي چې پخوا به یوه جنس ته هغه یا منع و او یا به پیغور شمیرل کیده، لکه د نجونو فوتبال کول او یا ځواکمنیدل او یا د خپګان او ژوبلیدو په وخت کې د هلکانو ژړل، د نر او ښځو په تنخوا کې نا انډولتوب، په کور کې کار کول، پر غـوسه باندې د کنترول څرنګوالی،  او..

د دې ګزارش په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«د اسټرالیا په یوه ایالت کې داسې ښوونیز پروګرام پیل شوی چې موخه یې د جنسیتي کلیشو او د کورني تاوتریخوالي د رېښو له منځه وړل دي.

راتلونکی کال به د اسټرالیا د وکټوریا ایالت په ټولو ښوونځیو کې د “درناوي اړیکو” په نوم دا نصابي پروګرام اجباری وي.

دا پروګرام به له زدکوونکو سره مرسته وکړي چې پر ټولنیزې ناانډولۍ، د جنسيت له مخې پرکېدونکي تاوتریخوالي او نارینه وو ته ورکړل شوو امتیازي حقونو یا برترۍ باندې پوه شي…

… د لومړي ښوونځي زدکوونکو ته به د داسې هلکانو او نجونو تصور ور کول وي چې په کور کې کار کوي، لوبو کې برخه اخلي، د اور وژونکو او هرکلي ویونکو په څېر دندې لري.

په دې ښوونیز نصاب کې دا مواد هم شته چې “نجونې فوټبال کولی شي، ډاکټرانې کېدلی او ځواکمنېدلی شی” او “هلکان د ژوبلېدلو یا خپه کېدلو په مهال ژړلی شي، نرمېدلی شی، روغتیا پال یا نرس کېدلی او ماشومان پاللی یا ساتلی شي… “.»

د دریمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...