د ضیاالعلوم خصوصي لیسې زده کوونکو خوست عامه کتابتون ته کتابونه ډالۍ کړل

ضیاالعلوم خصوصي لیسه د علیشیرو او تریزیو په سرحدي ولسوالۍ کې فعالیت کوي ،چې نن ورځ یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته دیني ، عصري ، او د سیاسي برخو تر ۶۰ زیات کتابونه ډالۍ ، او ترڅنګ یې د خوست عامه کتابتون او ملي موزیم د اثارو لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه الفت د یادې لیسې زده کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خبرو کې وویل چې د علیشیرو او تریزیو ولسوالي یوه سرحدي ولسوالي ده زه حوشاله یم چې موږ په سرحدي ولسوالۍ کې د دولتي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي ښوونځي هم فعالیت کوي چې دا په خپله د علم او زده کړو په برخه کې پرمخیون او یو مثبت ګام دی.

الفت په خبرو کې له زده کوونکو غوښتنه وکړه چې خپل قیمتي وخت باید زده کړوته ورکړئ ځکه  له یوې خوا په تاسو باندې کورنیوسرمایه ګزاري کړي او تاسو ته سترګې په لاره دي، او له بلې خوا تاسو ددې ټولنې مهم قشرونه یاست ، نو تل باید زده کړو او علم ته وخت ورکړئ او خپل ټاکلی هدف تر لاسه کړئ.

د یادې خصوصي لیسې یو تن استاد په خبرو کې وویل چې زموږ په ولسوالۍ کې معارف ژوندۍ دی او موږ لا هم هڅه کوو چې په خپله ټولنه  د علم په زیور سمباله کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...