لس ستري غلطۍ

  احمد جنید مبارز

‏۱-  د راز خبره یو چا ته کول اوبیا ورته دا ویل چي بل چا ته یې مه کوه.
‏۲-  تر خپلې ګټې زیات لګښتونه کول اوبیا د خوشاله ژوند تیرولو هیله.
‏۳-  په سختو شرایطو کي نورو ته ګټه نه رسول او بیا د هغوۍ څخه د خواخوږۍ تمه کول .
‏۴-  ځان د ټولو څخه پوه او هوښیار ګڼل .
‏۵-  مور او پلار خدمت او اطاعت نه کول، او بیا د خپلو اولادونو څخه د خدمت او اطاعت آرزو لرل .
‏۶- داسی فکر کول چی سلامتیا، خوشحالی، او ښایست به د تل لپاره وي.
‏۷-  چي یو ځل مو ازمایلۍ وي بیا یې د ازمایلو هڅه کوئ.
‏۸-  په بې کاري کي خیالي پلان پخول بیا عملي اقدام نه کول.
‏۹-  په دې فکر غیبت کول چي دوه  درې ځلي به یې وکړم بیا به یې پریږدم .
‏۱۰- د هر چا سره بدي کول او بیا د آرام ژوند د تیرولو ارمان لرل .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...