ماشوم دې تر یو کال پوري د مور وپلار په خونه کې ویده شي

تاند- په امریکا کې د ماشومانو ډاکتران وايي، نوزېږي ماشومان باید لږترلږه تر یوه کال پوري له مور و پلار سره په یوه خونه کې ویده شي.

د امریکا د ماشومانو د ډاکترانو اکاډیمي په یوه تازه څېړنه کې، چې د سې شنبې په ورځ /اکتوبر۲۵/ یې خپره کړه، وویل، تر شپږو میاشتو پوري ماشوم باید د مور او پلار له خونې جلا نه کړل شي خو ښه دا ده چې تر یوه کال پوري له مور وپلار سره په یوه خونه کې څملي.

دوی وايي، پکار نه ده چې ماشوم له مور وپلار سره پر یوه تخت ویده شي ځکه چې دا کار خطرناک او د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب کېدای شي. هغه میندې وپلرونه، چې خوب یې دروند وي په خوب کې خپل ماشوم تر ځان لاندې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...