له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه

پوهندوی آصف بهاند –

دویمه برخه

زموږ د ګلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترګې او څیرې

موږ ته وايي: موږ د  ژوند په هغه پړاو کې یو چې

نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ

څپیړې ولګیږي، موږ نه غواړو چې

د مثبتو لوستونو او موزیک

د اوریدو پر ځای

د ټوپک او بمونو

درزا واورو.

له ماشوم او کوچني سره تاوتریخوالی او د هغوی زورونې ته که په ځیر سره وکتل شي، کیدای شي پایلې یې داسې وي:

ــ له ماشوم او کوچني سره د تاوتریخوالي آثار او پایلې د هغوی پر ذهن او روان باندې د تل له پاره پاتې کیدای شي،

ــ زموږ په هیواد کې د کورنۍ، ښونځیو او ټولنې په چاپیریال کې، پر ټولنه باندې د ناوړه قوانینو د حاکمیت په وجه د تاوتریخوالي له پاره شرایط چمتو دي او عملي کیږي هم،

ــ  جسمي او رواني تنبیه د ماشومانو او کوچنیانو په راتلونکي ژوند باندې ډیره نا وړه اغیز لرلای شي،

ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په پایله کې هغوی چغې وهي، خو مشران یا د تاوتریخوالي عاملین یې نه اوري، که یې اوري، پام نه ور ته کوي او ځان حق په جانبه ګڼي،

ــ ټولنه او مشران باید په دې پوه کړای شي چې له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی پټ جنایت دی،

او په پای کې دا دوې مهمې پوښتنې چې ټول اړوند مسوولین او قلموال باید پام ور ته وکړي:

۱ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوال څه شی دی؟

۲ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي عوامل کوم دي؟

د یوې ډلې کوچنیانو ته چا د څه په نامه وسله په لاس ورکړې او دا بل ماشوم چا په وسلو او مرمیو محاصره کړی؟ طبعاً مشرانو او هغه مشر نه پوهیږي چې دا حالت پر دې ماشومانو او کوچنیانو باندې په راتلونکې څه راولي؟ زما نوی نسل چې په دې بڼه روزل کیږي، سبا به د څه تمه ترې ولرو؟ موږ لا په اورني کې ماشوم ته د جګړې انځور او د نفرت تابلو په مخ کې ږدو، آیا دا تاو تریخوالی دی که نه؟

د یوې ډلې کوچنیانو ته چا د څه په نامه وسله په لاس ورکړې او دا بل ماشوم چا په وسلو او مرمیو محاصره کړی؟
طبعاً مشرانو او هغه مشر نه پوهیږي چې دا حالت پر دې ماشومانو او کوچنیانو باندې په راتلونکې څه راولي؟
زما نوی نسل چې په دې بڼه روزل کیږي، سبا به د څه تمه ترې ولرو؟
موږ لا په اورني کې ماشوم ته د جګړې انځور او د نفرت تابلو په مخ کې ږدو،
آیا دا تاو تریخوالی دی که نه؟

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تشدد او تاوتریخوالي په باب زموږ قلموال غلي نه دي ناست او کله نا کله یې دغو ستونزو ته په پام سره مقالې لیکلي یا ژباړلي دي چې زه به یې د مثال له پاره د ځینو سر لیکونه را واخلم:

ــ په تعليمي ادارو کېتشدد،

ليکوال: ډاکټر مبارک علي،

ژباړن: بارکوال مياخېل،

دا مقاله په تاند ویبپاڼه کې په څو برخو کې خپره شوې ده.

ــ د ماشومانو وهل ځیرکتیا ته څومرهتاوانرسولی شي؟

لیکوال: ډاکټر سباوون

ــ ولې جوماتونو کې زده کوونکي ماشومانوهلکېږي؟

لیکوال: محمد قاضي زاده

ــ لونګ: وهل کړي و يوې ښځې پهتیره زمانه کې،

همیم جلالزی

افغان ورځپاڼه ليکوونکى

ــ  کورنۍشخړې او ماشوم،

ژباړه: نعیمه غني

ــ د ښونکی ورځ، تعليم پهوهلو نه په مينه زده کول کېږي

لیکونکی.نوربادشاه يوسفزی

دغه راز په پل ویبپاڼه کې ــ چې د ماشومانو او کوچنیانو د روزنې او د ماشومانو او کوچنیانو د ادبیاتو ځانګړې ویبپاڼه ده ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په باب ګڼې مقالې او لارښوونې آنلاین شوي دي او وخت په وخت آنلاین کیږي.

پاسنیو یادو قلموالو او ځینو نورو لیکوالو زموږ د ټولنې ستونزو ته په کتو سره، له ماشومانو او کوچنیانو سره د تشدد موضوع ته په پام، دا موضوع او دا ستونزه تر خپلې وسې په مستند ډول څیړلې ده، د خپلو تجاربو او پوهې نه یې په استفادې سره حللارې ور ته ښوولې دي، خو زه یې داسې انګیرم چې تر څو د ټولنې فکري تګلوری بدل نه کړای شي، نه شي کیدای چې له کوچنیانو او ماشومانو سره د روان تشدد مخه ونیول شي، لومړی باید په عام ډول پر ټولنه باندې په حاکم فکري سیستم کې بدلون راوستل شي، بیا نو کولای شو د روان تاوتریخوالي مخه ونیول شي او دا کار د تعلیم د عامیدو له لارې ډیر ښه تر سره کیدای شي.

زموږ په ټولنه او هیواد کې دغسې چې له ډیرو نورو جدي مسایلو سره، سر سري او عادي چلند کیږي، له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالۍ ستونزې ته هم دومره چې ښايي پاملرنه، نه شوې او نه هم پاملرنه کیږي، خو په نورو هیوادونو کې دا مسأله دومره جدي نیول کیږي چې په دې برخه کې نوي قوانین طرحه او پارلمان ته وړانې کیږي او د پارلمان له تایید نه وروسته یې اړوند ارګانونه په جدي ډول تطبیقوي. په همدې نږدې ورځو کې د اندونیزیا پارلمان دا موضوع تصویب کړه چې له کوچنیانو سره د جنسي تاوتریخوالي مجرمینو ته د عقیمیدو او خسي کیدو سزاورکړل شي.

دا موضوع د اندونیزیا په پارلمان کې هغه وخت را پورته شوه چې له دې نه څو ورځې وړاندې پر یوې څوارلس کلنې نجلۍ باندې ډله ایز جنسي تیری وشو او هغې جلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خو زموږ په هیواد او زموږ پر ټولنې باندې داسې وحشت حاکم کړای شوی دی چې دې ته ور ته پیښې هره میاشت، هره اونۍ او ښايي هره ورځ وشي، خو د څه ویلو څوک نه شته او عاملین یې هسکه غاړه ګرځي.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي پر موضوع باندې، تر ټولو په نوې مقاله کې چې په تاند ویبپاڼه کې مې له نظره تیره شوه، یو لیکوال د ښونکي د ورځې په پلمه دا موضوع مطرح کړې ده چې په ښونځیو

 کې  تر ټولو نه مخکې خپله ښونکي له زده کونکو سره هم لفظي تاوتریخوال کوي او هم فزیکي تاوتریخوالی. د ده د لیکنې سر لیک دا دی:

«د ښونکی ورځ، تعليم په وهلو نه په مينه زده کول کېږي »

د دې ښاغلي د لیکنې څو کرښېبه ولولو:

« يوه ورځ مې فکر وکړو که زه په ټولګي کې تر ټولو کمزورۍ او د پوښتنې کولو جرات نلرم خو لاعمل يې د ماشومتوب د سکول د ښوونکيو سلوک دی، تشدد سپکاوی او توهين دی خو چې د افغانستان او پاکستان دا نور زده کوونکي ولې د پوښتنې جرات نلري، کله چې مې د دواړه هيوادونو د هلکانو څخه وپوښتل نو هغوی راته هم دغه لامل وښودلو چې د سکول تشدد او توهين ترې زړه وباسلی چې وس پرې کړېږي.

مهمه نه ده چې تاسو دې زما د دې خبرې سره موافقه يئ چې ګني په وهلو او تشدد د يو زده کونکي په لويې والي کې بې جراته او بې همته کوي، که څوک په دې فکر وکړي کيدای شي په کومه نتيجه ورسېږي.

تعليم په وهلو نه په مينه زده کېږي، که د ماشوم سره د ترخې پرځای خوږه و ويل شي هغه کار بيا ماشوم په مينه کوي، د ښونځۍ ښونکی که هر رقم وي ډېر د عزت او احترام وړ وي، که ښونکي نه وې نن به ما دا ليکنه نه وه کړې، نه به تاسو دا ليکنه لوستلې وه، ښونکي پېشه په ټوله کې د هرې پېشې ستره ده ولې چې د دې پېشې روسته بيا نورې پېشې پېل کېږي، ښوونکی د ټولنې د سر ګل دی…»

د دویمې برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...