له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالی ستونزه

پوهندوی آصف بهاند

لومړۍ برخه

زموږ د ګلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترګې او څیرې

موږ ته وايي: موږ د  ژوند په هغه پړاو کې یو چې

نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ

څپیړې ولګیږي، موږ نه غواړو چې

د مثبتو لوستونو او موزیک

د اوریدو پر ځاید

ټوپک او بمونو

درزا واورو.

د دې بحث په پیل کې باید و ویل شي چې دا مطلب په ټوله نړۍ کې  یو منل شوی حقیقت دی چې د ماشوم او کوچني د حقونو د کنوانسیون  له مخې تر اتلسو کلونو لاندې افراد ټول ماشومان او کوچنیان شمیرل کیږي.

د ماشومانو او کوچنیانو خوا خوږي ډیری قلموال تل په دې فکر کې وي چې څنګه به د دوی له پاره یو ګټور نثر، شعر، داستان، تابلو، رسم، انځور، کارتوني فلم، مقاله، رساله، کتاب او یا… برابر کړي، چاپ یې کړي او د لوستلو او استفادې له پاره یې په لاس کې ورکړي، څو ماشومان او کوچنیان وکولای شي یو څه ور نه زده کړي او د راتلونکي ژوند د مقدماتو په ډول یو څه لاس او مغزو کې ولري؛ خو ډیر لږ په دې باب فکر شوی دی چې زموږ اوسنۍ ټولنه د بیلابیلو ستونزو د یو ستر ګودام حیثیت لري، د ستونزو په دې ګودام او د ستونزو په دې باد او توفان کې زموږ ماشومان او کوچنیان، څومره او په څه ډول او له کوم ډول تاوتریخوالي سره مخ دي او ولې؟

زه فکر کوم چې د ماشومانو او کوچنیانو د روزلو په پروسه کې د دوی د ادبیاتو له رامنځ ته کولو او غني کولو نه مخکې باید د هغه تاو تریخوالي مخه ونیول شي چې زموږ د ټولنې ماشومان او کوچنیان ور سره مخ دي. د کور له چاپیریال نه نیولې تر کوڅې، له کوڅې نیولې تر وړکتون(که وي) او له وړکتون نیولي تر ښونځې او له ښونځي نیولې بیا تر ټولنې پورې.

زموږ په ټولنه کې د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی د یوې داسې نه لیدونکې سونامي حیثیت لري چې زموږ د ټولنې په یوې محسوسې اوعیني ستونزې بدله شوې ده او دا سونامي هر نسل، هره لسیزه، هر کال، هره میاشت هره اونۍ، هره ورځ، هر ساعت، هره دقیقه او هره شیبه د سل ګونو او زرګونو ماشومانو او کوچنیانو اوسنی او راتلونکی ژوند ځپي او د تباهۍ کندې ته یې سر له اوسه ور پورې وهي.

زموږ په ټولنه کې یوه ډیره نا سمه پالیسي «چې ډب نه وي، ادب نه وي» عامه بڼه لري چې د هغې تر سیوري لاندې ضارب خپله ګناه پټوي او خپل عمل توجه کوي. په پرمختللو ټولنو کې د «چې ډب نه وي، ادب نه وي» پر خلاف عمل روان دی، ډب نه شته، خو ادب شته. دلته، په کومه ټولنه کې چې زه ژوند کوم (ډنمارک) وهل یا تاو تریخوالی، حتی که لفظي هم وي، جُرم شمیرل کیږي او په قوانینو کې د وهلو ټکولو له پاره له شپږو نه تر اتلس میاشتو بند په نظر کې نیول شوی دی.

زموږ د ټولنې عیني ستونزو او تجاربو ته په کتو سره، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی په لومړي ګام کې په دریو برخو باید و ویشل شي:

۱ ــ رواني تاوتریخوالی:

(ژبنی تاو تریخوالی، ډارول، ښکنځلې کول، بد رد ویل، تهدیدول او ډول، ډول نور رواني فشارونه)،

۲ ــ جسمي تاوتریخوالی:

(وهل ټکول، شاقه کارونه،جګړو ته اړایستل)،‎

۳ ــ جنسي تاوتریخوال.

Child workموږ به څو نسلونه د دې کوچني پور وړي یو

د عیني محسوسو تجاربو له مخې چې زموږ ټولنه مطالعه شي، دا ثابتیږي چې هر هغه مشر چې له کوم کشر سره تاوتریخوالی کوي، خامخا له هغه مشر سره د ماشومتوب او کوچنیوالي په دوران کې دې ته ورته تاوتریخوالی شوی دی، چې دی یې اوس په شعوري یا غیر شعوري توګه، په عقدوي ډول له خپلو کشرانو سره کوي.

موږ مشران باید دغې ترخې تکراریدونکې تجربې ته او دې ترخه حقیقت ته په کتو سره دې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدو، هغه داسې چې دا قرباني ورکړو چې له موږ سره په شوي تاوتریخوالي سترګې پټې کړو، ور نه تیر شو، څو دا عقده او دا ترخه تجربه چې له نسلونو، نسلونو تر موږ پورې را رسیدلې ده، بل نسل ته و نه لیږدول شي او که یې لکه د تیرو نسلونو په شان چې موږ ته یې را سپارلې ده او موږ یې راتلونکي نسل ته  وسپارو، نو له راتلونکي نسلونو سره به مو له دې نه هم ستره جفا کړې وي، لکه تیرو نسلونو چې له موږ سره کړې ده.

کله چې موږ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي له لارې عقدوي چلند کوو، نو په حقیقت کې موږ د هغوی د ذهن په کرونده کې د عقدو او ستونزو تخم کرو چې په زلمیتوب او له هغه نه وړاندې په ژوند کې د هغوی هر څه په زهرو لړي. ډاکتر صاحب محب زغم «د حقارت غوټه» نومی کتاب له فارسي ژبې نه په روانه پښتو اړولی دی او دا موضوع په کې ډیره هر اړخیزه او علمي څیړل شوې ده، درانه لوستونکي کولای شي په لاندېلینک کلیک وکړي، کتاب تر لاسه کړي او وې لولي.

که موږ غلي کینو، چوپتیا او ځان غلی نیول خپله له نوي نسل سره جفا ده، دا په خپله یو ډول تاوتریخوالی دی چې په رڼو ور ته ګورو، نوی نسل مو د همدې تاوتریخوالي په پایله کې د بربادۍ کندې ته ور لویږي، که د مخنیوي له پاره یې څه ونه کړو، دا په خپله له هغو سره د تاوتریخوالي يوه ښکاره بیلګه ده.

له کوچنیانو او ماشومانو سره دغه یاد تاوتریخوالی څوک کوي؟ البته چې مشران یې کوي او مشران یې هغه وخت کوي چې په هغوی کې د بې سوادۍ او نا پوهۍ مرض شایع وي. که د عادي لیک لوست په کچه سواد ولري، هغوی بیا مطالعه نه کوي او د سواد لوړې کچې ته یعنې علمي سواد ته چې هغه د ماشومانو او کوچنیانو او تنکیو ځوانانو روزنه ده، ځان، کورنۍ او ټولنه نه شي ور لوړولی. نو په دې صورت کې نه ماشوم، نه کوچنی، نه نوی نسل او نه هم د هغوی حقوق پیژني. په دغسې یو حالت او په دغسې یوه ټولنه او چاپیریال کې چې د بیسوادۍ او ناپوهۍ بلا ور باندې حاکمه وي، بیا نو د مینې او محبت ځای تاو تریخوالی نیسي او کله چې له ماشوم او کوچني سره تاو تریخوالی وشو، پایله به یې دغسې وي لکه زموږ ټولنه او زموږ دا اوسني نسلونه چې د هرې ستونزې د حل لاره په وهلو ټکولو یا ژبني تاو تریخوالي کې لټوي.

د مطالعې او زدکړو په باب مې په یوه علمي ګزارش کې ولوستل چې په ۲۰۰۶ کال کې د تایلند په پلازمینه بنکاک کې د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې د سواد په باب یو کنفرانس جوړ کړی و. په ګزارش کې سواد، علمي زدکړو او د نوي نسل روزلو ته داسې داسېشوې وه:

«په کنفرانس کې د باسواده لپاره يو نوی تعريف وړاندې شو، چې فکر کوم، په نني عصر کې د باسواده لپاره تر ټولو ښه تعريف دی. هورې د برخوالو پوهانو او د پوهنې د متخصيصينو په نظر سواد، د يو شي ليکلو او لوستلو ته نه وايي او نه هم د سواد اموزي یا ليک لوست زده کړې هدف د انجنيرانو او ډاکټرانو روزل دي ، بلکې اصلي هدف يې د علمي سواد کچې ته د ټولنې رسول دي او علمي سواد د ماشومانو او نويو ځوانانو روزنه ده.»

دې ګزارش او دې ته ورته نورو علمي کارونو او پیښو ته په کتو سره او بیا د خپلې ټولنې او په تیره بیا زموږ په ټولنه کې د ماشومانو او کوچنیانو اوسنۍ بده وضعه او له هغوی سره تاوتریخوالی هر آګاه انسان دې ته متوجه کوي چې موږ او زموږ ټولنه تر اوسه د نړۍ په پرتله د ژوند کولو په ډیره ټیټه سطحه کې خپل ژوند پر مخ بیایو. دغسې د همدې لیکنې بحث ته که پام وکړو، لیدل کیږي چې موږ تر اوسه نه یو توانیدلي چې پر ماشوم او کوچني باندې د تاوتریخوالي تنده سیلۍ او توفان و دروو، له هغه وروسته یې بیا د سواد د زدکړې، ښونځي پوهنځي او په لوړه کچه د مطالعې، لوړو زدکړو او د ماشومانو، کوچنیانو، ځوانانو او نوي نسل د علمي سواد غم وکړو.

نو دلته ده چې اصلي کار باید له مشرانو نه را پیل کړو، که مشرانو ته و ویل شي چې له ماشوم او کوچني سره تاو تریخوال څه پایلې لري، او په علمي دلایلو قناعت ورکړل شي، هغوی به له خپلو ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی ودروي، که مو د ښونکي تعلیمي سویه تیټه وي، لومړی هغه باید لوړه کړای شي یعنې چې موږ با سواده او پوه ښونکي نه لرو، ځکه مو په ښونځیو کې سویه ډیره او بیا هم ډیره ټیټه ده، ډیره برخه ښوونکي مو په څه نه پوهیږي او له ماشوم او کوچني سره د چلند په سیستم نه پوهیږي، ځکه مو په ښونځیو کې د تشدد کچه لوړه ده.

2څومره چې د دې ماشوم کوناټي او پښې په لښتو وهل کیږي، له هغه نه یې څو ځلې ډیر شعور او تحت شعور د حقارت په متروکه وهل کیږي.

په دې برخه کې د ورځپاڼه لیکونکي همیم جلالزي په قلم د یوه لیکل شوي مستند راپوریوې برخې ته پام وکړئ:

«په افغانستان کې د ښوونځي دښمنان کم نه دي. همدا اوس هم سلګونه ښوونځي تړل شوي دي چې لامل يې نا امني بلله کېږي. هغه چې پرانستي بلل کېږي، تر لس ميليونه زيات زده کوونکي ورځي. دا د افغانستان لپاره يو ښه خبر دی چې د اووه ويشت نيم ميليونه نفوس له ډلې يې لس ميليونه يوازې په ښوونځيو کې په زده کړو بوخت وي.

خو دلته بدمرغي دا ده چې ټول حساب په ظاهري بڼه او غلوونکو ارقامو باندې کېږي. ما تر اوسه پورې د پوهنې وزارت له چارواکو دا و نه ورېدل چې د لس ميليونه ماشومانو د زده کړې سطحه څومره ده؟

ښاغلی وردګ وايي د سناتورانو او وکیلانو په سپارښتنه یې ځینې داسې کسان د ديني عالمانو په نوم مقرر کړي چې اسناد نه لري.

ايا دوی کولای شي چې له ۱۲ ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته پر يوه موضوع باندې يوازې يو پاراګراف وليکي؟ دغه راز د ښوونکو پر وړتيا باندې هم يوازې په رسمياتو کې خبرې کېږي.

د تېرې سې شبنې پر ورځ د پوهنې وزير فاروق وردګ مشرانو جرګې ته ور غوښتل شوی و. ښاغلي وردګ جالبې خبرې وکړې. يوه يې ماته دا وه، چې ويل يې ۶۵ زره داسې کسان يې مقرر کړي دي چې هېڅ اسناد نه لري، مانا نالوستي دي.

د ده خپل ټکي دا و چې دغه کسان څوک وايي په پاکستان او څوک وايي په ايران کې يې مدرسه ويلې ده او د ده په وينا د سناتورانو او وکيلانو په سپارښتنه يې د ديني عالمانو په نوم مقرر کړي دي.

دا که د افغانستان شاوخوا دوه لکه ښوونکو درېيمه برخه وګڼو نو مانا يې دا ده چې په پرانستو ښوونځيو کې مو هم درېيمه برخه ښوونځي هغه معيار نه لري چې په افغانستان کې د ښوونځي لپاره ټاکل شوی دی.

نېتجه دا کېږي چې موږ يوازې په دې بسنه کړې ده چې په رسنيو کې ارقام ډېر وښودل شي.

دلته پر دې بحث نه کوم چې دا کار له ښوونځي سره دښمني ده کنه ده، خو دومره ارو مرو ويل کېدای شي چې پوهنې ته لا هم موږ هغه اهميت نه ورکوو چې نړۍ يې ورکوي.»

د لومړۍ برخې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...