لاروى او د اغوزو ونه

زباړه: اسدالله غضنفر –

(د هند د خلكو يوه كيسه)

 ستومانه لاروى د چارمغز تر يوې لويې ونې لاندې څملاست چې څه  شېبه ارام وكړي. ونې ته نژدې يې په لويو لويو كدوانو نظرپرېوت چې د كدو په نريو بوټو پورې ځوړند وو. لاروي ته په زړۀ كې ورتېر شول: كه دنيا ما جوړولاى نو داسې به مې نه كول چې په نریو نريو بوټو پورې دې درانه درانه كدوان راځوړند وي او دومره غټه كلكه ونه دې يوازې د اغوزو سپك بار یوسي.

 دغه وخت ناڅاپه يو چارمغز راخطا شو، سيده د دۀ پر مخ ولګيد. لاروي له ځان سره وويل: شكر چې دنيا زما په خوښه نه ده جوړه، كنه اوس به كدو وژلم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...