پيشو او ګيدړ په ځنګل كې

ژباړه: اسدالله غضنفر –

 و نه و يو سهار په يوۀ ځنګله كې يوې پيشو يو ګيدړ وليد. پيشو ته چې ګيدړ ډېر پوه او رسېدلى ښکارېده په ډېر عزت يې ورسره روغبړ وكړ: اسلام عليكم ګيدړ لالا، شكر چې ومې ليدې، مونږ خو په تا فخر كوو، څنګه يې؟ په دې بد وخت كې دې ګوزاره څنګه ده؟

 ګيدړ ته، چې په دې خبرو خيال ورغلی و، ځان ډېر غټ ښکاره شو. په زړۀ كې ورتېره شوه چې دا پيشو لا څوك ده چې زما د ګوزارې پوښتنه كوي نو ويې ويل: ته چكاره يې چې ماته وايې چې ګوزاره دې څنګه ده؟ ستا تعليم څومره دى؟ په څه  پوهېږې؟ كوم كوم چلونه دې زده دي؟

 پيشو په ماته غاړه ځواب وركړ: صاحب يو چل مې زده دى.

 ګيدړ وپوښتله: كوم چل؟

 پيشو ورته وويل: كه سپى را پسې راشي نو دا مې زده دي چې ونې ته ټوپ كړم او ځان ورنه وساتم.

 ګيدړ وويل: بس ټول همدا؟ هاى هاى بې كماله پيشو، زه  په سلو چلونو كې استاذ يم. له ما سره بوجۍ بوجۍ چلونه دي. راشه چې يو څه  درزده كړم او په دې دې هم پوه كړم چې له سپو به څنګه تښتې؟

 ګيدړې لا خبرې كولې چې يو ښكاري له څلورو تازيانو سره راپيدا شو. پيشو سمدستي په ونه وخته، د ونې په سر كې يې ځان په پاڼو او په څانګو كې پټ كړ. خو ګيدړ د تازيانو په منځ كې ايسار شو. پيشو ورباندې اواز وكړ: د چلونو د هغې يوې بوجۍ سر خو پرانیزه چې بچ شې!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...