يو ښه لوى، بې كړپه، بې ښوره كور/ ژباړن: اسدالله غضنفر

(د شرقي اروپا د يديش كلچر ولسي كيسه)

 بوډا ارزو کوله چې كوچينى كور يې لوى شي او د كړپ و شور ځاى پكې چوپتيا ونيسي. د ښار هوښيارې بوډۍ ته ورغی، ورته ويې ويل چې دا ارزو به يې څنګه پوره كېږي او دا مشكل به يې څنګه اوارېږي؟

 بوډۍ ځواب ورکړ: غم مه كوه، زه  به دې چاره وكړم خو چې زه  څه  وايم هغه به منې.

 دۀ ورسره ومنله.

 بوډۍ ورته وويل چې اس، غوا، چرګې چرګان او پسونه به دې د حيواناتو له حويلۍ باسې، ټول به درسره په دا خپله حويلۍ كې چې پكې اوسې، خوندي كوې!

 بوډا ته د بوډۍ خبره چټي ښكاره شوه خو له ځان سره يې وويل، راځه اوس يې ومنه چې څه  كېږي؟

 بوډا ته چې خپل كور پخوا لا وړوكى او له شورماشوره ډك ښکارېده نو چې حيوانات هم ورته راغلل، بېخي ورته وړوكى او له شورماشوره ډك ښكاره شو. په بوډۍ پسې ورغى، شكايت يې وكړ.

هغې ورته وويل: حيوانات بېرته خپلې حويلۍ ته واستوه!

دۀ همداسې وكړل او چې د خپلې استوګنې حويلۍ ته ستون شو،كور يې لوى او بې كړپه وليد.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...