کارغه او توتي

 ژباړن: اسدالله غضنفر –

و نه و يو وخت په تېرو هېرو زمانو كې يو کارغه د توتيانو وطن ته لاړ او هلته يې له يوۀ توتي سره يارانه شوه. تاسې به خامخا په نكلونو كې اورېدلي وي چې د توتيانو له شنو باغونو او شنو ځنګلونو سره جوړه ده او شايد همدا وجه وي چې د توتيانو بڼكې هم د شنو پاڼو غوندې زرغونې دي. له کارغه سره اشنا شوي توتي خپل مېلمه يوه شنه باغ ته بوت. په باغ كې ځوانې، زړې، لويې، وړې رنګارنګ ونې ولاړې وې او هر لور ته د رڼو اوبو نري لښتي بهېدل. کارغه د يوۀ لښتي په غاړه ولاړې ونې په څانګه كښېناست، لاندې يې اوبو ته وكتل. اوبه پاكې، روڼې او د ونو سيوري ته زرغونې ښكارېدلې. کارغه ته يې ډېر خوند وركړ، خپل كوربه توتي ته يې وويل: زما خو زړۀ غواړي چې ټوله ورځ دلته تېره كړو.

 توتي ورته وويل: کارغه اشنا، زموږ وطن ډېر ښايسته دى، موږ كوشش كوو چې پاك واوسو، پاك خواړه وخورو او په پاكو ځايونو كې واوسو.

3 وروسته بيا کارغه او توتي د يوۀ لښتي په غاړه كښېناستل چې رنګين كاڼي يې د روڼو اوبو په تل كې ښكارېدل. کارغه تږى نۀ و خو د اوبو روڼوالي او تازه والي تنده ورپيدا كړه، اوبو ته يې مښوكه ورړه، خو څرنګه چې په بې پامۍ سره يې ګام ايښى و، نو له ګام سره يې د ويالې د غاړې يو څه  خاوره اوبو ته ولوېده او په وياله كې يې د خړو اوبو نرۍ ليكه جوړه كړه. توتي ته د کارغه بې پامي ښه ښكاره نه شوه خو خپل مېلمه ته يې څه ونۀ ويل. تاسې به اورېدلي وي چې کارغه ډېر هوښيار مارغه دى. يو وخت چې کارغه تږى و او په جام كې پاتې لږو اوبو ته يې مښوكه نه رسېده نو واړۀ كاڼي يې پكې اچولي وو چې اوبه راوخېږي او د دۀ مښوكه ورورسېږي. د کارغه د هوښيارۍ نورې كيسې هم شته. دغه کارغه چې د توتي مېلمه و، د لښتي د اوبو د چټلولو په سهوه او له دې دركه د خپل كوربه په پرېشانۍ سمدستي پوه شو، نو توتي ته يې وويل: ډېر وبخښه، د لښتي روڼې اوبه رانه خړې شوې.

 په دغه باغ كې چې توتي او کارغه ګرځېدل، د يوۀ ډېر جګ غره په لمن كې و. دلته لا هوا پوره توده نۀ وه، د ميوې ونې له ګلونو وتلې وې خو مېوې لا غوره شوې نۀ وې. توتي خپل مېلمه ته وويل: راځه يو اوږد الوت به وكړو، له غره به ښه ډېر لرې، لاندې سيمو ته كوز شو، هلته هوا توده ده، هورې د باغونو مېوې پخې شوې دي. کارغه چې په لرې، اوږدو سفرونو كې تكړه دى، سمدستي وزر وټپول، سفر ته چمتو شو.

 دوى دواړه والوتل، والوتل، والوتل، د غره له لمنو ښه ډېر لرې په يوه اواره مځكه كې يوه باغ ته وركوز شول. دلته چې هوا توده وه، مېوې پخې شوې وې. د کارغه ګرمي نه خوښېږي خو رنګارنګ پخوو مېوو او له هغو رالټېدونكو عطرونو په بې پايه خوند كې ډوب كړ. موږ مخكې هم وويل چې کارغه هوښيار مارغه دى خو له ټولې هوښيارۍ سره سره داسې شو لكه څوك چې خوب ويني او خيال و واقعيت سره نۀ شي بېلولاى. لكه د ونو په څانګو پورې چې سرۀ، سپين او زېړ جواهر ځوړند وي. د تودوخې له زوره په باغ كې بلكل چوپتيا وه. نۀ مارغانو سندرې ويلې، نۀ باغوانان ويښ وو او نه حشرات بونږېدل و خوځېدل. د ګرمۍ زور او زورورې چوپتيا کارغه نور هم په خيالونو كې ډوب او خوبولى كړ. توتي ته په زړۀ كې ورتېره شوه چې ګرمي هسې نه کارغه ژوبل كړي نو د تلو يې ورته وويل. کارغه ورته وويل: د مېلمه اختيار خو د كوربه وي.

 او بيا دوى دواړو وزر وټپول، والوتل، والوتل، والوتل، مخ په غرونو يخو سيمو ته وختل، د يوۀ دنګ غره تر واورينې څوكې را لاندې ونو كې چې په څانګو باندې يې مرغانو د مستۍ او ځوانۍ سندرې ويلې، كښیناستل. دلته هوا د پسرلي د ورځو غوندې نه توده وه، نه سړه وه. دلته د ونو د ګلونو موسم و. د ګلونو په سپينو پاڼو كې پټې ونې داسې ښكارېدې لكه بې شمېره ښكلې نجونې چې د ناويتوب په سپينو جامو كې ولاړې وي. تر ونو لاندې يو ځاى بل ځاى د هيندارو غوندې سپينې چينې بهېدلې. د لمر سپينې وړانګې، سپينې چينې او سپين ګلونه د ونو په تورو سيورو كې داسې ښكارېدل لكه سپينې رمې چې په زرغونه ورښو كې څري.

 د توتيانو سيمه د کارغه ډېره خوښه شوه خو لكه څنګه چې وايي په هر چا خپل وطن كشمير دى، کارغه ته هم خپل وطن ورياد شو، له توتي يې د تلواجازه واخيسته.

 کارغه خپل وطن ته ستون شو او توتي چې تر اوسه يې واده نه و كړى، يوه توتۍ ملګرې پيدا كړه، نوى ژوند يې پيل كړ. توتي به له خپلې ملګرې توتۍ سره د خپل کارغه يار يادونه ډېره كوله. يوه ورځ توتۍ توتي ته وويل چې راځه د کارغه وطن ته ورشو، څو شپې به هورې تېرې كړو، سيل به وكوو.

 دا خبره د توتي خوښه شوه. دواړه والوتل، والوتل، والوتل، څو چې د کارغه وطن ته ورسېدل. دوى په پوښتنه پوښتنه کارغه وموند، خو د يوۀ ډېران په سر. کارغه په ډېران ناست و چټلي يې خوړله چې توتيان ورباندې راغلل. کارغه خجالت شو، خو چاره نه وه، مښوكه يې پاكه كړه، روغبړ يې ورسره وکاوه او ورته ويې ويل چې راځئ والوځو، چكر ووهو، ښار وګورو.

 کارغه په دوى ډېر سيلونه وكړل. دوى يې د دنګو ماڼيو بامونو ته وروستل، د برجورو كلاګانو په سرونو يې كښېنول او د لويو لويو ميدانونو ننداره يې ورباندې وكړه خو څرنګه چې کارغه هوښيار مارغه دى نو په دې پوهېدۀ چې توتي او ښځې يې د ډېران خبره نه ده هيره كړې. يوه ورځ چې دوى د يوې شانداره ماڼۍ پر بام بوټۍ ناست وو او توتيان په خپل منځ كې سره پوسڼېدل، کارغه سترګې پټې كړې وې چې ګواكې ویده دى خو دى ويښ و، دۀ غوښتل چې توتيان په دۀ د ویده ګومان وكړي او دوى د زړۀ خبرې پټې ونۀ ساتي.

 دغه وخت توتۍ خپل ملګري توتي ته وويل: يار دې هوښيار او وفادار دى مګر تعجب كوم چې څنګه په ډېران ناست و، چټلي يې خوړله؟ توتي وویل: دې شي ته زه  هم فكر وړى يم. يو څوك چې هوښيار وي هغه ولې دومره چټلخوره شي.

 توتۍ وويل، خو كه هر څه  دى زموږ خدمت خو يې ښه په اخلاص وكړ، كور يې ودان.

 دغه وخت بام ته پيشو راوخته او کارغه چې په حقيقت كې ويښ و، تر توتيانو دمخه پيشو ته ورپام شول، چيغه يې كړه: الوځـئ چې خوري مو.

 توتيانو له کارغه سره څو نورې ورځې هم تېرې كړې او ډېر سېلونه يې سره وكړل. په اخر كې ورنه توتيانو خورا ډېره مننه وكړه او د تلو اجازه يې ورڅخه وغوښته.

 کارغه خپل زوړ يار توتي ته مخ واړاوه، ورته ويې ويل: ته كه ځې تلاى شې، خو ښځه دې نه شي تلاى، هغه به دلته پاتېږي.

توتي په قهر ورته وويل: دا ته څه  وايې؟ مست يې كه لېونى؟

کارغه ځواب وركړ: نه مست يم، نه لېونى. توتۍ زما كېږي، كه يې نه منې دا ته، دا زه ، دا محكمه!

 توتي ورسره محكمې ته لاړ. قاضي ته ودرېدل. کارغه وويل: دغه توتۍ زما ښځه ده خو اوس توتي ورباندې دعوه كړې ده.

 قاضي توتي ته وويل: ته څه ثبوت لرې؟

 توتي ځواب وركړ: قاضي صاحب تا كله هم ليدلي دي چې د کارغه ښځه دې توتۍ وي؟ اوبل صاحب له توتۍ پوښتنه وكړئ!

 قاضي توتۍ ته مخ واړاوه. توتۍ په چيغو چيغو ژړل او په سلګو سلګو كې يې ويل: د خداى پار دى قاضي صاحب، کارغه دروغ وايي، دروغ وايي، دروغ وايي.

 دغه وخت کارغه قاضي ته څه اشاره وكړه، چې ګويا رشوت به دركړم.

 قاضي په توتۍ باندې چيغه كړه: غلې شه، پليدې، بې شرمې، کارغه كمبخت چې تور دى، بد رنګى دی، نو اوس له توتي سره جوړه شوې يې. تۀ د کارغه ښځه يې. له ما څوك حقيقت نه شي پټولاى!

 قاضي د توتي ښځه کارغه ته وسپارله او درې واړه يې رخصت كړل. له محكمې چې د باندې راووتل، کارغه توتۍ بيرته توتي ته وركړه او ورته ويې ويل: زه  دومره بې عقل نۀ يم چې پردۍ ښځې خپلې كړم، خو دا دعوه مې ځكه درباندې وكړه چې تاسې دواړه په دې پوه كړم چې په دې ملك كې يوازې زه  نه يم بلكې ټول چټلخور دي.

 توتي له کارغه مننه وكړه چې د محكمې له فيصلې سره سره يې دۀ ته خپله ښځه بېرته وركړه او بيا دواړه توتيان د خپل وطن په لور د شنو باغونو، رڼو چينو او پاكو ويالو په لور والوتل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...