تر ګردو هوښيار حكيم

ژباړن: اسدالله غضنفر –

  يو وخت په هند كې څلوركسه ډېر لايق طبيبان اوسېدل چې ويل كېدل تر دوى تكړه حكيمان او لوى عالمان په ګرد هندوستان كې نشته. دوى كابو ټول علوم وفنون لوستي او له كابو هر شي خبر وو. خلكو به د خورا مشكلو مسلو تپوسونه ورنه كول، مشورې يې ورنه اخيستې او د دوى نصيحتونه يې اورېدل.

 په دې منځ كې يوه ورځ يوۀ ماشوم وويل چې په څلورو حكيمانو كې تر ګردو هوښيار كس كوم يو دى؟ دا خبره لكه د سرې اور ډېر ژر په ټول ملك كې خپره شوه. هر چا ته همدا پوښتنه پيدا شوه. هر چا وغوښتل چې همدې پوښتنې ته ځواب ومومي خو ځواب چا ونۀ موند.

 خلك د قوم تجربه كار مشر ته ورغلل، له هغه يې وغوښتل چې دې پوښتنې ته ځواب پيدا كړي. مشر له ډېر غور وروسته د تر ګردو هوښيار حكيم د معلومولو لپاره فيصله وكړه چې دوى څلور واړه په يوۀ سخت امتحان كې واچوي.

 مشر حكيمانو ته وويل چې د لوى ځنګل په منځ كې يو تش ميدان دى، د ميدان په منځ كې د بېرې ونه ولاړه ده. د ونې بېخ ته چې وګورئ پخپله به پوه شئ چې كوم امتحان مو په مخ كې دى.

 حكيمان د لوى ځنګل په لوري وخوځېدل. له ساعتونو مزله وروسته يې د ځنګل په منځ كې هغه تش ځاى او هلته د بېرې يوازې ولاړه ونه موندله. دوى چې د ونې په بېخ كې د زړو هډوكو كوَټې ته وكتل، پوه شول چې امتحان يې له همدې هډوكو سره غوټه دى.

 دا يوۀ حكيم وويل: زه  كولاى شم، دا هډوكي داسې سره كوشير كړم لكه په اول سر كې چې وو. دۀ همداسې وكړل. په سلګونو هډوكي يې داسې سره وروستل لكه يو حيوان چې ولاړ وي.

 دويم حكيم وويل: زه  به دا هډونه په غوښه پټ كړم او څرمن به ورواغوندم.

 څه  شېبه وروسته دۀ هم د خپل حكمت په زور خپله ژمنه پوره او غټه يږه يې سازه كړه.

 دريم حكيم وويل: زه  به لا حيرانوونكى كار وكړم. په يږه كې به سا وغړوم، ژوندۍ به يې كړم.

 لومړي حكيم وويل: ته كه سا هم پكې واچوې خو اصلي كار ما كړى دى. دا زه  وم چې هډونه مې سره پيوند كړل.

 دويم حكيم وويل: دا زه  وم چې له تشو هډوكو مې يږه جوړه كړه. اوس كه څوك سا هم پكې غړوي خو په هغه يږه كې به يې غړوي چې ما جوړه كړې ده.

 څلورم حكيم وويل: عزيزانو، دا بحث پرېږدئ چې چا لويه توره كړې، په دې فكر وكړئ چې كه په يږه كې سا وغړېده، څه  به ورسره كوو؟

 خو نورو د دۀ خبرې ته غو ږ ونۀ نيوۀ. هغو دوو بحثونه كول او دريم حكيم په بيړه لګيا و چې په يږه كې سا واچوي.

 څلورم حكيم د احتياط په خاطر د ونې سر ته وخوت. شيبه نيمه پس چې په يږه كې سا وغړېده، سمدستي يې په لاندې ولاړو حكيمانو حمله وكړه. څلورم حكيم په ونه كې روغ پاتې شو او دا نور درې په خرپ وترپ، مات سرونه، څېرې ګرېوانه، سولېدلي ګرږېدلي له ځنګله راووتل.

 د قام تجربه كار مشر وويل: معلومه شوه چې په دوى كې تر ګردو هوښيار څلورم حكيم و ځكه دۀ دې ته هم فكر وكړ چې ولې ؟ د څه  لپاره؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...